په دې خاطر چې بېله پيغمبره بل څوک معصوم نه دی نو ځکه هر انسان په خپل ژوند کې په ګڼو برخو کې خطاوځي چې دلته موږ په سياست کې د ځينو انسانانو د خطاوتلو ځيني اسباب بيانوو البته هغه اسباب چې د سياسي انحراف څخه نه وي پيدا شوي ځکه د سياسي انحراف موضوع بيا ځان ته مستقل بحث لري:
۱ – د خپلواک فکر نه درلودل: ځيني انسانان خپلواک فکر نه لري ځکه نو په هره خبره کې وارخطايي او تزلزل لري او ډېر ژر يې موقف تغيير کوي، داسي انسانانو ته چې هر څوک خبره وکړي دی يې ورسره مني له همدې امله بېله فکر کولو د ځينو خلکو داسي خبري مني چې په اصل کې بايد و نه منل شي چې په نتيجه کې په تصميم نيولو او پرېکړه کولو کې خطاوځي.
۲ – د پخوانيو انسانانو د تاريخ څخه ناخبري: د تېرو انسانانو تاريخ ټول د انسان لپاره درس او عبرت دی له همدې امله کوم کسان چې يې نه مطالعه کوي هغوی داسي تېروتني کوي چې په پخوا کې څو ځلي نورو انسانانو کړي دي خو په دې خاطر چې دی ورڅخه خبر نه دی نو د ده څخه هم هماغه تېروتني کيږي کومي چې پخوانيو کسانو کړي دي.
۳ – د چاپلوسو انسانانو خبره منل: ځيني انسانان په خپل شخصي طبيعت باندي سم خلک وي خو پر شااوخوا يې د چاپلوسو او متملقو انسانانو راټولېدل د دوی د خطاوتلو لامل جوړ سوی وي دا ځکه چې چاپلوس انسان هيڅوخت چا ته ښه مشوره نه ورکوي بلکې ستا تندي ته ګوري؛ په کوم شي چې ته خوشحاله کيږې که څه هم بد وي دی يې د مشورې په بڼه د ښه په نوم درسره شريکوي او ستا نيمګړتياوې نه درته په ګوته کوي چې طبعا به خطاوځې او دوکه کېږې.
۴ – خپلوي يا منفي روابط: ځيني کسان په سياسي پاليسۍ کې د خپلوۍ او منفي روابطو ښکار شي او داسي تصميمونه ونيسي چې په ملي او بين المللي لحاظ ډېر وران وي، د داسي کسانو تمرکز ټول پر شخصي ګټو يا پر شخصي افکار وي له همدې امله يې فکر ډېر محدود او تنګ وي چې په نتيجه کې په ملي او بين المللي کچه ډېري لويي تېروتني ورڅخه کيږي.
۵ – منفي ديکتاتوري: ځيني کسان د دې ترڅنګ چې خپله سياسي پوهه نه لري په ځان ډېر باور لري ځکه نو د هيچا سره مشوره نه کوي چې په نتيجه کې ډېري تېروتني ورڅخه کيږي.
۶ – د ضعف او بې صلاحیتۍ چاپېريال: ځيني کسان که څه هم په ښکاره په ډېر لوی موقف کې وي خو د ځينو پابنديو يا سياسي ملحوظاتو له کبله د خپل موقف سره سم فيصله نشي کولای بلکې د خپل محيط په تأثر يا وېري داسي فيصلې کوي چې وروسته يې تاريخ د تېروتنو په نوم ليکي.
۷ – ړوند يا وچ تقليد: ځيني کسان په دې خاطر چې د نوښت او ابتکار فکر نه لري په کړنو کې تل د نورو څخه په پټو سترګو تقليد کوي ځکه نو کله کله په منفي کړنو کې د هغوی پسې ولاړ شي چې دا لويه تېروتنه او خطاوتل دي او دا تېروتنه هغه وخت لا هم ډېريږي چې انسان خپله د فکر څخه کار نه اخلي او په کارونو کې څېړنه او تحقيق نه کوي چې په نتيجه کې په داسي فکري جمود او عملي سادګۍ اخته شي چې د نورو خلکو تر تاريخ تېر کارونه دی لا هم ورته نا آشنا ښکاري.
۸ – تعصب او حسد: ځيني کسان د ځينو کسانو سره د تعصب او حسد له امله په شعوري ډول داسي سياسي پريکړي کوي چې په تمامه معنی تېروتنه وي ځکه چې تعصب د انسان عقل له منځه وړي او حسد انسان داسي بې بصيرته ګرځوي چې په هر اړخيز ډول منفيګرا ورڅخه جوړيږي او مثبت ليدلوری يې له منځه ځي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر