۱۴۰۲/۰۵/۰۹

د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب په ياد کي:

په حديث شريف کي راځي: يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ.[ سنن الكبري للبيهقي 21439]
ژباړه: دغه علم به د هري وروستنۍ ډلي څخه عادلان او با انصافه خلګ په ميراث وړي چي دوی به تأويل د ناپوهانو، غلا د باطل کوونکو او تحريف د تجاوز کوونکو ورڅخه ليري كوي.
شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب الله تعالی د همدغي ډلي څخه ګرځولی وو(ان شاء الله) چي په خپل ژوند کي يې د دين ډېره سخته دفاع وکړه او د تصنيفاتو، مناظرو، علمي مجالسو، تدريس او علمي ويناوو په ذريعه يې د سنت عملي کولو او بدعت ختم کولو لپاره ډېره فعاله مبارزه وکړه الله تعالی دي ورڅخه قبول کړي.
شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ددې تر څنګ چي محقق او څېړونکی عالم وو تکړه مقاتل مجاهد هم وو چي د اسلامي نظام د ژوندي کولو لپاره يې د نورو ملګرو او مجاهدينو ترڅنګ ډېري ستړياوي، محبوسونه او کړاوونه ګاللي دي الله تعالی دي د آخرت لپاره ورته ذخيره کړي.
د شهيد شيخ صاحب علمي نبوغ دومره ډېر وو چي په هره برخه کي يې داسي مثبته جاذبه درلودل چي ډېر ژر يې زده کوونکي او خلګ ځانته جذب کول او په ډېر لږ وخت کي ورته ډېر مينوال پيدا کېدل چي د شيخ صاحب د درس او مناظرې حلقات يې ښکاره بېلګه ده.
شهيد شيخ صاحب د حنفي مذهب په دفاع او تهذيب کي د لامذهبو او بدعتي انسانانو سره ډېره مبارزه وکړه او د حنفيت اصلي انځور په وړاندي کولو کي يې ډېر خدمتونه وکړه چي د احقاق الحق في الدفاع عن مذهب الحق کتاب يې لويه بېلګه ده.
شهيد شيخ صاحب کڅه هم ذاتا يو شخص وو خو په علمي او فکري برخو کي يوه ايديالوژي او فکري خوځښت وو چي تل يې په ګڼو برخو کي د انحرافاتو څخه د انسانانو د ژغورني او را ګرځولو لپاره مبارزه کول چي د نوموړي په زرهاوو مخلص او تکړه شاګردان يې ښکاره نمونه ده.
 ددې لپاره چي د شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب لاس ته راوړني خوندي سي، نيمګړي آرمانونه يې پوره سي او فکري مسير يې ژوندي پاته سي موږ يې بايد لاره تعقيب کړو او دده په څېر د دين، مذهب، اسلامي سياست، اسلامي نظام او نبوي سنت څخه دفاع وکړو؛ همداسي د باطل، فساد او بدعت په وړاندي دده په څېر بېله کومي ويري مبارزه وکړو.
الله تعالی دي شهيد شيخ رحيم الله حقاني صاحب ته جنت الفردوس په نصيب کړي، دده ټول خدمتونه دي په خپل دربار کي قبول کړي او دده شاګردانو او مخلصينو ته دي الله تعالی توفيق ورکړي چي دده پر لاره باندي ولاړ سي او فکر يې ژوندی وساتي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: