۱۴۰۲/۰۴/۱۲

د اسلام او اسلامي نظام په ګټه مبارزه وروره!

کوښښ وکړه چي ځان مشهور نکړې ځکه يواځنی هغه شی چي اهل باطل يې ستا لپاره نسي زغملای هغه شهرت دی.
اهل باطل او باطل ته مائل خلګ خپله کامیابي ستا په ناکامۍ کي ويني ځکه نو ستا هر حرکت د ځان په وړاندي بولي او هر ډول مثبتي کړني ته دي د شک په سترګه ګوري.
دا يقيني خبره ده چي ستا په شهرت به ستا پلویان ډېريږي او ددې ترڅنګ چي اهل حق به ستا پر شا او خوا را ټوليږي ممکن مشران ښه خلګ تا ته ځيني امتیازات هم درکړي او دا هغه شیان دي چي هيڅ وخت يې اهل باطل او باطل ته مائل خلګ ستا لپاره نسي زغملای.
ستا خو هسي هم معامله د الله سره ده او د الله د رضا لپاره خدمت کوې ځکه نو کوښښ وکړه چي مشهور نسې او د شهرت په ځايونو کي ځان ښکاره نکړې.
دا مشهوره خبره ده چي شهرت دي داسي وژني لکه اټم بمب؛ په خاصه توګه زموږ په زمانه کي چي په نړيواله کچه فکرونه مسخ سوي دي، مثبتګرايي ختمه سوې ده، ايثار او قدرداني نسته، خلګ د استعدادونو او وړتياوو سره دښمني کوي، ګمان ته د يقين حيثيت ورکول کيږي، اتهام ته د ثبوت په سترګه کتل کيږي، خپلي خبري ته شعار او د بل خبري ته هزیان ویل کيږي، په سر نا خلاصۍ کي شخصيتونه وژل کيږي او داسي نور هغه کارونه چي د بشريت او شريعت په محکمه کي محکوم دي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: