۱۴۰۳/۰۲/۲۲

په ټولنه کې د رسنيو د ځينو منفي تأثيراتو ځيني کوچنۍ بيلګي:

په هر هيواد کې  رسنۍ د ملت د سترګو، غوږونو او خولې حيثيت لري او د دوی ږغ د ولس ږغ بلل کيږي له همدې امله يې پر ټولنه باندي تأثير هم ډېر دی د بېلګي په ډول.
۱ – په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ ميلادي کلونو کې د الربيع العربي، عربي پسرلي Arab Spring په نامه چې کوم خوځښتونه پيل سوه چې په ځينو هيوادونو کې يې حکومتونه راوپرځول او نوي حکومتونه جوړ شوه او په ځينو هيوادونو کې لکه سوريه او ليبيا د داخلي جنګونو لامل شوه لوی محرک يې همدغه رسنۍ وې.

۲ – په ۱۸۶۸ ميلادي کال کې چې يهودي الاصل مدحت باشا د عثماني خلافت د وخت پر صدراعظم محمود نديم باندي کودتا وکړه او په زوره يې ځان صدراعظم کړ د هغه وخت د رسنيو څخه په استفاده يې د خلافت پر ضد تبلیغات پيل کړه، د سلطان عبدالعزيز مخالفت ته يې خلګ را وپارول چې بالآخره هغه يې په مرموزه توګه شهيد کړ، د هغه وروسته چې پنځم سلطان مراد خلافت ته ورسېدی د همدغه رسنيو په واسطه يې هغه ليونی معرفي کړ چې په نتيجه کې خلک او د خلافت نور مشران يې پر ضد راپورته شوه او هغه يې د قدرت څخه ليري کړ.

۳ – په ۱۳۵۷ کال کې پر ۷ د ثور پر سردار محمد داود باندي د حفيظ الله امين او نورمحمد ترکي لخوا چې کله کودتاه وشوه تر ټولو مخکې دوی ملي راډيو ټلويزيون اشغال کړ او د هغه ځای څخه يې د خپل انقلاب آواز پورته کړ وروسته يې نورو ځايونو او ارګ ته مخه کړه او د کودتاه په عملي کولو کې بريالي شوه.

۴ – په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د طالبانو د اسلامي تحريک پر ضد امريکايانو جګړه پيل کړه تر ټولو مخکې يې يوه ګرځنده راډيو جوړه کړه چې پر AM موج يې نشرات کول او ټوله ورځ يې افغانانو ته غولوونکي خبري کولې، او هم مهاله يې آزادي راډيو چې يو وخت يې نشرات کول خو بيا يې نشرات درېدلي وه بيرته فعاله کړه چې د ۱۵ د قيقو څخه يې نشرات په تدريجي ډول ۱۲ ساعته ته وغځېدل چې اوس يې نشرات دوام لري.

۵ – بي بي سي چې د روسانو د اشغال په وخت کې يې د افغانانو په ګټه نشرات کول هماغه وخت يې په خلګو کې اعتبار پيدا کړ چې تر اوسه يې خلګ اوري سره د دې چې د امريکايانو د راتګ سره د بي بي سي پاليسۍ هم پوره تغيير کړی وو او موږ ټوله شاهدان يو چې د بي بي سي په شمول ټولو غربي رسنيو د افغان ولس په تاوان باندي نشرات کول او لوی لوی حقائق يې د خلکو څخه پټول البته د شرائطو په بدلون دا څو کاله کيږي چي د بي بي سي په شمول ډېري غربي رسنۍ په نسبي ډول د حقائقو ويلو ته مجبوره شويدي.

۶ – په ټولي نړۍ کې په خاصه توګه په افغانستان کې چې کوم فکري او سياسي انحراف په عمومي ډول په ټولو خلګو کې بيا په خاصه توګه په ځوانانو کې ډېر سوی دی سبب يې همدغه منحرفي رسنۍ دي ځکه دا ټوله خلک پرديو او کفارو په مستقيم ډول نه دي روزلي بلکې د رسنيو په تزويري خبرونو، تحليلونو، تبصرو، فيلمونو، سريالونو او تبليغاتو باندي د  لاري څخه اووښتي دي.

۷ ـ د خلکو سره چې څومره منفيګرايي پيدا شوې ده او عقل يې سترګو ته را رسېدلی دی ډېره فيصدي يې د رسنيو د ناوړه نشراتو نتيجه ده ځکه خلک داسي فکر کوي چې يوه موضوع هغه وخت رښتينې بلل کیږي چې د رسنیو لخوا نشر شي.

د رسنيو ياد تأثير ته په پام داسي ويلی شو چې هيڅ وخت بايد رسنۍ ناديده و نه نيسو بلکې نظام يې بايد د پوره څارني ترڅنګ د بديل په لټون کې شي او خلک بايد د رسنيو په ښه او بد کې د خپلو علماؤ او مشرانو خبري ومني؛ خلک بايد د رسنيو پر هري خبري باور ونګړي بلکې هره خبره يې بايد د حقيقت په ترازو وتلي؛ ښه خبره يې واخلي او ناسمه خبره يې وغورځوي.

د نا اهله رسنيو د اصلاح او سمون لپاره بايد ګډ او کوټلي کامونه واخيستل شي او د دوی خپروني، تحليلونه، خبرونه، اداري تشکيلات او ټول نشراتي فعاليت د دين او افغاني فرهنګ چوکاټ ته داخل شي تر څو د رسنيو له کبله د اوسني او راتلونکي خطرونو مخه ونيول شي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: