۱۴۰۲/۰۴/۳۰

د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ته:

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
د ځينو ويب پاڼو او پاڼو خاوندان د ليکوالانو څخه ددې غوښتنه کوي چي هره ليکنه په بلي ويب پاڼي يا پاڼي کي نشر سوې وي هغه به ددوی پر ويب پاڼه او پاڼه باندي نه نشر کوي يا په بل تعبير دوی ته بل لومړی لاس ليکنه ورکوي.
ممکن ددوی هدف ددې شرط څخه دا وي چي ددوی ويب پاڼي يا پاڼي ته هر مطلب نوی او تازه پورته سي يا د مطالبو په نشر کي تر نورو پاڼو ددوی پاڼه مخکي وبلل سي او يو ډول مرجعيت او اصالت غوره کړي يا به يې هدف دا وي چي په نشراتو کي ځان خود کفاء ښکاره کړي او د نورو مقلد ونه بلل سي.
که د ويب پاڼو او پاڼو خاوندانو ليکني د ليکوالانو څخه پېرېدلي وي نو دا شرط يې پرځای دی ځکه رانيول سوې ليکنه د ويب پاڼي او پاڼي شخصي ملکيت دی د نشر واک يې د رانيوونکي سره دی هر وخت چي يې نشر کوي خپله خوښه يې ده ليکوال يې بايد بل ځای نشر نکړي.
که ليکنه پېرېدل سوې نه وي خو په يوه اداره کي د استخدام لپاره دا شرط ايښوول سوی وي چي هيڅ کارکوونکی به يې  بل ځای ليکنه نه کوي بيا هم د انحصار لپاره لاره جوړېدلای سي چي ممکن ادارې ددې ليکوال سره داسي تړون کړی وي چي ته زما لپاره ليکني کوه زه به تا ته ځانګړی مسئوليت يا خاص امتياز درکوم چي بيرته خبره پلورلو او پېرېدلو ته راجع کيږي.
که په ويب پاڼه يا پاڼه کي د نشراتو څخه هدف خدمت وي او خلګو ته د معلوماتو او مقالو رسول وي نو بيا دداسي شرط ايښوول مناسب نه دی ځکه هيڅ وخت ټوله خلګ پر يوې ويب پاڼي يا پاڼي باندي نه سره راټوليږي بلکي هر څوک د مسئوليت، روابطو او طبيعت پر اساس پاڼه انتخابوي نو ددې پر ځای چي يو مطلب په يوې پاڼي کي نشر سي او محدود خلګ يې وويني ډېره به ښه وي چي په ګڼو پاڼو کي نشر سي او ډېر خلګ يې وويني البته په هره پاڼه کي د مطلب په نشر کولو کي د ليکوال رضايت شرط دی په هر ځای کي چي د ليکوال خوښه وي هلته دده مقاله يا مطلب نشر کېدلای سي.
د مطالبو په نشر کي تعميم او نه انحصار ډېري ګټي لري:
1 – د ځانګړي پاڼي په بندېدلو سره مطالب له منځه نه ځي ځکه په نورو پاڼو کي يې خلګ ليدلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي بيا نو ددې پاڼي د بندېدلو سره ټولو مطالبو ته لاسرسي غير ممکنه کيږي.
2 – مطالب تر ډېرو خلګو پوري رسيږي ځکه د هري پاڼي خوښوونکي يې کتلای سي خو که په يوې پاڼي کي نشر سي تنها د همدې پاڼي خوښوونکي يې ويني نور يې نه ويني، او داسي انحصار د پاڼي د خوښوونکو ډېروالی هم سل په سلو کي نه تضمينوي ځکه د پاڼي خوښول تنها د محتوياتو په سبب نه کيږي بلکي محيط، روابط، مسئوليتونه، تبليغات، ژر تازه کېدل او نور شيان هم د پاڼي په خوښولو کي رول لري ددې يو ساده مثال داسي دي: که يوکتاب په يوه مدرسه کي درسيږي دومره زده کوونکي ورته نه راټوليږي لکه په ډېرو مدرسو کي چي درس سي یا یوه وینا که په ډېرو جوماتونو کي وویل سی اورېدونکي به یې ډېر وي نسبت و هغه ته چي په یوه جومات کي وویل سي.
3 – د پاڼي لپاره ليکوالان ډېر پيدا کيږي ځکه هر ليکوال غواړي تر ډېرو خلګو پوري خپلي ليکني ورسوي نو هر هغه چا ته د ليکني په ورکولو خوشاله کيږي چي هغه يې تر نورو خلګو پوري رسوي او دا د پوهاوي د تعميم لپاره ډېره ښه ذريعه ده.
4 – د پاڼي ليدونکي ډېريږي ځکه هر ليکوال ځان ته مينوال لري نو کله چي د ډېرو ليکوالانو مقالې په پاڼه کي نشر سي د هر ليکوال مينوال پاڼه خوښوي او که په ټولنيزو شبکو کي وګورو د آزادو پاڼو خوښوونکي څو برابره تر هغه پاڼو ډېر دي چي پورته انحصاري شرطونه لري.
5 – پاڼه معطله نه پاتېږي ځکه د اوس په وخت کي هيڅ داسي ليکوال نسته چي د درو څلورو پاڼو لپاره دي ليکل نه کوي نو په هره پاڼه کي چي ليکنه ايږدي پدې پاڼه کي به يې هم ايږدي او که تنها د يوې پاڼي لپاره ليکنه وسي، تر ډېره بريده پوري آزاد ليکوالان د يوې پاڼي لپاره ليکنه نه کوي ځکه د پاڼي نشراتي محدوديت ليکوالي هم محدوده کوي چي په نتيجه کي پاڼي ته به ډېر لږ معلومات پورته کيږي چي لزوما به يې خوښوونکي هم لږ وي.

هیچ نظری موجود نیست: