۱۴۰۴/۰۳/۲۸

د امريکا او انګلیس لخوا د اسرائيلو احتمالي ننګه:

داسي ښکاري چې امريکا او انګليس د اسرائیلو ننګه کوي او په پلوۍ يې پر ايران بريدونه کوي؛ د دې څخه داسي ښکاري چې د ايران بریدونو اسرائيلو ته ډېر زيانونه اړولي او د دې اټکل کيږي چې اسرائيل دي په نظامي لحاظ ضعيف سي او په يواځي ډول دي د ايران په وړاندي جګړه و نه ګټي.

د کومي ورځي څخه چې د فلسطين پر ځمکه اسرائيلو ځان ته حکومت جوړ کړی دی د هماغه ورځي څخه امريکا او انګليس په ټول توان سره د اسرائيلو تر څنګ ولاړ دي او چې د هر چا لخوا اسرائيلو ته ګواښ متوجه کيږي امريکا د هغه په وړاندي د اسرائیلو مرسته کوي لکه د عربو او اسرائیلو په جګړه کې چې امريکا او انګلیس په تمامه معنی د اسرائیلو سره ولاړ وه او يا لکه نن چې د ايران په وړاندي د اسرائیلو سره دريږي.

تاريخ ته په کتو داسي ویلای سو چې ایران اوس د اسرائيلو لومړی هدف دی، که ایران ته ماتي ورکړي دستي به د سيمي نورو هيوادونو ته هم لاس اچوي او د ځان په وړاندي به ټولو احتمالي ګواښونه له منځه وړي.

د اسلامي نړۍ هيوادونه يې اوس ننداره کوي او ځينې خو لا د اسرائيلو سره مرسته هم کوي خو دا په يقین باندي وايو چې لکه د اسرائيلو چې دا لومړنی برید نه دی وروستنی به هم نه وي بلکې نور اسلامي هيوادونه په خاصه توګه نسبتا قوي هیوادونه به هم تر برید لاندي نيسي.

کاشکي د اسلامي هيوادونو مشرانو عقل درلودلای او اخف د شرینو يې پېژندلای وای تر څو د اسرائيلو په وړاندي يې معقوله پالیسي غوره کړې وای او د ځان او نورو اسلامي هیوادونه راتلونکی يې د اسرائیلو غوندي تېريګرو څخه ساتلای وای.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: