۱۴۰۲/۰۳/۱۱

د اسلامي ثقافت ځانګړتياوي:

اسلامي ثقافت هغه ځانګړتياوي لري چي نور ثقافتونه يې نلري، داسي ځانګړتياوي چي د اسلامي ټولني په جوړولو، شموليت، د هري زمانې لپاره يې صلاحيت او د نويو پيښو او ستونزو په مقابل کي يې په کامياب کېدلو کي پوره أهميت او رول لري چي مهمي ځانګړتياوي يې په لاندي ډول دي:
۱ – ربانيت او للهيت: اسلامي ثقافت داسي قانون او داسي تګلاره ده چي د رب له لوري انسانانو ته را لېږل سوېده په دې معنی سره چي د اسلامي ثقافت اصلي مصدر او مرجع اسلامي شريعت دی چي د قرآن، سنت او شرعي اصولو څخه جوړ دی کوم چي د الله پاک له لوري مسلمانانو ته را استول سوی او منل سوی دين دی الله پاک فرمايي: إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ.[ آل عمران ۱۹]
ژباړه: یقينا چي معتبر دين د الله تعالی په نزد اسلام دی.
همدا راز فرمايي: وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى * إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى.[النجم ۳ – ۴ ]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځانه څخه خبري نه کوي، دا قرآن ندی مګر وحي دي په ورته کيږي.
له همدې امله دی چي اسلامي ثقافت د هر لحاظه خود کفاء دی او د نورو ثقافتونو څخه امتيازي بېل او جلا دی نور ثقافتونه خو د بشري وضعي قوانينو څخه جوړ دي چي ډېري نيمګړتياوي لري او هيڅ وخت ستونزو ته پوره جواب نسي ويلای او هيڅه ټولنه ورباندي سمه نسي جوړېدلای خو اسلامي ثقافت د إنساني ژوند د ټولو برخو ضامن او جواب ويونکی دی.

۲ – عالميت او نړيوالتوب: د اسلامي ثقافت بله ځانګړتيا دا ده چي د ټوله عالم لپاره را استول سوی قانون دی ټوله انسان پر يوه فکر او يوې ايديالوژۍ باندي سره راټولوي په اسلامي ثقافت کي قوميت، سيمه، پيسې، نسلونه او نور د انساني ټولني وېشونکي او تقسيمونکي د هيڅ امتياز او اصالت معيار نسي جوړېدلای تنها شی چي په اسلامي ثقافت کي د اصالت او امتياز معيار دی هغه تقوی او پرهيزګاري ده لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: يَآأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَایلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ.[الحجرات ۱۳] ژباړه: ای انسانانو موږ تاسي د نارينه او ښځينه څخه پيدا کړي یاست او تاسي مي ډلي او قومۍ ګرځولي یاست تر څو يو بل سره وپېژنی، یقینا چي ستاسو باعزته د الله په نزد ډېر پرهيزګاره ستاسي دی، یقینا چي الله ډېر عالم او ډېر خبر دی.
له همدې امله رسول الله صلي الله عليه وسلم قوميت غندلی دی او فرمايي: مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عُمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ.[صحيح مسلم 4898] ژباړه: څوک چي د قوميت تر بیرغ لاندي مړ سي پداسي حال کي چي دی قوميت ته بلنه ورکوي او یا د قوميت مرسته کوي نو هغه د جاهلیت پر مرګ مړ سوی دی.
او بل لوی دليل پر دې باندي چي اسلامي ثقافت نړيوال دين دی او د ټولو انسانانو لپاره دی دادی: چي اسلام د داسي انسانانو لخوا پخش سوی او نشر سوی دی چي يو قوم نه وه بلکي د مختلفو ځايونو او مختلفو قومونو څخه وه خو تنها پر کلمې د توحيد سره راټول وه چي دا خپله پر نړيوال توب د اسلام ښکاره دلالت کوي.

۳ – شموليت او ټولنيزوالی: اسلامي ثقافت د انساني ژوند د ټولو برخو لپاره شامل دين دی او هيڅ داسي برخه نسته چي اسلام دي د هغه لپاره قانون او تګلاره ونلري لکه الله پاک چي فرمايي: وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ.[النحل ۸۹]. ژباړه: موږ پر تا باندي کتاب نازل کړی دی چي بيان کوونکی د هر شي دی او هدایت دی او رحمت دی او زېری دی مسلمانانو لپاره.
اسلامي ثقافت پدې باندي توانيدلی دی چي د انسان روح او جسد، فردي ژوند او ټولنيز ژوند او دنيا او آخرت سره برابر کړي او په هره برخه کي يې د سمون لپاره انسان ته پوره لارښونه وکړي لکه څنګه الله پاک فرمايي: وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ.[القصص ۷۷] ژباړه: د آخرت غوښتنه وکړه په هغه مال کي  چي الله پاک تاته درکړی دی (د الله په لاره کي يې مصرف کړه) او ددنيا لپاره خپله برخه هم مه هېروه او نيکي وکړه لکه الله چي ستا سره نيکي کړېده او په مځکه کي فساد مکوه یقينا چي الله فساد کوونکي نه خوښوي.

۴ – وسطيت او مینځ لاري توب: د اسلامي ثقافت که عقيدوي برخه ده اوکه عملي برخه په ټولو کي توسط او مينځ لاري ده په اسلامي ثقافت کي افراط او تفريط ته هيڅ ځای نسته لکه څنګه چي الله پاک فرمايي: إِنَّ هَذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا.[الإسراء ۹] ژباړه: یقينا چي قرآن لارښوونه کوي د هغي لاري لپاره چي منځنۍ ده او زېری ورکوي هغو مؤمنانو ته چي صالح اعمال کوي دا چي ددوی لپاره به لويه مزدوري وي.

۵ – واقعيت او اصالت: په اسلامي ثقافت کي هر څه پر حقيقت او واقع باندي بناء دي تخيلاتو او تمثيلاتو ته په اسلامي ثقافت کي ځای نسته په هره برخه کي د انسان فطرت او توان په نظر کي نيول سوی دی په اسلام کي په هيڅ د اسي شي باندي تکليف نسته چي هغه دي د انسان د توان څخه وتلی او بهر وي.

۶ – استمراريت: اسلامي ثقافت دوامداره او د تل لپاره يوه تګلاره او دين دی او تر قيامته پوري به دوام لري ځکه هغه پر سالمي عقيدې باندي ولاړ دی او سالمه عقيده نه تر وخت تيريږي او نه هم په تيريدلو د زمانې تغيير کوي.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: