۱۳۹۷/۰۳/۱۸

مسخه سوی إنسانان:

د هغو ټولو خلګو عقل اوبصیرت مسخ سوئ دئ چی په افغانستان کی دامریکا دحضور لپاره په نورو هیوادونو کی د امریکا په حضور باندی دلیل نیسی.
یو ددغو إنسانانو څخه هغه کم عقل نفر وو چی تیره شپه یې په بی بی سی راډیو کی دکابل څخه دعالم په نامه خبری کولې.

نوموړی ناپوه او جاهل په عربی هیوادونو کی دامریکایانو په حضور باندی دلیل نیوئ او پدې باندی یې په افغانستان کی دامریکایانو حضور توجیه کوئ.

زه حیران یم چی دا بعضی انسانان ولی دخپل عقل څخه پوره ګټه نه پورته کوی؟ ولی خپل عقل ته د الله لخوا څخه دیوه رسول په حیثیت نه ګوری؟ ولی دخپل عقل په ذریعه دتور اوسپین تشخیص نسی کولائ؟ ولی په خپل عقل باندی ددښمن او دوست پیژندنه نسی کولائ؟ ولی دخپل عقل په هینداره کی لومړئ ځانته اوبیا جهان دسالم فطرت په سترګه نه ګوری؟ ولی د اشغال ، استعمار ، استدمار او فکری انحراف ویروسونه نه پیژنی؟ ولی د خپلواک اوغلام ترمینځ فرق نسی کولائ؟ ولی دلیری واټن شی ته په ذره بین کی ګوری او ولی دنیژدې واټن شی ته په دوربین کی ګوری؟ ولی دلیونیانو او مزدورانو سره دهغوی شعار بدرګه کوی؟ ولی د واکمن او واهمن ظرفیتونه او استعدادونه نسی درک کولائ؟
زما په ګمان دغه خلګ یا عقل نلری او یایې هم عقلونه دومره ضعیف سوئ دی چی اوس بیخی دمثبت اومنفی تشخیص نسی کولائ او زړونه یې داسی قلف سویدی چی دهیڅ نیک شی لپاره نه خلاصیږی لکه الله پاک چی دمفسدینو اومنافقینو په اړه  فرمایی: أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ * أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا.[سورة محمد ۲۳ – ۲۴]
ژباړه: دوی هغه خلګ دی چی الله پاک په لعنت کړیدی نو کاڼه کړی یې دی(حق نه اوری) او ړانده کړی یې دی(نوحق نه وینی).آیا دوی په قرآن کی فکر نکوی(چی حق وپیژنی) اوکه یې پر زړونو باندی قلفونه دی(نوپه قرآن باندی نه پوهیږی).

زموږ سره په فیسبوک کی دانډوالۍ لپاره دغه ځای کلیک کړئ.

هیچ نظری موجود نیست: