۱۴۰۲/۰۵/۱۰

فرهنګي خدمت به څنګه کوو؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
دا يو حقيقت دی چي په اسلام کي فرهنګي خدمت ډېر مهم دی ځکه فرهنګي خدمت د هر هيواد د وګړو تر روزني او په هيواد کي ددين تر شخصي ماهيت پوري تعلق لري.
فرهنګي خدمت د هر بل خدمت لپاره په پيلولو، غځولو او ساتلو کي ډېر مهم رول لري له همدې امله موږ وينو چي ډېر ملتونه اوس د خپل فکر او ځواک د غځېدلو او خپرېدلو لپاره د نظامي او فزيکي هڅو تر څنګ فرهنګي هڅي هم کوي او دواړو برخو ته په کافي اندازه بوديجه او امکانات برابروي بلکي په ډېرو مواردو کي خو فرهنګي کار ته تر نورو کارونو ترجيح ورکوي او تر نورو برخو ورته ډېره او دوامداره بوديجه ځانګړې کوي.
موږ  چي هيواد مو اسلامي دی او خپله مسلمانان يو دې ځانګړي برخي ته بايد ډېره پاملرنه وکړو په خاصه توګه د اوس په شرايطو کي چي کفار پر اسلامي هيوادونو د نظامي تهاجم تر څنګ فرهنګي تهاجم هم کوي.
ځيني خلګ  پدې باور دي چي فرهنګي يرغل د نظامي يرغل تر سيوري لاندي کيږي يعني لومړی نظامي يرغل کيږي بيا د نظامي يرغل تر پوښښ لاندي فرهنګي او فکري يرغل کيږي؛ خو زه پدې باور يم چي نظامي يرغل د فکري او فرهنګي يرغل تر سيوري لاندي کيږي ځکه هر يرغلګر هيواد په نورو هيوادونو کي لومړی د ځان لپاره خلګ روزي بيا يرغل ورباندي کوي چي زموږ هيواد افغانستان ددغه حقيقت يوه ښکاره بېلګه ده.
زموږ هيواد افغانستان چي تر اوسه څومره يرغلګرو هيوادونو اشغال کړی دی د فزيکي اشغال وړاندي يې د ځان لپاره خلګ روزلي دي وروسته يې بيا نظامي يرغل کړی وي ځکه يو هيواد د بل هيواد مستعمره هغه وخت جوړيږي چي اشغالګر هيواد په اشغال سوي هيواد کي ګوډاکی او لاسپوڅی نظام ولري او د نظام شتون هغه وخت ممکن دی چي پدغه هيواد کي دوی روزل سوي خلګ ولري؛ هدف د روزل سوو خلګو څخه دا ندی چي بايد په پوهنتون او روزنتون کي يې زدکړه ورکړي وي بلکي هدف ورڅخه دادی چي دوی يې خپل استعمال او کارولو ته آماده کړي وي هغه که په اوږدمهاله فکري او فرهنګي کار باندي وي او که په لنډمهاله پروژې باندي وي.
روسانو مخکي کمونيستان وروزل بيا يې پر هيواد يرغل وکړ او د هغوی څخه یې خپل مزدور نظام جوړ کړ، امريکايانو سيکولران او بې دينان وروزل بيا یې د مسلمانانو پر ضد وکارول او زموږ پر هيواد يې ددوی په مرسته يرغل وکړ.
دا سمه خبره ده چي د نظامي اشغال وروسته د فکري جګړې او فرهنګي يرغل بڼه د پخوا په پرتله تغيير کوي پدې معنی سره چي نسبت پخوا ته به هم چټکه او هم علني وي خو پيل به يې د نظامي اشغال مخکي کيږي تر څو په مټ يې نظامي اشغال ته لاره آواره سي.
ددې لپاره چي موږ مسلمانان د خپل دين او هيواد په ګټه سم فکري کار او فرهنګي خدمت وکړو بايد لاندي ټکي په پاک کي ونيسو:
۱ – د ټولو مخکي بايد مشران او کشران ټوله په خپلي مبارزې کي اخلاص او للهيت په پام کي ونيسي تر څو کارونه يې برکت وکړي او مؤثر واقع سي.
۲ – فرهنګي خدمت بايد تنها تر مجازي نړۍ پوري محدود نه وي بايد په حقيقي نړۍ کي هم د پام وړ ګامونه پورته سي او د يوه سالم او جامع ميکانيزم له مخي په ټولو برخو کي فرهنګي خدمت ته زور ورکول سي.
۳ – دا معلومه خبره ده چي ددين لپاره فرهنګي خدمت يو جهاد دی نو لکه قتال چي يرغليز او دفاعي دوه حالته لري فرهنګي خدمت يې هم بايد ولري، کومو خلګو چي پر موږ باندي فرهنګي يرغل کړی دی موږ يې هم بايد ورباندي وکړو او ددوی د بريد جواب په بريد باندي ورکړو، هغه خلګ چي د ليري ځايونو څخه زموږ پر ضد فرهنګي کارونه کوي موږ يې بايد ددې ځايه څخه ددوی پر ضد وکړو او کوم خلګ چي په هيواد کي د ننه د کفري فرهنګ څخه متأثره سويدي د هغوی لپاره بيا بېل کار وکړو.
۴ – دا ښکاره خبره ده چي په فرهنګي کارونو د خلګو پر زړونو او فکرونو باندي کار کيږي نو ځکه يې تأثير هم عميق وي نو بايد د فرهنګي خدمت د کولو لپاره داسي لاري چاري په کار واچول سي چي د ناتوانۍ په حالت کي دعوت وي، د نفوذ په حالت کي تنبيه وي او د تسلط په حالت کي امربالمعروف او نهي عن المنکر وي او داسي اساسي کار هغه وخت شونی دی چي د وخت شرايطو ته په پام د مسلکي کسانو لخوا د يوه سالم او جامع پلان له مخي کار پر مخ باندي ولاړ سي.
۵ – ددې لپاره چي فرهنګي کارونه ډېر پر مخ ولاړ سي بايد تشکيلاتو او تسهيلاتو ته يې ډېره پاملرنه وسي او په کافي اندازه مالي بوديجه ورته ځانګړې سي ځکه دښمن د خپل فرهنګي دعوت لپاره د هيڅ اقدام څخه مخ نه اړوي او په ګڼو طريقو سره خپل فرهنګي کار کوي چي په حقيقي نړۍ کي يې ټلويزيونونه، ماهوارې، راډيوسټيشنان، مجلې، ورځپاڼي، ځانګړي يونيفورمونه، اشتهارات، تبليغات او نورشيان د خپل فرهنګي کار د خپرولو او پخشولو لپاره جوړ کړيدي او په مجازي نړۍ کي يې په زرهاوو مذهبي، منحرف سياسي، مزخرف معلوماتي او مبتذل ويب سايټونه، ويبلاګونه، فورمونه او پاڼي په کار اچولي دي چي د ټولو څخه يې هدف د ځان مسلک ته دعوت او د اسلام څخه د مسلمانانو ليري کېدل دي، ياروسلاف تروفايموف هغه امريکايي ژورناليست دی چي په منځني ختيځ، افريقا، منځنۍ آسيا، بلقان او نورو هيوادونو کي يې د ډېرو آمريکايي ورځ پاڼو لپاره د خبريالۍ دنده سرته رسولې او د ډېرو خلګو سره يې ناسته ولاړه او مرکې کړيدي، نوموړي په خپل کتاب Faith at war (يعني ايمان په جنګ کي ) ليکلي دي د 2001 سپتمبر 11 وروسته چي امريکايانو په نړۍ کي کومي جګړې پيل کړيدي دا جګړې چي څومره نظامي دي په هماغه کچه فکري او فرهنګي هم دي. نو زموږ لپاره هم دا په کار ده چي په هره برخه کي ځان ددې جګړې په وسله باندي سمبال کړو.
۶ – دا يو حقيقت دی چي انټرنټ څخه کار اخيستل اوس د خلګو د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده نو موږ بايد د ويب سايټونو، ويبلاګونو او سوشل ميډيا د ټولو څخه په خپله ګټه استفاده وکړو او ددې تر څنګ په ټولو کوچينيو او لويو روزنتونونو او جوماتونو کي په مختلفو طريقو خپل فرهنګي خدمت روان وساتو.
۷ – اوس خو الحمدلله بسته نظام زموږ په لاس کي دی ځکه نو که شته امکانات د فرهنګي او فکري مبارزې لپاره وکاروو نو ډېر ژر به په هيواد کي د فکري تصفيې او سمون شاهدان وسو.

هیچ نظری موجود نیست: