۱۴۰۲/۰۴/۲۶

د مسلمان باچا حقوق:(اوومه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
اووم حق: پر رعيت باندي د مسلمان باچا بل حق دا دی چي رعيت بايد د خپل باچا په وړاندي صبر او زغم ولري په دې معنی سره چي کله د خپل باچا څخه د خپلي غوښتني خلاف کوم شی ويني ژر دي غبرګون نه ښکاره کوي او د خپل باچا پر ضد دي تبليغات او پاڅونونه نه کوي.
په حديث شريف کي راځي: عن ابن عباس يرويه عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: من رأی من أميره شيئا يكرهه فليصبر فإنه ما أحد يفارق الجماعة شبرا فيموت إلا مات ميتة جاهلية.[مسند احمد۲۷۰۲]
ژباړه: عبدالله بن عباس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: څوک چي د خپل امير څخه داسي شی وويني چي بد يې ورڅخه راځي نو صبر دي وکړي ځکه هيڅوک داسي نه دی چي د ټولۍ څخه د مسلمانانو يوه لوېشت جلا سي او مړ سي مګر دا چي دی پر مرګ د جاهليت مړ کيږي.
دا معلومه خبره ده چي مسلمان باچا د خپل ولس د خوشالۍ او سوکالۍ لپاره هڅي کوي خو پدې خاطر چي باچا هم انسان دی او معصوم نه دی ممکن ځيني تېروتني ورڅخه وسي چي ولس يې بايد وزغمي او په تمامه معنی په اصلاحاتو کي مرسته ورسره وکړي او بله خبره دا ده چي د خدماتو په تناسب په ولس کي د وګړو خوشحالي يو متفاوت نسبي حالت دی چي ځيني په يو شي خوشحاله کيږي، ځيني په بل شي خوشحاله کيږي او ځيني بيا په بل شي خوشحاله کيږي ځکه نو په اقتدار کي د هر فرد رضايت شرط نه دی بلکي د شريعت نافذ کول، تر خپله وسه امنيت راوستل، اقتصاد پياوړی کول، د تعليم او تعلم زمينه برابرول، هيواد مستقل ساتل او په هر اړخيز ډول د خدماتو عرضه کول مهم دي.
او که بالفرض موږ د باچا څخه په ښکاره ډول تبعيض هم ووينو بيا هم زموږ لپاره دا نه رواکيږي چي د خپل باچا څخه خوا بده کړو يا يې پر ضد تبليغات وکړو ځکه د باچا مسئوليت د ټوله هيواد په کچه دی د هر چا اړتيا او استعداد ورته معلوميږي نو که کوم څوک د وظيفې يا مرستي لپاره انتخابوي هغه کي ارومرو کوم حکمت او مصلحت په پام کي نيسي، که د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو کسانو ته وظيفې ورکولې ځينو ته يې بيا نه ورکولې، د ځينو سره يې مالي مرسته کول او د ځينو سره يې بيا نه کول لکه په بخاري شريف کي چي د انس بن مالک رضي الله په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د هوازن مالونه راوړل سوه رسول الله صلی الله عليه وسلم ځينو قريشو ته سل اوښان ورکړه نو ځينو انصارو وويل: الله تعالی دي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته بخښه وکړي قريشو ته مالونه ورکوي خو موږ يې پرېښودلو په داسي حال کي چي زموږ تر تورو ويني توئيږي؛ کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی په خبرو خبر سو نو يې دوی ټوله سره راټول کړه او ورته ويې ويل: زه ځينو هغو کسانو ته يو شی ورکوم چي تازه د کفر څخه بېل سوي وي، آيا تاسي په دې نه خوشحاله کيږی چي خلګ مالونه يوسي او تاسي خپلو کورونو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ولاړ سی؟ زما دي په الله قسم وي چي کوم شی چي تاسي يې د ځانه سره وړی هغه ډېر ښه دی تر هغه شي چي دوی يې د ځانه سره وړي، انصارو وويل: يا رسول الله موږ خوشحاله يو؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: تاسي به زما وروسته پر ځان سخت غوراوی ووينی نو صبر وکړئ تر څو د الله او د هغه د رسول سره پر حوض ملاقات کوی.[صحيح البخاري۳۱۴۷]
د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي دی فرمايي: نَهَانَا كُبَرَاؤُنَا مِنْ أَصْحَابِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: لَا تَسُبُّوا أُمَرَاءَكُمْ وَلَا تَغُشُّوهُمْ، وَلَا تَعْصُوهُمْ، وَاتَّقُوا اللهَ وَاصْبِرُوا، فَإِنَّ الْأَمْرَ إِلَى قَرِيبٍ.[شعب الايمان۷۱۱۷]
ژباړ: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملګرو څخه زموږ مشرانو موږ منع کړي يو او راته ويلي يې دي: خپلو واکمنانو ته ښکنځل مه کوئ، هغوی ته دوکه مه ورکوئ، د هغوی نافرماني مه کوئ او له الله څخه ووېرېږئ او صبر وکړئ، ځکه خبره نژدې ده.
ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: إياكم ولعن الولاة، فإن لعنهم الحالقة، وبغضهم العاقرة. قيل: يا أبا الدرداء، فكيف نصنع إذا رأينا منهم ما لا نحب؟ قال: اصبروا، فإن الله إذا رأى ذلك منهم حبسهم عنكم بالموت.[السنة لابن أبي عاصم848]
ژباړه: ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: ځانونه پر خپلو مشرانو د لعنت ويلو څخه وساتئ ځکه پر دوی لعنت ويل بربادي ده، چا وويل: نو موږ به څنګه وکړو که موږ هغه څه وګورو چې موږ يې له دوی څخه نه خوښوو ای ابو الدرداء؟ ابوالدرداء رضي الله عنه وويل: صبر وکړه، ځکه که الله تعالی د دوی څخه دا وليدل، نو هغه به د مرګ په واسطه له تاسي څخه منع کړي.
همداسي ابوالدرداء رضي الله عنه فرمايي: وإن أول نفاق المرء طعنه على إمامه.[التمهيد لما في الموطأ من المعاني والأسانيد ج21 ص287]

هیچ نظری موجود نیست: