۱۴۰۲/۰۳/۰۸

د اسلامي ثقافت ارزښتونه:

شپږم ارزښت:
د اسلامي ثقافت په ويلو سره په انسان کي اسلامي ويښتوب پيدا کيږي چي په نتيجه کي دوست او دښمن پيژني، په کارونو کي اولويتونه پيژِني، اسلامي اخلاق پيژني، د انساني ارزښت په اندازه باندي پوهيږي، اسلامي ارزښتونه او شعائر پيژني، په ژوند کي د صبر او شکر په اهميت پوهيږي، الهي تقدير او حکمتونه پيژني، عدل او انصاف پيژني، حقايقو ته ځير کيږي او واقعيتونه پيژني.
ددې شيانو ثبوت کومه هوايي او اټکلي خبره نده بلکي د اسلامي ثقافت د محتوی او تجربو څخه ثابته سوې خبره ده او په هر وخت کي د نيکو ښوونکو او زده کوونکو شتون ددې خبري د ثبوت لپاره قوي دليل دی.
او دا معلومه خبره ده چي په کوم انسان کي پورته صفات پيدا سي هغه به په انسانيت کي کمال ته او په عقل کي لوړي درجې ته ورسيږي او د هغه مسلمان بېلګه او نمونه به سي چي موږ يې په مځکه کي د الله پاک نماينده او خليفه بللای سو.
همدا راز د يادو صفاتو خاوند ته موږ هغه انسان ويلای سو چي خپل خالق يې په سمه توګه پيژندلی او خپله بشري نيمګړتيا ورته سمه معلومه سوېده، ځکه د داسي انسان کړني او په ټولنه کي دده ژوند ددې خبري شاهدي ورکوي.
نو که څوک غواړي د يادو صفاتو خاوند سي، الله پاک او مؤمنان ورڅخه خوشحال سي او هر هوښيار يې په خپله خوله او قلم باندي و ستايي نو د اسلامي ثقافت زده کولو ته دي ارزښت ورکړي او په خپل ښوونيز نصاب کي دي په لويه کچه او زياد کيفيت باندي ځای کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: