۱۳۹۷/۰۳/۱۷

د علماء کرامو لپاره:

محترمو علماء کرامو! ستاسو معنوی حیثیت ، روحانی مقام او ولسی رسوخ دهیچا څخه پټ ندئ په ټولو اسلامی هیوادونو کی په خاصه توګه زموږ په هیواد افغانستان کی خلګ ستاسو لپاره په ډیر لوړ احترام باندی قائل دی.
پدې خاطر دئ چی تاسو تل دهیواد په هر اړخیز سرنوشت کی ډیر فعال اوپریکنده رول لوبولئ دئ، که دهیوادوالو داصلاح څخه یې ونیسو بیا تر ټولو سیاسی او هراړخیزو پیښو پوری په ټولو کی تاسو ته د رهبرانو او نوښتګرو په سترګه کتل سویدی.
له همدې امله په هیواد کی هرڅوک غواړی تاسوته ځان نیژدی کړی ، ستاسوڅخه استفاده وکړی اوستاسو دملګرتیا په مټ ځان خپلو اهدافو ته ورسوی په همدې سبب دانگریزانو د اشغال څخه شروع بیا دروس او امریکا تراشغال پوری هر چا ددې هڅه کړیده چی دخپل هرعمل  دکولو تجویز دعلماؤ د آدرس څخه واخلی او دعلماؤ دنامه څخه په استفاده خپل کړه وړه مثبت او سم تلقی کړی.
ددې لپاره چی نا اهل انسانان زموږ څخه په خپلی ګټی باندی کار وانخلی او په غیر شعوری توګه مو دالله پاک ددین پرضد ونه کاروی لازمه ده چی ځانونه ډیر زیرک او ویښ ونیسو ، خلګ وپیژنو او د زاړه او نوی سیاسیت په تعریفونو او اهدافو باندی ځان پوه کړو.
د سیاسی اشخاصو اوګوندونو سره فقط دشریعت او اسلامی اخلاقو په چوکاټ کی دننه په ډیره زیرکتیا سره رابطه ولرئ ، کوم شخص چی پوره پرشریعت باندی برابروی پدې باندی ارځی چی إنسان ورسره سیاسی رابطه ولری  کنه نو د دینی عالم سره هیڅ مناسبه نده چی د یوه فاسق اوفاجر إنسان سره دی ددوستۍ رابطه ولری.
دعلماؤ لپاره د انډیوالۍ او ملتیا معیار باید تنها حق وسی په حق باندی هر هغه څوک وپیژنی کوم چی دئ ورسره د اربتاط غوښتونکئ وی او یاهم هغه دده څخه د انډیوالۍ غوښتنه کوی.
ډیرداسی موارد سته چی علماء یې د میلمستیا په نامه غوښتی وی خو کوربه ورڅخه نوره ناوړه استفاده کړیوی ، آن چی دعلماؤ سره دانځور اخیستلو څخه یې لاهم ناوړه استفاده کړیوی.
دخپل زراکت دثبوت لپاره او ځانی حریت دساتنی لپاره او ددې لپاره چی هیڅ تور داغ راته متوجه نسی لاندی موارد باید په پوره توګه په نظر کی ونیسو:
۱ – داوس لپاره په اسلامی نړۍ کی هیڅ داسی واکمن نسته چی دهغه سره دی علماء بیله کومی پابندۍ ناسته او ولاړه وکړی بناء د واکمنانو سره په رابطې کی باید د ډیر دقت او غور څخه کار واخیستل سی.
۲ – کڅه هم اوسنئ سیاست صرف درواغ ، دوکه اوچم دئ خو اصلی سیاست داسلام څخه نه بیلیدونکئ جزء دئ بناء دحق څخه باید بی پرې پاته نسو تل دحق مل وسو په هره بڼه او هر لباس کی چی وی او دحقو إنسانانو ملتیا وکړو په هره بڼه او هره طریقه چی وی.
۳ – دا زموږ اوستاسی اسلامی عقیده ده چی جهاد به تر آخرته پوری وی بناء هیڅ داسی عمل ونکړو چی په سبب یې جهادی داعیه خپه کیږی اویا ورکه کیږی.
۴ – په هیڅ داسی مجلس، سیمینار او محفل کی ګډون ونکړو چی موږ یې په هکله سل په سلو کی معلومات نلرو کنه نو ارومرو مو په سر او آبرو باندی سودا کیږی.
۵ – دا په تجربې ثابته سویده چی غرب اوغرب پلوه خلګ  یا په بل تعبیر یهود اونصاری او دهغوی ملګری داسلام سره هیڅ محبت نلری بناء په هیڅ داسی فعالیت کی ونډه وانخلو چی دغرب،یهودو اونصاراوو تر تسلط او یا نفوذ لاندی سرته رسیږی کنه نو دبلعم ابن باعورا په عاقبت باندی به اخته سو دکمونستیانو او شاه شجاع په څیر به دهیواد لپاره تور داغ سو.
۶ – اوسنی حاکمان ددې اهل ندی چی علماء دی دهغوی سره رفاقت او انډیوالی وکړی بناء دهغوی سره باید دومره رابطه وسی چی دشرڅخه یې امت وساتل سی نور داخلاص او صداقت څخه ددوی سره د رابطې کولو څخه باید په کلکه ډډه وسی اوهیڅ عالم ځان دهغوی درباری جوړ نکړی.
۷ – دهغو کفری او عامیانه اصطلاحاتو دکارولو څخه ډډه وسی کوم چی دعالم اومسلمان سره نه ښایې لکه: تروریست ، انتحار، پنجاب ، اورپکی ، افراطیت ، دیموکراسی ، ټولټاکنی او داسی نور...
۸ – علماء باید دخپل سیاسی او اقتصادی خودکفایې او استقلال غم وخوری ترڅو په سیاست او اقتصادکی  هیچا ته اړنوی.
۹ – ریښتنی او حقیقی علماء باید هغه خلګ ټولنی ته رسوا کړی کوم چی دعالم دنامه او لباس څخه ناوړه استفاده کوی.
۱۰ – علماء باید تر بل هروخت اوس ډیر دامت دسیاسی اونظامی خپلواکۍ لپاره هڅه وکړی دفرهنګی کارونو دچټک کولو ترڅنګ داسلامی ویښتابه لپاره هم ډیرکار وکړی او د بااحساسوفعالو انسانانوسره په ملتیا دعدل او انصاف دنظام راوستلو لپاره خپل نهایتی کوښښ وکړی .
۱۱ – علماء باید تر بل هروخت اوس ډیر په خپل مینځ کی یووالئ او اتحاد ولری یوبل وزغمی ، سلیقوی اختلافاتوته پاملرنه ونکړی اوپر مسلمو اصولو باندی سره راټول سی.

هیچ نظری موجود نیست: