۱۴۰۲/۰۶/۰۸

د استعدادونو او قابليتونو څخه غفلت:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
انسان د الله تعالی عجيب او غريب مخلوق دی چي د ډېر ارزښت او اکرام خاوند يې ګرځولی دی، همدغه انسان دی چي الله تعالی د مځکي خلافت په لاس ورکړی آن تر دې چي لومړي انسان يعني آدم عليه السلام ته د الله تعالی ملائکو سجده هم کړېده او الله تعالی د داسي شيانو علم ورکړ چي ملائکي هم په خبري نه وې؛ بلکي دده د ارزښت اعلان خپله الله تعالی کړی او فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْناهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْناهُمْ مِنَ الطَّيِّباتِ وَفَضَّلْناهُمْ عَلى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنا تَفْضِيلاً.[الاسراء70] ژباړه: يقينا چي موږ د آدم اولاد ته عزت ورکړی او دوی مو سواره کړي په دښته او درياب کي او دوی ته مو رزق ورکړی د پاکو شيانو څخه او دوی ته غوراوی ورکړی پر ډېرو هغو شيانو چي موږ پيدا کړي دي په غوراوي ورکولو سره.
همداسي فرمايي: لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ.[التين4] ژباړه: يقينا چي موږ انسان په ډېر ښه صورت کي پيدا کړی دی.
انسان ته الله تعالی په مادي او معنوي لحاظ ډېر ارزښت ورکړی؛ انسان ته يې د ځان سره پوره اکرام ورکړی، علم يې ورکړی، خبري يې ورکړي، ښه معتدل صورت يې ورکړی، په مځکه کي يې خپل خليفه ګرځولی، د ډېرو حقوقو خاوند يې ګرځولی، په دنيا کي يې د ژوند واک او ټولنيز مصئونيت ورکړی او د مځکي ټوله شيان يې دده لپاره پيدا کړي دي.
ددې ټولو فضائلو او ځانګړتياوو تر څنګ يې ډېر استعداد او قابليت ورکړی او لوی مسئوليت يې هم ورته سپارلی؛ الله تعالی فرمايي: هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا.[البقرة29] ژباړه: الله هغه ذات دی چي ستاسي لپاره يې ټوله هغه شيان پيدا کړي دي چي په مځکه کي دي.
الله تعالی که انسان ته د مځکي د شيانو څخه د استفادې او ګټي پورته کولو حق ورکړی د هغو په وړاندي يې مسئوليت هم ورته سپارلی او فرمايي: أَيَحْسَبُ الْإِنْسَانُ أَنْ يُتْرَكَ سُدًى.[القيامة36] ژباړه: آيا انسان دا ګمان کوي چي دی به بې ځايه پاته سي. يعني آيا انسان دا ګمان کوي چي دی به په دنيا کي بې ځايه او بې تکليفه پاته سي، په هيڅ شي به نه امر کيږي، د هيڅ شي څخه به نه منع کيږي او په هيڅ شي به نه مکلف کيږي؟ همداسي په آخرت کي به دده سره حساب نه کيږي؟ داسي نده؛ بلکي ارومرو به په دنيا کي د ته مکلفيتونه ورکول کيږي او په آخرت کي به حساب ورسره کيږي.
انسان ته الله تعالی دده د ځان او نورو مخلوقاتو په نسبت ډېر مسئوليتونه ورکړيدي چي دی يې بايد سر ته ورسوي بلکي الله تعالی په مځکه که دی خپل امين ګرځولی دی او خاص آمانتونه يې ورته سپارلي دي؛ الله تعالی فرمايي: إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا.[الأحزاب:72] ژباړه: يقينا چي موږ وړاندي کړ امانت پر آسمانونو او مځکه باندي خو هغوی يې د منلو څخه ډډه وکړه او ورڅخه و وېرېدل او انسان هغه امانت واخيستی يقينا چي انسان ډېر ظالم او ناخبره دی.
مراد د امانت څخه شرعي تکاليف دي کوم چي پر کولو يې الله تعالی ثواب مرتب کړی او پر پرېښودلو يې عذاب مرتب کړی دی، دا شيان الله تعالی پر آسمانونو او مځکو وړاندي کړه خو هغوی و وېرېدل او قبول يې نکړه خو انسان ومنل او قبول يې کړه.
الله تعالی دغه امانت انسان ته وسپاری او د ته يې وظيفه ورکړه چي خيانت به نه پکښې کوي او چي څنګه ورته سپارل سوی او څنګه ورڅخه غوښتل سوی هماغسي به يې الله تعالی ته سپاري.
که ددې امانت سپارلو او قبلولو حکمت ته وګورو دا به راته ثابته سي چي الله تعالی انسان ته د ډېر لوی مسئوليت تر څنګ ډېر زيات صلاحيتونه هم ورکړيدي چي دی بايد د هغو څخه کار واخلي او ياد امانتونه آداء او خوندي کړي او ياد امانتونه هغه وخت ساتلای او خوندي کولای سي چي انسان د خپلو استعدادونو او قابليتونو څخه ګټه پورته کړي او د خپل دنيوي او اخروي ژوند سمون ته پوره پاملرنه ولري.
لنډه دا چي په مځکه کي د تصرف واک الله تعالی انسان ته ورکړی دی او که د انسان د پيدايښت څخه بيا تر اوسه تاريخ ته وګورو انسان د مځکي واکدار او متصرف پاته سوی دی نو که انسان په مځکه کي هر ډول حالات او شرايط وغواړي د الله تعالی په قدرت او تقدير سره راتللای سي ځکه نو ځينو انسانانو خپل استعدادونه د مځکي د آبادۍ لپاره کارولي وي او مځکه يې آباده کړې وي خو ځينو بيا د مځکي د ورانۍ لپاره کارولي وي او مځکه يې خرابه کړې وي.
دا په انسان پوري اړه لري چي ځان او خپل استعداد څنګه پېژني او څنګه ګټه ورڅخه پورته کوي؟ مځکه آبادوي او که يې خرابوي؟ په مځکه کي اصلاحي راوړي او که فساد خپروي؟.

هیچ نظری موجود نیست: