۱۴۰۲/۰۴/۱۶

اسلام به مو څنګه ټينګ سي؟

ژباړه: د تميم داري رضي الله عنه څخه روايت دی چي ده وفرمايل: د حضرت عمر رضي الله عنه په زمانه کي خلګو لويي لويي ماڼۍ جوړولې حضرت عمر رضي الله عنه ورته وويل: ای د عربو ټوليه! مځکه ټينګه کړئ مځکه ټينګه کړئ يقينا چي اسلام نسته مګر په ټولۍ سره او ټولۍ نسته مګر په امارت سره او امارت نسته مګر په طاعت سره، خبر اوسئ څوک چي قوم يې پر فقه باندي خپل مشر وټاکي دا به دده او د دوی لپاره خير وي او څوک چي قوم يې بېله فقهي خپل مشر وټاکي دا به دده او د دوی لپاره هلاکت وي.
په دې اثر کي پنځو مهمو اصولو ته اشاره سوېده:
۱ – مسلمانان بايد يواځي په ظاهري آبادۍ باندي ځانونه مصروف نکړي بلکي معنوياتو ته پوره پاملرنه وکړي او د اصلاح، علم او تقوی په ګاڼه باندي ځانونه ښايسته کړي.
۲ – مسلمانان بايد په خپل مينځ کي اتفاق او اتحاد ولري او سره راټول وي ځکه بېله اتفاقه خپل اسلام نسي ساتلای.
۳ – مسلمانان بايد يو امارت، نظام او واکمني ولري ځکه چي بېله امارت او نظام څخه مسلمانان نسي سره راټولېدلای او بېله يو اميره مسلمانان اتفاق او اتحاد نسي سره کولای.
۴ – مسلمانان بايد په استثناء د ګناه په نورو شيانو کي د خپلو مشرانو او اميرانو اطاعت وکړي ځکه چي امارت او حکومت بېله اطاعت څخه نسي جوړېدلای؛ له همدې امله د اميرانو اطاعت ته ډېر ارزښت ورکول سوی دی.
۵ – مسلمانان چي د ځان لپاره څوک مشر ټاکي بايد د هغه پوهه او علم په پام کي ونيسي يعني علم او پوهه يې د ټاکني معيار وګرځوي نه نور شيان لکه: قوم، ژبه، مال، واسطه، شناخت، انديوالي او داسي نور...
ټاکنه که د عامو مسلمانانو لخوا کيږي هم بايد د پوهي او علم پر اساس وسي او که د نورو مشرانو لخوا کيږي هم بايد د پوهي او علم پر اساس وي، يعني په مسئوليت او وظيفه کي پوهي او استعداد ته وکتل سي تر څو ټاکل سوی کس مسئوليت په ښه توګه آداء کړي او مسلمانانو ته خدمت وکړي بېله پوهي د نورو شيانو په خاطر ونسي.
عن تميم الداري قال تطاول الناس في البناء في زمن عمر فقال عمر: يا معشر العريب الأرض الأرض انه لا إسلام الا بجماعة ولا جماعة الا بإمارة ولا إمارة إلا بطاعة فمن سوده قومه على الفقه كان حياة له ولهم ومن سوده قومه على غير فقه كان هلاكا له ولهم.[سنن الدارمي۲۵۱]
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: