ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
د دوشنبې ورځ ۱۴۴۶ هـ ق کال ۲۲ د شوال، چې د ۱۴۰۴ هـ ش کال ۱ ثور سره موافقه ده امير المؤمنين حفظه الله د کندهار پوهنتون په عمومي جامع جومات کې د ټول افغانستان د پوهنتونونو د رئيسانو، د شرعياتو پوهنځيو رئيسانو او د شرعياتو پوهنځيو د ټولو استاذانو سره ملاقات وکړ.
تقريبا د سهار نه بجې وې چې اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د غونډي تالار ته داخل شو او خپله ګټوره وينا يې ګډونوالو ته واورول؛ امير المؤمنين حفظه الله د ټولو کډونوالو مخ ته پر لوړه چوکۍ کښېناست او خپله ارزښتناکه وينا يې پيل کړه، د وينا په پيل کي يې د علم پر ارزښت خورا ډېري مهمي خبري وکړې وروسته يې ټولو ګډونوالو ته په خطاب کې لاندي لاروښوونې وکړې:
۱ - د خلکو پر ذهنونو کار وکړئ او د سيلکولرانو په مقابل کې د نظام د فرامينو او احکامو څخه دفاع وکړئ. د اميرالمؤمنين حفظه الله اشاره و فکري مبارزې ته وه چې په عموم کې د باطل په وړاندي د هر مسلمان دنده ده او بيا په خاصه توګه د اسلامي نظام په دفاع کې د افغانانو او علماؤ مهمه وظيفه ده ځکه چې سيلکولران او يا بې دينه خلک تل د اسلامي نظامونو په وړاندي خلکو ته شکونه پيدا کوي او د اسلامي نظام پر ضد پروپاگند او ناوړه شبهات خپروي تر څو د اسلامي نظام نوم بد کړي او خلک يې پر ضد راوپاروي.
۲ - دويمه خبره چې امير المؤمنين حفظه الله يې په اړه ډېر ټينګار وکړ د مذهب ساتنه وه چې ټول يې د مذهب په ساتني امر کړه او بېله استثناء يې دا د ټولو پوهانو وجيبه وګڼله. دا ځکه د ټولو پوهانو او علماؤ وظيفه ده چې د مذهب په ساتلو کې د يووالي او اتفاق ساتنه ده او له بلي خوا د نفسي غوښتنو پسې د تللو د مخنيوي مهمه ذريعه ده له همدې امله موږ وينو چې په کومو ځايونو کې مذهب ضعيف او يا کمرنګه وي هلته به نه تنها دا چې په خلکو کې ډېر اختلافات وي بلکې ډېر خلک به د نفسي غوښتنو پسې روان وي چې په نتيجه کې به سمه لاره د خلکو څخه ورکه وي.
۳ – اميرالمؤمنين حفظه الله ټولو ګډونوالو ته هدايت وکړ چې تاسې زما لپاره خيرخواه وشئ او زه به ستاسې لپاره خيرخواه يم. د امير المؤمنين حفظه الله اشاره هغه حديث ته وه چې په صحيح مسلم کې راځي: عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: الدِّينُ النَّصِيحَةُ. قُلْنَا لِمَنْ؟ قَالَ: لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ.[صحيح مسلم: ۲۰۵] ژباړه: تميم داري رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دين خيرخواهي ده، موږ وويل: د چا لپاره خيرخواهي ده؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د الله لپاره، د الله د کتاب لپاره، د الله د رسول لپاره، د مسلمانانو د امامانو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره.
۴ – اميرالمؤمنين حفظه الله په ټولنه کې فرهنګي اصلاح ته په اشاره وويل: د جاهليت او ناپوهۍ سره مقابله د هر چا وظيفه ده آن تر دې چې د جاهليت او ناپوهانو د تلفظاتو د ويلو څخه لا بايد تاسې ډډه وکړئ چې په د ليل کې يې هغه د ابوداود شريف حديث ولوستئ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: تاسې د ماخستن لمانځه ته عتمه ما واياست لکه د جاهليت په زمانه کې چې خلکو ورته ويل، بلکې عشاء ورته وواياست. دا خبره د دې ښکارندويي کوي چې د اميرالمؤمنين حفظه الله سره په پوره توګه د ټولني غم دی او په فرهنګي برخه کې د اصلاحاتو او سمونونو غوښتونکی دی تر څو مسلمانان په خپل ژوند کې ښه اسلامي فرهنګ او کلچر ولري او د کفارو د فرهنګي يرغل څخه په امان وشي.
۵ – امير المؤمنين حفظه الله د اسلامي نظام څخه د مسلمانان طمعي او آرزو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: کله چې خلک د اميرالمؤمنين نوم اوري نو دستي يې د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه خلافت ورته په زړه کيږي. دا په دې معنی ده چې لکه حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه چې د عدالت او سمون څخه ډک نظام جوړ کړی وو هر اميرالمؤمنين بايد په خپل وخت کې د عدالت او سمون څخه ډک نظام جوړ کړي چې په نتيجه کې به هم الله تعالی خوشحاله شي او هم مسلمانان پر نظام باندي راټول شي.
۶ – اميرالمؤمنين حفظه الله د واليانو صاحبانو او نورو مسئولينو مسئوليت او حيثيت ته اشاره وکړه او ويې فرمايل: زموږ مسئولين او واليان بايد د خپلو اسلافو پر لاره باندي ولاړ شي او د هغوی لاره تعقيب کړي؛ هر والي بايد د ځانه سره فکر وکړي چې آيا په ده کې د سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه عدالت او اخلاص شته کنه؟ او بايد کوشش وکړي چې په حکومت کولو کې ځان د هغه غوندي جوړ کړي. د دې خبري څخه د اميرالمؤمنين حفظه الله هدف دا وو چې د اسلامي نظام لومړی او تر ټولو ښه بېلګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د اصحابو نظام دی نو که څوک غواړي اسلامي نظام جوړ کړي بايد د دوی تګلاره په ځان کې عملي کړي.
۷ – اميرالمؤمنين حفظه الله په نړۍ کې د مسلمانانو اوسني حالت ته هم اشاره وکړه چې نن مسلمانان د نړۍ په ګوټ گوټ کې په ډېر مظلوميت کې ژوند تېروي بلکې کفارو د مسلمانانو نسل وژنه شروع کړېده ځکه نو هر مسلمان بايد د دې حالت څخه د مسلمانانو د ايستلو کوښښ وکړي او هر وخت ضعيفو مسلمانانو ته دعا وکړي، همدا راز هر مسلمان بايد دعاء وکړي چې الله تعالی ټول مسلمان د خواجو(داعش)مفتني ډلي له شر څخه وساتي.
۸ – اميرالمؤمنين حفظه الله د غزې د مجاهدينو صبر او استقامت ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه: نن په فلسطين کې مسلمانان د يهودانو په مقابل کې ډېر سخت درېدلي دي، زموږ څخه يې د زغم او استقامت الهام اخيستی دی او موږ ته يې د مرستي کولو سترګي دي ځکه نو په هيڅ صورت تسليمۍ ته حاضر نه دي او تر دې دمه يې خپل جهاد او مبارزې ته په ډېري مېړاني سره دوام ورکړی دی.
۹ – اميرالمؤمنين حفظه الله د شل کلن اشغال په دوره کې د کفارو لخوا د مسلمانانو پر ضد د فکري جګړې پر مخ بيولو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه: کفارو نه يواځې زموږ کلي او کورونه ورانول بلکې زموږ عقيدې او فکرونه يې هم ورانول چې په دې برخه کې يواځي دغه استاذان ښه کار کولای شي او د خلکو پر فکر او عقيدې ښه کار کولای شي.
۱۰ – امير المؤمنين حفظه الله د علماؤ د ملګريتوب ارزښت ته په اشاره وويل: چې تاسې زما سره ملګري شی زه نه د شرق په قيصه کې يم نه د غرب.
اميرالمؤمنين حفظه الله ډېره هر اړخيزه وينا وکړه او د يادو لسو مواردو تر څنګ يې نوري ارزښتناکې خبري هم وکړې خو موږ د اختصار په نيت دغه لس خبري وليکلې.
په همدې غونډه کې د ځينو ګډونوالو په غوښتنه اميرالمؤمنين حفظه الله د تميم داري رضي الله عنه پورته حديث په اسناد باندي ګډونوالو ته ولوست او د هغه څخه يې د اورېدلو د روايت اجازه ورکړه چې الحمدلله امير المؤمنين د ټولو ګډونوالو استاذ هم شو.
د غونډي په آخره کې ټولو ګډونوالو چې تقريبا ۲۰۰۰ نفره کېدل د اميرالمؤمنين حفظه الله سره بيعت هم تجديد کړ او په خوښيو او ولولو سره يې د اميرالمؤمنين حفظه الله سره د شرعي بيعت آواز بدرګه کړ، ياد مبارک مجلس د امير المؤمنين حفظه الله لخوا په جامعي دعا باندي پای ته ورسېدل.
لنډه تبصره او تحليل:
الف: د اميرالمؤمنین شيخ الحدیث والتفسير هبة الله آخند زاده صاحب د ليدلو څخه بصیرت والا انسان ته دا ثابتيږي چې اميرالمؤمنین حفظه الله ډېر زیات دروند شخصيت دی او په ډېرو الهامي نظرياتو الله تعالی نازولی دی همدا راز د خبرو څخه يې له ورايه ښکاري چې اميرالمؤمنین حفظه الله ته الله تعالی په علم او پوهه کې ځانګړی مهارت ورکړی دی چې په شرعي، سياسي او اجتماعي لحاظ په رښتيا توګه د همدې منصب لائق دی؛ الله تعالی دي د پوره صحت او برياليتوب سره اوږ عمر ورکړي.
ب: د مشرانو لخوا د عامو مسلمانانو سره رابطه ټينګول او د هغوی سره ليده کاته د دې سبب ګرځي چې د مشرانو او کشرانو تر منځ واټن کم شي او په هره برخه کې يې تر منځ همږغي راشي لکه د لاندي حديث څخه چې ښکاري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه وو په منځ کې عادي ژوند تېروی او د هغوی سره يې ليدل:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ يُخَالِطُنَا حَتَّى يَقُولَ لأَخٍ لِي صَغِيرٍ : يَا أَبَا عُمَيْرٍ مَا فَعَلَ النُّغَيْرُ ؟.[سنن ابن ماجه3720] ژباړه: انس بن مالک وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به زموږ سره وخت تېراوه، آن تر دې چې زما کوچني ورور ته به يې ويل: ای ابا عمير! ستا مرغۍ څه شوه؟.
د مشرانو لخوا د خلکو سره ملاقات کول او ليدل ډېري ګټي لري چې يو څو دانې يې په لاندي ډول بيانوو:
۱ - د اعتماد فضا رامنځته کېدل:
کله چې مشر له خلکو سره مخامخ ناستې کوي په دې باندي د باور او اعتماد فضا رامنځته کيږي چې په نتيجه کې د خلکو سره داسي احساس کيږي چې مشر يې يواځې پر کاغذ او خبرو نه، بلکې په عمل کې هم د دوی غمخوار دی.
۲ - د ستونزو د حل لپاره کليدي لاري پيدا کېدل:
د ولس ستونزې يواځې د راپورونو او مکتوبونو له لارې نه حل کېږي، بلکې هغه مشر تل بريالی وي چې له ولس يا د ولس له نماينده ګانو سره مستقيمې خبرې کوي او د حل لاره له ولس څخه خپله په مستقيمه توګه پوښتي.
۳ - د اسلامي لارښوونو سره سم عمل کول:
رسول الله صلی الله عليه وسلم به د صحابهوو او عامو مسلمانانو خلکو سره وخت تېروی، خبري يې اورېدلې، مشورې يې اخيستې او شکايتونو ته به يې غوږ نيوه. دا سيرت د هر مسلمان مشر لپاره غوره بېلګه ده.
۴ – د تواضع او عاجزۍ څرګندونه:
هر مشر چې له خلکو سره ناستې کوي، دا ښيي چې هغه مشر الله تعالی د تکبر څخه ساتلی دی، متواضع شخصيت دی او د خلکو درد ته رسېدونکی انسان دی چې په داسي تواضع باندي د مشر عزت نور هم ډېريږي.
۵ - د يووالي او همږغۍ سبب کېږي:
د خلکو او مشر ترمنځ ناستې اختلافات کموي، سهوي او تېروتني اصلاح کوي او د زړه له کومي اتحاد رامنځته کوي.
۶ – مبارزينو ته يې بارزه ګټه:
په دې خاطر چې د اوسني خلکو عقل په حواسو کې دی نو ځکه ډېری وختونه د مشر د شتون څخه انکار کوي لکه زموږ په زمانه کې چې ځيني هغه خلک چې فکرونه يې مسخ شوي دي د اميرالمؤمنين حفظه الله د وجود څخه انکار کوي او په نظري، عقلي او خبري دلائلو يې قناعت نه کيږي نو کله يې چې څوک وويني د دې پر ځای چې هغه نور اطرافي دلائل وايي په خپلې مشاهدې باندي استدلال کوي چې منل يې حتمي يا غالب دي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر