۱۴۰۳/۰۲/۱۹

د مرکزي غزې وروسته د رفح ښاګوټی د تولي نړۍ په مخ کې ورانيږي:

د اسلامي او غير اسلامي ټولي نړۍ په مخ کې اسرائيلو په ډېري بد معاشۍ سره په غزه کې د رفح پر ښارګوټي هم حمله وکړه او پر مظلومو ځايي او بې ځايه سوو فلسطينيانو يې ډېره درنه بمباري وکړه؛ د اسرائيلو په وينا چې دوی به پر رفح خپل بريدونه همداسي دوامداره ساتي.

اسلامي نړۍ نن تر بل هر وخت د بې غيرتۍ او غفلت په مرګوني خوب کې د بې ايمانه او بې غيرته حاکمانو له لاسه ويده ده که يواځي عربي هيوادونو تنها دومره کړي وای چې خپله مځکه، فضاء او سواحل يې د اسرائيلو پر مخ بند کړي وای زه په پوره ډاډ سره وايم چې نه تنها دا چې اسرائيلو به پر غزې خپل بریدونه درولي وای بلکې په ډېر لږ وخت کې به د غزې مجاهدين ورباندي بر لاسي سوي وای او تر تل ابیب به يې اسرائيل په ګونډو کړي وای.

خو له بده مرغه چې تر ټولو مخکي د  فلسطين سره ګاونډیو اسلامي هیوادونو لکه مصر او اردن خپله مځکه او فضا د اسرائيلو او امريکا په اختیار کې ورکړه او تر اوسه ترکيه او نور عربي هيوادونه د مظلومو مسلمانانو وژلو ته لاس تر زني ناست دي او ننداره يې کوي بلکې تر تولو لا بده خبره دا ده چې تر اوسه دوی د ظالمو اسرائيلو سره خپلي سیاسي، نظامي او اقتصادي اړیکي همداسي ګرمي ساتلي دي.

که په سوشل ميډیا کې پر خبرونو باور وسي خو تر اوسه د ترکيې بمونه او د سعودي او متحده اماراتو تېل په ورځني ډول په پېخر اسرائیلو ته روان دي.

د امریکا، بريتانیا، آلمان، ايټاليا، فرانسې او نورو کفري هيوادونو څخه موږ ګيله نه کوو او نه هم د مرستي او بشر دوستي طمعه ورته لرو ګیله مو د هغو کسانو څخه ده چې ځانونو ته مسلمانان وايي خو بيا هم د غزې په موضوع کې د امريکا او اسرائيلو تر څنګ دریږي؛ الله تعالی مو په خپل قدرت کامله سره تباه او برباد کړه چې ستاسي د بې غیرتۍ او کفري غلامۍ په سبب نن پر مسلمانانو مځکه تور تبی ده!

مسلمانانو وړونو! که مو نور په وسه نه وي پوره د ښځو غوندي دعا خو کولای سو؛ راځئ چې تر ټولو مخکې د اسلامي هيوادونو حاکمانو ته دعا وکړو چې که يې هدايت او غيرت مقدر نه وي الله تعالی يې را څخه واخلي او داسي سوچه اسلامي او غيرتي نظام په ټولو هيوادونو کې حاکم کړي لکه په افغانستان کې چې يې حاکم کړی دی.

بيا د غزې مسلمانانو ته په اخلاص دعا وکړو چې الله تعالی يې د خپل غيب څخه نصرت وکړي او کفري نړۍ داسي وشرموي لکه په افغانستان کې چې یې وشرمول.

دا د ټول بشر په تاريخ کې د ټولي نړۍ په خاصه توګه د مسلمانانو پر ټنډه تور داغ دی چې د دوی په مخ کې د غزې د مرکز وروسته د رفح ښارګوتی د اسرائيلي غاصبو ځناورانو لخوا ورانيږي او مظلوم مسلمانان په ډېر وحشت او بربريت سره شهيدانيږي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: