۱۴۰۲/۰۶/۰۵

د عمر څخه غفلت:

هغه غفلت چی د انسان د خوارۍ او ذلت سبب جوړيږي د خپل عمر څخه غفلت دی، عمر په استثنائي ډول هغه لوی نعمت دی چي په څېر يې بل نعمت نسي پيدا کېدلای خو له بده مرغه چي ډېری انسان يې په ارزښت نه پوهيزي.
مشهور متل دی چي عمر داسي دی لکه سره زر؛ خو زه وايم عمر تر سرو زرو هم ارزښناکه دی ځکه په عمر باندي چي کوم کارونه کيږي  په سرو زرو يې انسان لاس ته نسي راوړلای، که انسان خپل عمر او ځوانۍ ته پوره ځير سي دا به ورته ثابته سي چي هر ځوان که وغواړي يواځي په ځوانۍ د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي او ځان د بريا هغي لويي څوکي ته رسولای سي چي څوک يې فکر هم نه کوي.
که موږ د مسلمانانو زرين تاريخ ته وګورو دا به راته ثابته سي چي ډېر کسان د څلويښتو او پنځوسو کلونو څخه مخکي داسي لوړي مرتبې ته رسېدلي دي چي نن زموږ په زمانه کي خلګ افتخار په کوي چي لويه بېلګه يې په سياسي او علمي ډګرونو کي ځيني مسلمان باچاهان او ستر علماء دي.
د وخت ارزښت او اهميت ته په کتو په حديث کي راځي: عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ؛ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نِعْمَتَانِ مَغْبُونٌ فِيهِمَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ: الصِّحَّةُ، وَالْفَرَاغُ.[المجالسة وجواهرالعلم1675] ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دوه نعمته دي چي ډېری خلګ پکښې تاوانيان دي: روغتيا او  فراغت دی.
همداسي په بل حديث کي راځي: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ: اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ، شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ، وَصِحَّتَكَ قَبْلَ سَقَمِكَ، وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ، وَفَرَاغَكَ قَبْلَ شُغُلِكَ، وَحَيَاتَكَ قَبْلَ مَوْتِكَ.[شعب الايمان 9768] ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم پداسي حال کي چي يو سړي ته يې نصيحت کوی وفرمايل: پنځه شيان د پنځو شيانو مخکي غنيمت وشمېره: ځواني د سپينږيرتوب مخکي، روغتيا د ناروغۍ مخکي، بډايي د نادارۍ مخکي، فراغت د مصروفيت مخکي او ژوند د مړيني مخکي.
نو راځئ وخت او عمر غنيمت وګڼو او سمه ګټه ورڅخه پورته کړو! زموږ د عمر هره شيبه چي تېريږي زموږ څخه يو فرصت له لاسه وځي او تللي فرصتونه بيا هيڅ وخت په لاس نه راځي.
د ژوند په هره برخه کي مصروفيت لرو په هماغه برخه کي د خپل معيشت سره تر څنګ د ځان او نورو مسلمانانو نيکمرغۍ ته هم پاملرنه وکړو او د خپل عمر په هره لحظه کي د ځان او نورو مسلمانانو د دنيا او آخرت لپاره کار وکړو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: