۱۴۰۲/۰۳/۱۰

د دريو شيانو درې تاوانونه:

ژباړه: د علي رضي الله عنه څخه روايت دی چي ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: د چا چي غمونه ډېر سي بدن به يې ناروغ سي، د چا چي اخلاق بد سي ځان ته به عذاب ورکړي او څوک چي د خلګو سره لانجې کوي د هغه ځوانمردي به له مينځه ولاړه سي او عزت به يې ختم سي.
توضيح: يعني د غمونو د ډېروالي په سبب د انسان په بدن کي ناروغي پيدا کيږي او بد اخلاقه انسان ځان ته خپله عذاب ورکوي ځکه چي د بد اخلاقۍ په سبب چي دی د کومو ستونزو سره مخامخ کيږي ټول يې له خپله لاسه دي او څوک چي د خلګو سره شخړي او لانجې کوي د هغه ځوانمردي او اتلولي به له مينځه ځي او عزت به يې هم په خلګو کي ختم سي.
عَنْ عَلِيٍّ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: مَنْ كَثُرَ هَمُّهُ سَقُمَ بَدَنُهُ، وَمَنْ سَاءَ خُلُقُهُ عَذَّبَ نَفْسَهُ، وَمَنْ لَاحَى الرِّجَالَ سَقَطَتْ مُرُوءَتُهُ، وَذَهَبَتْ كَرَامَتُهُ.[شعب الايمان۸۰۸۱]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: