۱۴۰۳/۰۶/۲۰

د بیان کولو آداب:(لومړی برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
تبليغ او بيان د دعوت هغه مهمه وسيله ده چې په مټ يې نيکي خبري تر نورو انسانانو رسيږي او په ټولنه کې د اصلاح لپاره کوټلي ګامونه پورته کيږي ځکه چې د دعوت په ذريعه د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ارزښتناکه وظيفه تر سره کيږي کومه چې په اسلامي ټولنه کې هر فرد د توان او علم په اندازه ورباندي مکلف دی خو د دې لپاره چې تبليغ او بيان ښه مؤثر تمام شي مبلغ بايد په ډېر اخلاص سره تأثير کوونکی او د ريا څخه خالي بيان د ښه موضوع په انتخاب سره خلکو ته وړاندي کړي، او مخکې له مخکې پوره آماده ګۍ ونيسي تر څو په ښه اطمينان سره د کميت او وخت په لحاظ منځنی او متوسط بيان چې پر ښه عناصرو مشتمل وي خپلو عامو مخاطبينو ته ورسوي.

د هر کار کول هغه وخت ډېر مؤثر تماميږي چې اصول پکې مراعات شي او موجوده آدابو ته پاملرنه پکې وشي کنه نو نه تنها دا چې ګټه به ونلري ممکن ځيني وختونه تاوان هم وکړي؛ د اسلام د مبارک دين د ساتني او غځولو د څلورو مهمو لارو څخه يوه لاره دعوت دی چې د توان سره سم هر مسلمان فرد يې په اړه مسئوليت لري او د دعوت د مهمو طريقو څخه يوه طريقه بيان او تبليغ کول دي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا تر اوسه د منبر له لاري خلکو ته رسيږي خو د دې لپاره چې بيان مؤثر تمام شي او ګټه  يې حس شي بايد هغه آداب په پام کې ونيول شي کوم چې د علماؤ لخوا د بيان لپاره وضع شوي دي تر څو وخت هم ضايع نشي او د بيان څخه چې کومه موخه لرو هغه هم په لاس راشي؛ په لاندي څېړنه کې به په ډاګه شي چې د بيان کولو لپاره اړين آداب کوم دي او څنګه يو بيان کوونکی پر آدابو مشتمل بيان کولای شي؟

د بیان پېژندنه
بیان په پښتو ژبه کې د مقولې، قول، وینا، وعظ، تقریر، خبری، سپړنه، تشریح کول او څرګندونی په معنی راځی؛ په عربی ژبه کې يې معادل موعظه ده چې په لغت کې د وېرونی، ترټنی، د خیر یادونی او په نیکو د وصیت کولو په معنی راځی او په اصطلاح کې قناعت کوونکو بیانونو او ګټورو عبرتونو ته ویل کیږی.(زاهد پښتو قاموس:1/121) ( العين، خليل بن أحمد الفراهيدي: 2 /228) (تفسير البيضاوي 3/426)

د بيان او دعوت تر منځ رابطه
بيان د دعوت يو مهمه لار ده چې په مټ يې ډېری وختونه خلک نيکو کارونو او کړنو ته رابلل کيږي؛ په آيت شريف کې راځي: ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِيلِهِ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (125)
ژباړه: د خپل پروردګار لاري ته په حکمت او نيکه موعظه بلنه ورکړه او د دوی سره په داسي طريقه جګړه وکړه چې ښه وي، يقينا چې ستا پروردګار په هغه چا ښه خبر دی چې د ده د لاري څخه ګمراه وي او الله په لاره پيدا کوونکو ښه خبر دی.
په دې آيت کې الله تعالی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته امر کوي چې د بيان او وعظ له لاري خلکو ته دعوت ورکړه چې دا خپله د دې ښکارندويي کوي چې بيان د دعوت سره تړلی او د هغه لپاره يوه مهمه لار ده.
د ډېرو احاديثو څخه داسي ښکاري چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان او وعظ له لاري مسلمانان تقوی او اطاعت ته رابلل؛ عرباض بن ساريه رضي الله عنه روايت کوي چې يوه ورځ د سهار د لمانځه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته داسي هراړخيز بيان وکړ چې له امله يې د خلکو د سترګو څخه اوښکي و بهېدلې او زړونه و وېرېدل.(سنن ترمذي 2676: 5/44)

آيا بيان مسلمانانو ته ګټه کوي؟
د دې پوښتنه جواب سل په سلو کې  مثبت دی ځکه چې د قرآن آيت دی: وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ (قرآن، الذاريات:55) ژباړه: تبليغ وکړه ځکه چې تبليغ کول مؤمنانو ته ګټه کوي. په تفسير طبري کې د دې آيت په تفسير کې راځي: ای محمده هغه کسانو ته چې ته لېږل شوی يې تبليغ وکړه ځکه چې تبليغ مؤمنانو ته ګټه کوي.(تفسير طبري:21/553)
تبليغ کول يو د هغو مسئوليتونو څخه دی چې الله تعالی انبياؤ ته ورکړي دي ځکه نو انبياء د تبليغ په کولو مکلف دي او اوس چې انبياء نشته د دوی ځای ناستي يعني علماء د تبليغ په کولو مکلف دي خو ګټه يې لکه په قرآن چې ثابته ده په تجربه او عادت هم ثابته ده.

هیچ نظری موجود نیست: