۱۴۰۱/۱۰/۱۷

کومه ملګرتيا ښه ده؟

انسان په دنيا کي د ډېرو انسانانو سره د مختلفو لاملونو پر اساس ملګرتيا کوي؛ خو تر ټولو مهمه او دوامداره ملګرتيا هغه ده چي د عقيدې او فکر پر اساس وي.
په فکري او عقيدوي ملګرتيا کي نه ناځواني راځي او نه هم بې وفايي خو ددې پر عکس د نورو شيانو لپاره ملګرتيا کول نه دوام لري او نه هم د پام وړ فايده.
د کوم چا سره چي د مال لپاره دوستي کوې که يې مال در څخه بند کړ او يا يې هم مال د لاسه ولاړی ستا د ملګرتيا تړون ورسره پرې کيږي، د چا سره چي د وظيفې او منصب لپاره ملګرتيا کوې که يې وظيفه او منصب زائل سوه ملګرتيا هم ورسره له مينځه ځي، د چا سره چي د قوم او وطن په خاطر ملګرتيا کوې د نورو اسبابو تر څنګ چي دغه ملګرتيا ګواښي د قوم او وطن د لاس څخه وتلو سره دا ملګرتيا هم له مينځه ځي، د چا سره چي د نورو مادياتو پر اساس دوستي کوې د مادياتو د نه شتون سره سم دغه ملګرتيا هم پای ته رسيږي او د چا سره چي د کوم شخصي منفعت او ګټي پر اساس ملګرتيا کوې هغه هم د ګټي سره پورته کښته کيږي؛ که ګټه وه ملګرتيا به م وي او که ګټه نه وه ملګرتيا به هم نه وي.
تر ټولو مهمه دا ده چي ته لومړی خپل فکر سم کړې او د ځان لپاره داسي ثابته پاليسي غوره کړې چي محور يې د الله تعالی دين او اسلامي اخلاق وي وروسته بيا د همدغي پاليسۍ پر اساس د ځان لپاره ملګري غوره کړې؛ دغه ملګرتيا نو په ژوند کي نه زوال مني او نه هم سستي؛ بلکي چي څومره ډېر وخت ورباندي تيريږي په هماغه اندازه نوره هم قوي کيږي.
د فکر ملګری تا ته تر هر شي تېريږي؛ که دي مال ته اړتيا سوه مال درکوي، که دي مادياتو ته اړتيا سوه ماديات درکوي او که دي اخلاقي او فزيکي ملاتړ ته اړتيا سوه فزيکي او اخلاقي ملاتړ دي کوي.
فکري ملګری ستا څخه هيڅ شي نه سپموي او په ظاهر او باطن ستا لپاره خيرخواه او مدافع وي.
فکري ملګری دي دښمنانو ته قوي معرفي کوي، بدخواهانو ته دي نيکمرغه معرفي کوي، حسد کوونکو ته دي بريالی معرفي کوي، د غيبت کوونکو مخ ته دي دفاع کوي او دوستانو ته دي غمخور او زړه سواند معرفي کوي.
فکري ملګری تا ته د ځان حيثيت درکوي ځکه نو ستا په خوښۍ خوشحاله کيږي او ستا په غم درسره غمجن کيږي.
فکري ملګری ستا په اړه يواځي ستا خبره مني، ستا په اړه د هيچا منفي خبرو ته غوږ نه نيسي او د هيچا مخ ته ستا په ملګرتيا نه شرميږي.
فکري ملګری تا د ځان لپاره لوی غر ګټي او ځان ستا لپاره سپر جوړوي تر څو خپلي لاسته راوړني تا ته منسوب کړي او ستا سره په لاسته راوړنو کي پوره مرسته وکړي.
فکري ملګری تا نورو خلګو ته غټ او باحيثيته معرفي کوي ځکه ستا غټوالي د ځان غټوالي بولي او ستا حيثيت ته د خپل حيثيت په سترګه ګوري.
فکري ملګري ستا د شخصيت او ګرنو سره مينه لري ځکه نو هيڅوخت ستا په ديدن او مجلس باندي نه مړيږي.
لکه ستا فکر چي څنګه دوامداره دی د فکري ملګري سره دي ملګرتيا به هم همداسي دوامداره وي نو کوښښ وکړه چي د ځان لپاره فکري ملګري غوره کړې او فکري تړون په ملګريتوب کي د قبوليت معيار او محور وګرځوې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: