۱۴۰۲/۰۴/۲۱

د مسلمان باچا حقوق:(شپږمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
شپږم حق: پر رعيت باندي د باچا بل حق دا دی چي بايد د باچا احترام او درناوی وسي او نه تنها دا چي خپله يې بايد درناوی وکړي بلکي د باچا درناوي ته خلګ را وبولي او د آبرو، عزت او وقار دفاع يې وکړي.
درناوی په انساني ټولنه کي د ټولنيز ژوند يو اصل دی ځکه نو هر انسان بايد د مراتبو پر اساس د بل انسان احترام وکړي د بېلګي په ډول اولادونه د خپل پلار او مور احترام وکړي، کشران وړونه او خويندي د خپلو مشرانو وړونو او خويندو احترام وکړي، زده کوونکي د خپل استاذ او ښوونکي احترام وکړي، ميرمن د خپل خاوند احترام وکړي، په رتبه کشران تر ځان په رتبه د مشر احترام وکړي، ټول مسئولين او رعيت د خپل باچا او امير احترام وکړي.
که سړی د ډېري کښتي درجې څخه د احترام ګټي او فايدې وګوري نو دا به ورته ثابته سي چي د نورو انسانانو په نسبت د مسلمان باچا احترام بايد څو برابره ډېر وي.
باچا ته دعا کول احترام دی، اطاعت کول يې احترام دی، د غيبت څخه د ځان ساتل يې احترام دی او د هر حق آداء کول يې احترام دی.
په احاديثو کي راځي:
۱ -  عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم خَمْسٌ مَنْ فَعَلَ وَاحِدَةً مِنْهُنَّ كَانَ ضَامِنًا عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ مَنْ عَادَ مَرِيضًا أَوْ خَرَجَ مَعَ جَنَازَةٍ أَوْ خَرَجَ غَازِيًا أَوْ دَخَلَ عَلَى إِمَامِهِ يُرِيدُ تَعْزِيرَهُ وَتَوْقِيرَهُ أَوْ قَعَدَ فِي بَيْتِهِ فَسَلِمَ النَّاسُ مِنْهُ وَسَلِمَ مِنَ النَّاسِ.[السنة لابن أبي عاصم۱۰۲۱]
ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: پنځه شيان دي چي يو دانه يې څوک وکړي نو الله تعالی دده ضمانت کوي، څوک چي پر ناروغ پوښتنه وکړي، څوک چي د مسلمان په جنازه کي ګډون وکړي، څوک چي خپل امام ته ورځي تر څو عزت او احترام يې وکړي او څوک چي په خپل کور کي کښېني تر څو خلګ دده څخه وساتل سي او دی د خلګو څخه وساتل سي.
ددې حديث څخه له ورايه ښکاري چي د باچا او امير عزت کول ددې سبب ګرځي چي انسان دي پر الله تعالی ګران سي او الله تعالی دي دده ضمانت وکړي.
۲ -  عَنْ أَبِي بَكْرَةَ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ مَنْ أَكْرَمَ سُلْطَانَ اللَّهِ أَكْرَمَهُ اللَّهُ ، وَمَنْ أَهَانَ سُلْطَانَ اللَّهِ أَهَانَهُ اللَّهُ.[السنة لابن أبي عاصم۱۰۱۷]
ژباړه: د ابي بکره څخه روايت دی چي ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: څوک چي د الله تعالی د باچا عزت وکړي الله تعالی به دده عزت وکړي او څوک چي د الله تعالی د باچا سپکاوی وکړي الله تعالی به دی سپک کړي.
۳ - عَنْ أَبِي ذَرٍّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ سَيَكُونُ بَعْدِي سُلْطَانٌ فَمَنْ أَرَادَ ذُلَّهُ ثَغَرَ فِي الإِسْلامِ ثُغْرَةً وَلَيْسَتْ لَهُ تَوْبَةٌ إِلاَّ أَنْ يَسُدَّهَا وَلَيْسَ يَسُدُّهَا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ.[السنة لابن أبي عاصم۱۰۱۹]
ژباړ: ابوذر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: زما وروسته به باچا راځي، څوک چي يې د خوار کولو اراده وکړي نو ده په اسلام کي درځ پيدا کړ او دده توبه تر هغه وخت پوري نه قبليږي تر څو چي دغه درځ و نه تړي او دی يې د قيامت تر ورځي پوري نسي تړلای.
په دې حديث کي د مسلمان باچا د سپکاوي تاوان ته اشاره سوېده چي هغه په مسلمانانو کي درځ او نيمګړتيا پيدا کېدل دي او بيا تر ډېره وخته يې پاته کېدل او غځېدل دي.
دا په تجربه ثابته سوېده چي د مسلمان باچا سپکاوی د ډېرو داسي فتنو د پيدا کېدلو سبب جوړيږي چي هغه بيا تر ډېره وخته پوري نه ورکي کيږي.

هیچ نظری موجود نیست: