۱۴۰۲/۰۳/۱۳

د ځيرک او هوښيار انسان ځيني نښي:

آيا غواړی د ځان او د نورو د ځراکت او هوښيارۍ په نښو خبر سی؟ آيا غواړی داسي څه زده کړی چي په عملي کولو يې انسان د هوښيارانو په کتار کي شمېرل کيږي؟ او آيا غواړی په خپل کسب ځان او نورو ته د ځراکت تعليم ورکړی؟ که يې غواړی نو لاندي ليکنه په غور ولولئ.
هوښياري او ځراکت هغه غير معمولي الهي ډالۍ ده چي پر انسانانو په مختلفو تناسبونو د الله تعالی له لوري لورول سوې او په مستقيم ډول زموږ د ژوند پر ډول، زموږ پر راتلونکې او زموږ د فکر کولو پر طريقې اغيزه لري ځکه نو هر څوک غواړي د هوښيارۍ او ځراکت له مهمو نښو ځان خبر کړي او خوند ورڅخه واخلي.
که څه هم په نسبي ډول په ځراکت او هوښيارۍ کي ژنيتيکي او ارثي فکتور رول لري خو بيا هم ډېر داسي ترلاسه کېدونکي مهارتونه او ځانګړتياوي سته چي د انسانانو پر ځراکت او هوښيارۍ اغيزه کوي او که چيري په سمه توګه و کارول سي ممکن د ځراکت او هوښيارۍ  کچه ورسره لوړه سي.
مهمه پوښتنه چي ډېری خلګ يې مطرح كوي د هغي طريقې په شاوخوا را ګرځي چې موږ يې په مټ د انسان ځراکت او ټنبلي پېژندلای سو او دا چي آيا تر ځراکت پوري ځيني نښي تړاو لري او که يا؟ ددې پوښتني په جواب کي بايد ووايو چي پدې اړه ډېر مطالعات سوي او داسي ځانګړي صفتوته تشخيص سوي چي شتون يې د انسان د ځراکت او هوښيارۍ ښکارندويي کوي د بېلګي په ډول:
۱ – د نورو خلګو خبرو ته غوږ نيول او پر خبرو تمرکز:
ځيرک او هوښيار خلګ د عادي انسانانو څخه ځکه بېل وي چي دوی په تمرکز او يادښت کي ډېر قوت لري ځکه چي دوی تل د هغه چا پر خبره سم غوږ نيسي چي د دوی سره خبري کوي تر څو د هغوی څخه نوي او تازه معلومات ترلاسه کړي.
يعني د نورو انسانانو پر خبرو سم غوږ نيول او د هغوی خبرو ته ښه متوجه کېدل د ځراکت او هوښيارۍ نښه ده.

۲ – نوښتګرو او تکړه خلګو ته ځانونه نژدې کول:
ځيرک او هوښيار خلګ تل ځانونه و نوښتګرو او تکړه انسانانو ته نژدې کوي او د هغو خلګو سره ملګرتيا غوره کوي چي د سالم فرهنګ او خلاقيت څخه ګټه پورته کوي بلکي داسي خلګو ته ډېر ارزښت ورکوي ځکه نو کوښښ کوي خپل وخت د داسي خلګو سره په ملتيا کي تېر کړي.

۳ – پر ځان نيوکه کول او نيوکه منل:
د هوښيار او ځيرک انسان بله مهمه نښه دا ده چي خپله تېروتنه ژر درک کوي او د تېروتني په وخت کي ځان ته ملامتيا متوجه کوي او تل د هغو لارښوونو پسې ګرځي چي دی سمي لاري ته راګرځوي، همداسي که څوک نيوکه ورباندي کوي د هغه نيوکي ته پوره غوږ نيسي او مننه ورڅخه کوي.

۴ – د هر ډول شرايطو سره سمون:
ځيرک انسان ددې توان لري چي ځان د هر ډول هغو سختو شرايطو سره برابر کړي چي پر ده باندي راځي همداسي د ناڅاپي او غير مترقبه حالاتو د راتګ په وخت کي خپلو پلانونو ته تغيير ورکولای سي او خپله مطلوبه نتيجه لاس ته راوړلای سي.

۵ – چټکه زده کړه:
ځيرک انسان د تيز درک او قوي حافظې درلودلو له کبله هر شی ډېر ژر زده کوي او په حافظه کي ذخيره سوي معلومات په چټکۍ سره نورو ته د انتقال لپاره آماده کولای سي.

۶ – د ستونزو د حل استعداد:
ځيرک انسان ددې وړتيا لري چي د ستونزو سره مخامخ سي او د لاملونو د تحليل او مطالعې وروسته هره ستونزه په مناسب ډول حل کړي.
دوام لري.... 
اجمالي منبع : اطلس المعرفة ويب پاڼه.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: