دا خو يقيني خبره ده چې ټول حقيقي او رښتيني مسلمانان د اسرائيلو په شکست او بربادۍ خوشحاله دي ځکه اسرائيل د اسلامي نړۍ لپاره ډېر لوی او ستر خطر دی په خاصه توګه په داسي حالت کې چې اسلامي نړۍ ډېره سره پاشلې او بې اتفاقه هم ده، او که اسرائيل په دې جګړه کې برلاسه سي بيا به يې هيڅوک مخي ته د درېدلو جرأت ونکړي.
کوم شی چې موږ مسلمانانو ته ډېر مهم دی هغه دا دی چې موږ د دې جګړې د نوعيت څخه عبرت او درس واخلو ځکه دا جګړه د توري، ټوپک او سړيو جګړه نه ده بلکې د پرمختللي تکنالوژۍ او لويو وسلو جګړه ده؛ داسي جګړه ده چې د زرګونو کيلومټرونو څخه پر يو بل باندي واري کوي او په ډېر دقت سره د دومره اوږد مسافت څخه هدف ويشتلای سي.
اسرائيل د ايران په نسبت بيخي ډېر کوچنی هيواد دی او لږ نفوس لري خو په نظامي برخه کې دومره پر مخ تللی دی چې د ايران غوندي پر سترو هيوادونو يرغل کوي او پر شااوخوا يې عربي هيوادونه خو سوڼ هم نه سي ورته وهلی.
که ايران داسي مسلح وای لکه اسرائيل، لومړی خو اسرائيلو بريد نه ورباندي کوی او که يې کړی وای په يوه ورځ يې اسرائيل د خاورو سره خاوري کوی خو خبره ټوله په وسله او نظامي سمبالښت کې ده.
موږ مسلمانان بايد وږي او تږي وګرځو خو د ځانونو د ساتني لپاره تکنالوژي او پرمختللي وسلې لاس ته راوړو کنه نو د اسرائيلو غوندي بدمعاش هيوادونه به هميشه ګواښونه راته کوي او تل به د ځان او خپلو نورو مسلمانانو وړونو په دفاع کې پاتي راځو.
دا زما باور دی چې شرائطو ته په کتو نړۍ په دوو شيانو کې ورځ تر بلي پرمختګ کوي چې يو رسنۍ دي او بل تکنالوژي ده او ورځ تر بلي د ساينسي اختراعاتو بازار ګرميږي نو زموږ لپاره لازمه ده چې په دغه دواړو برخو کې هم د ځان دفاع ته او هم د اړتيا په صورت کې پر دښمن بريد کولو ته ځانونه پوره چمتو کړو تر څو مو ځان، هيواد، فکر او فرهنګ ټوله په آسانۍ سره وساتو.
موږ مسلمانان به هم خپله بزرګي کوو او هم به په مادي برخه کې د نړۍ سره متوازن روانيږو ځکه زموږ په دين کې د اعداد عمومي فرمول موږ ته همدا لارښوونه کوي چې تاسي بايد ځانونه په مادي او معنوي دواړو قوتونو باندي سمبال کړئ.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر