۱۴۰۲/۰۵/۰۸

د مسلمان باچا حقوق:(اتمه برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
اتم حق: پر رعيت باندي د باچا بل حق دا دی چي رعيت بايد د باچا په اړه شايعات او منفي تبليغات و نه مني.
هر مسلمان په دې باندي مکلف دی چي کله يوه خبره اوري مخکي تر دې چي نشر او خپره يې کړي هغه خبره د خپلو مشرانو سره شريکه کړي تر څو هغوی د خبري په اړه تحقيق وکړي او حقيقت يې معلوم کړي؛ په خاصه توګه داسي خبره چي د مملکت د باچا يا د کوم بل مشر په اړه وي داسي خبره خو بايد هيڅ وخت د اورېدلو څخه متصل نشر نه کړي، الله تعالی فرمايي:
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا.[النساء: 83]
ژباړه: او کله چي دوی ته د امن يا وېري کومه خبره راسي، دوی هغه نشر کړي او که چيري دوی هغه رسول ته او خپلو د کار خاوندانو(حاکمانو) ته رسولې وای نو خامخا په دوی کي به هغو کسانو دا خبره معلومه کړې وای چي دا خبر را ايستلای سي او که چيري پر تاسي باندي د الله تعالی فضل او رحمت نه وای نو ارومرو به تاسي د شيطان پلوي کړې وای مګر لږ ستاسو.
يعني کله چي تاسي ته يو ښه يا بد خبر را ورسيږي نو مخکي تر دې چي تاسي يې په خلګو کي نشر کړی دا خبر د خپلو مشرانو سره شريک کړئ تر څو هغوی يې په اړه تحقيق او پلټنه وکړي او درواغ او رښتيا يې معلوم کړي، کله چي د مشرانو لخوا خبر تأييد سو وروسته يې بيا تاسي تر نورو خلګو پوري ورسوئ.
ابن کثير رحمه الله ددې آيت په تفسير کي فرمايي: قوله تعالى: وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ.[النساء: 83] إنكار على من يبادر إلى الأمور قبل تحقُّقها، فيخبر بها ويفشيها وينشرها، وقد لا يكون لها صحة.[تفسير ابن كثير جـ 2 صـ 365]
دا قول د الله تعالی انکار دی پر هغه کسانو چي دوی مخکي تر ثبوت کارونو ته تلوار کوي، خلګ په هغه خبروي، افشاء کوي يې او نشر کوي يې په داسي حال کي چي دا خبره ځيني وختونه سمه نه وي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
بِئْسَ مَطِيَّةُ الرَّجُلِ زَعَمُوا.[سنن ابي داود4974]
ژباړه: د انسان ډېره بده سورلۍ ده دوی ګمان کوي.
يعني دا د انسان لپاره ډېر بد کار دی چي د خلګو د ګمانونو پسې ځي او بېله دې چي تحقيق او پلټنه وکړي د خلګو د ګمان پر اساس د هغوی خبره مني او اجراات ورباندي کوي.
د بېلګي په ډول په خلګو کي د يو چا په اړه يوه آوازه خپريږي نو مخکي تر دې چي انسان تحقيق او پلټنه وکړي د دغي آوازې منل او نورو ته يې رسول ډېر بد کار دی په خاصه توګه کله چي د حاکم او باچا په اړه وي.

زموږ په زمانه کي شايعات:
له بده مرغه چي زموږ په زمانه کي د شايعاتو خپرولو او نشرولو ته تر بل هر وخت ډېره زمينه برابره ده ځکه د هر چا په جيب کي ټليفون شتون لري چي په هغه کي ارومرو د سوشل ميډيا له لاري د ډېرو خلګو سره رابطه لري نو ځکه کله چي خبره واوري دستي يې په واټساپ، تلګرام، ټويټر، فيسبوک، انستاګرام او نورو کي د خلګو سره شريکه کړي سره د دې چي تر اوسه د خبري حقيقت معلوم نه وي خو د مسلمان لپاره داسي کار مناسب نه دی بلکي لومړی بايد د اورېدلي خبر په رښتينولۍ ځان ډاډه کړي بيا يې د نورو سره شريک کړي.
البته ځيني داسي خبرونه هم سته چي د رښتيا والي سره سره يې بايد مسلمان په نشرولو کي ډېر احيتاط وکړي لکه داسي خبرونه چي په نشرولو يې په ټولنه كي فساد خپريږي، امنيت ورسره خرابيږي، د مسلمانانو په روحيه باندي بد تأثير کوي او د اسلامي نظام په تاوان تماميږي.

هیچ نظری موجود نیست: