۱۴۰۴/۰۲/۱۲

که مشر پر خپلو خلکو بدګماني وکړي!

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چې کله پر خلکو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.

توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چې کوم مشر په خلکو کې د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ شي نو هغوی فاسد او خرابوي چې په نتيجه کې د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چې ده يې ورباندي ګمان کوی. 

د حديث مقصد دا دی چې امام او مشر بايد د خلکو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نه شي ځکه چې نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چې د عيب څخه دي خالي وي نو که چېري مشر د دوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه شي او ژوند به يې تنګ شي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، د دوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]

مشر بايد تل پر خپلو خلکو او رعيت نيک ګمان ولري مګر دا چې کوم شی په خپلو سترګو وويني يا د کوم شي په اړه کره معلومامت ورته راشي؛ داسي دي نه کوي چې د احتمالاتو او تخمین پر اساس پر خپلو خلکو بد ګمانه وي ځکه د لاندي حديث په حواله داسي بد ګماني د ولس د خرابوالي سبب جوړيږي.

تنبيه: مشر کولای شي د خپلو خلکو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني د دغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.

عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود ۴۸۹۱] ژباړه: که مشر په خلکو کې د شک پلټنه وکړي نو دوی به خراب کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: