لاندي متن د هغه ليک دی چې دويم سلطان عبدالحميد رحمه الله یهودي ثیودر هرتسل ته په جواب کې ليکلی دی، ثيودر هرتسل هغه يهودي وو چې د يهودانو لپاره يې د خپلواک دولت جوړولو هڅي کولې؛ نوموړي سلطان عبدالحميد رحمه الله ته پيغام رالېږلی وو چې که موږ يهودانو ته په فلسطين کې ځمکه راکړی تر څو موږ ځان ته خپلواک دولت ورباندي جوړ کړو نو موږ به تا ته په ميليونونه پيسې درکړو تر څو د خلافت پورونه په آداء کړی، سلطان عبدالحميد رحمه الله د ده غوښتنه ردوي او په لاندي ډول جواب ورته ليکي:
ډاکټر هرتزل ته مشوره ورکړئ چې په دې موضوع کې دي جدي ګامونه نه اخلي، ځکه زه د فلسطین له خاورې نه حتی یوه لوېشته هم نه شم تېرېدلای. دا ځمکه زما شخصي ملکیت نه دی، بلکې د اسلامي امت ملکيت دی. زما ولس د دې خاورې لپاره جهاد کړی او دا یې په خپلو وینو خړوبه کړې ده. یهودیان دې خپل میلیونونه(پيسې) وساتي. که یوه ورځ د خلافت دولت ټوټه ټوټه شي، نو هغه مهال شاید هغوی وکولای شي فلسطین بې قیمته او مفت ترلاسه کړي. خو تر هغه چې زه ژوندی یم، زما لپاره دا آسانه ده چې چړې زما په بدن کې ووهل شي، خو دا نه شم زغملی چې فلسطین دې د خلافت له دولت څخه جلا شي. دا هېڅکله نه شي کېدای. زه نه شم کولی پر دې موافقت وکړم چې زموږ بدنونه دې زموږ په ژوند کې ټوټه ټوټه شي.
سلطان عبدالحمید دویم
استانبول 1901م
نن هغه دی د سلطان عبدالحميد رحمه الله خبره رښتيا شوه او د خلافت د ړنګېدلو وروسته يهودانو مفته د فلسطين ځمکه اشغال کړله او ځان ته يې د اسرائيلو په نوم دولت ورباندي جوړ کړ؛ سلطان عبدالحميد رحمه الله په داسي وخت کې د يهودانو وړانديز رد کړ چې خلافت د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو خو بيا د نوموړي غيرت او وجدان دا نه قبلول چې د يهودانو څخه دي پيسې واخلي او فلسطين دي پر دوی باندي وپلوري خو له بده مرغه نن ډېرو اسلامي هيوادونو نه تنها دا چې فلسطين يې يهودانو ته خوشي کړی دی بلکې د خپلو هيوادونو واګي يې د يهودانو په اختيار کې ورکړي دي او د هغوی سره ډول ډول مرستي کوي.
فلسطين به تر هغه وخت پوري بيا د مسلمانانو په واکمنۍ کې داخل نه شي تر څو چې مسلمانان د ځان لپاره يو قوي اسلامي خلافت جوړ نه کړي او دا خبره هغه وخت شونې ده چې اوسني بېغیرته واکمان له واکه ليري شي او پر ځای يې د افغانستان غوندي اسلامي نظام حاکم شي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر