۱۴۰۳/۰۵/۲۳

شل کلن اشغال، خپلواکي او زموږ مسئوليتونه:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د شل کلن اشغال لنډ انځور:
کله چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې امريکايانو د ټولو عقلي او نړيوالو اصولو او نورمونو پر خلاف پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او د يو څو نا اهلو غولېدلو انسانانو په ملتيا يې اسلامي نظام ړنګ او هيواد يې اشغال کړ د هماغه ورځي څخه پر هيواد د هراړخيزي تباهۍ او بربادۍ دروازې را خلاصي شوې.
د يرغل په پيل کې يې د هيواد ډېری عام المنفعه ځايونه، ټول رادارونه، طيارې او چورلکي، لويي وسلې او هوايي ډګرونه بمبار کړه چې تقريبا ټول شيان يې له کاره و ايستل او د اسلامي امارت د مجاهدينو سره يې د څه مدې په جګړه کې زموږ ډېر بې ګناه افغانان شهيدان کړه.
کله چې د افغانانو لخوا د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په رهبرۍ د دوی پر ضد سپېڅلی جهاد پيل شو د هماغه ورځي څخه بيا د دوی تر ماتي پوري يې داسي ظلمونه وکړه چې په تاريخ کې يې ساری نه وو تېر شوی؛ پوره پوره کلي يې بمبار کړه، ودونه او جنازې يې بمبار کړې، بې ګناه خلک يې بمبار کړه او آن تر دې چې تر ټولو غټ د بمونو مور يې هم پر هيواد وکارول.
د مځکي پر مخ يې د خپلو لاسپوڅو په ملتيا پر مظلومو افغانانو باندي اور بل کړ، چاپې يې ووهلې، په زرهاوو کلي يې وران کړه او په لکهاوو مظلوم افغانان يې شهيدان، کونډي، يتيمان او ژوبل کړه او که جزئياتو ته ولاړ شو نو ويلای شو چې د هر افغان کور ته يې بې شمېره غمونه راوړه.
امريکايانو او د هغوی ملګرو هيوادونو د نظامي جګړې تر څنګ خپله فکري او فرهنګي جګړه هم ښه په توندۍ سره جاري ساتلې وه چې د افغانانو د ګمراه کولو لپاره يې خپل ټول امکانات په کار باندي واچول؛ ډېر ټلويزيونونه، راډيوګاني، مجلې، ورځپاڼي، ويب پاڼي او په سوشل ميډيا کي پاڼي يې د افغانانو د ګمراه کولو لپاره پر لاره کړې چې په زرهاوو منحرف او ګمراه انسانان يې  د افغانانو د بې لاري کولو لپاره پکښې وګمارل چې په منظم ډول به يې د ګڼو لارو څخه د اسلام او افغاني کلتور پر ضد نشرات کول؛ آن تر دې چې په ځينو ځايونو کې يې د منسوخ کتاب انجيل نسخې هم پر خلکو ووېشلې؛ لنډه دا چې پر افغانانو يې د هري خوا څخه د ارتداد، انحراف او ګمراه کېدلو کړکۍ را خلاصي کړې.
د بلي خوا يې پر افغانانو د سيکولر نظام حاکم کولو لپاره کار پيل کړ؛ غولوونکي ټاکني يې شروع کړې، د بهر څخه روزل شوي سيکولران يې هيواد ته را واستول، زاړه کمونستان او د چوکيو شوقيان يې د غلامۍ پر پښو ودرول، د خپلي خوښي نظام جوړولو په موخه يې ميلياردونه ډالر افغانستان ته راولېږل او په دې ګمان چې افغانستان به زما لپاره د هضمولو ښه غوړه ګوله وي ګڼ شمېر غربي مؤسسات يې په مختلفو نومونو افغانستان ته راواستول تر څو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي او له لاري يې پر ټولي آسيا حکومت وکړي.
خو د وړاندوينو، اټکلنو، تخمين او عادت پر خلاف الله تعالی د دې فيصله کړېوه چې امريکايان به د افغان مجاهدينو په لاس ماتي خوري او د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په وينا د ليست د سر څخه به و پای ته راځي چې همداسي وشوه او د ډېري نظامي، سياسي، فکري او فرهنګي مبارزې وروسته په ۱۴۰۰ لمريز کال کي د زمري(اسد) پر ۲۴ د افغانو سرتيرو مجاهدینو په وړاندي مات شول او ګران افغانستان د دوی د چټل او پليت نيواک څخه خلاص شو.(ولله الحمد والمنة)

د اشغال زېږنده:
د شل کلن اشغال په وخت کې لاندي شیان را پیدا شوه:
۱ – فکري او سياسي انحراف.
۲- فحشاء او بې حيايي.
۳ – آزاد بازار او سود خوري.
۴ – قومي او اقليمي ترپګني.
۵ – فاسده او مبتذله ميډيا.
۶ – سکولاريزم او بۍ ديني.
۷ – اخلاقي او اداري فساد.
۸ – د غربي دودونو ترويج.
۹ – د علماؤ او ديني مخورو بې احترامي.
۱۰ – مقدساتو او ديني شعائرو ته سپکاوی.
۱۱ – شرعي او ديني علوم بې اعتباره کول.
۱۲ – ماده پرستي.
۱۳ – د بيان د آزادۍ په نوم بدګويي.
۱۴ – په ټلويزيونونو کې د ښځو رقص او په راډيوګانو د ښځو زمزمې.
۱۵ – په ټلويزيونونو کې کفري سريالونه او په راډيو ګانو کې فسقي تمثيلونه او ډرامې.
۱۶ – د ځينو بې لاري انسانانو په ذريعه د دين تحريف.
۱۷ – د ښځو او نارينه وو ترمنځ فاسد مساوات.
۱۸ – د مدني فعالانو په نوم غربيانو ته جاسوسي او مزدوري.
۱۹ – د خانه امن په نوم فحاش خانې.
۲۰- د خانه ملت او جرګې په نوم د بدماشانو باندونه.
۲۱ – د 01 ،02 ،03 ،04 په نوم لښخوران.
۲۲ – د اربکيانو په نوم غله او لوټماران.
۲۳ – او داسي نور......

د اوسني نظام او خلکو مسئوليت:
د اشغال څخه را پیدا شوي شیان ځيني د اشغال په وخت کې د مجاهدينو د جهاد او په ښارونو کې د حقاني علماو او ويښو مسلمانانو د مبارزې په نتيجه کې له منځه ولاړه او ځيني يې د امريکايانو د وتلو او جمهوريت د ورانېدلو سره سم ختم شوه خو ځيني به ممکن تر ډېره وخته پوري په فکري لحاظ پاتي وي؛ بناءً زموږ د ټولو دا مسئوليت دی چې لکه امريکايان چې مو په ګډه مبارزه د هيواد څخه و ايستل امريکائيتوب هم په ګډه مبارزه د هيواد څخه ورک کړو او د خپل اوسني حاکم نظام سره په مرسته په ډېره حوصله او منظم پلان په هر ډګر کې د اسلامي حاکميت پوره سمبالښت او اسلامي فکر لپاره کار وکړو.

د شکر آداء کول:
دا يقيني خبره ده چې د امريکايانو په ماتي کې پر افغانانو الله تعالی ډېر احسان وکړ او دا د الله تعالی فضل وو چي دومره لوی زبرځواک يې د کمزورو افغانانو په لاس مات کړ ځکه نو موږ بايد پر دو شيانو ډېر د الله تعالی شکر آداء کړو: لومړی د امريکايانو پر ماتي دويم د اسلامي نظام پر حاکميت؛ ځکه د امريکايانو د ماتي څخه مخکي افغانانو دوې نوري امپراطورۍ هم ماتي کړيدي خو وروسته يې اسلامي حاکميت نه دی راغلی نو لکه د امريکايانو په ماتي کې چې مو د الله تعالی څخه نصرت غوښتی د دې نظام پر قوي کېدلو، خوندي پاته کېدلو او پوره سمبالېدلو هم د الله تعالی څخه توفيق وغواړو او د هر پر مختګ سره الله تعالی له ياده و نه باسو او د لاندي شيانو عملي کول د ځان دنده وبولو:
۱ – د تکبر، غرور او ځان ځانۍ څخه ځان وساتو او هر څه د الله تعالی د توفيق نتيجه وبولو.
۲ - د خپلو مشرانو اطاعت وکړو او نور خلک يې  اطاعت ته را وبولو.
۳ – په وظيفو او مسئوليتونو کې د درغلۍ، خيانت او غفلت څخه ځان وساتو او د وطن په خدمت کې تر خپل توان ډېر کار وکړو.
۴ – د هيوادوالو تر منځ هيڅ ډول تبعيض او ترپګنۍ ته اجازه ورنکړو او کوښښ وکړو چې ټول هيوادوال د اسلام او افغان پر نوم سره راټول شي.
۵ – د هيواد او هيوادوالو په ګټه په لاس راغلي فرصتونه له لاسه ورنګړو او ټولو هيوادوالو ته په هيواد کې د مصروف کېدلو زمينه برابره کړو.
۶ – په فکري او فرهنګي برخو کې دومره فعال او چټک کار وکړو چي دښمنان دوستان کړو او دوستان نور هم ځان ته نژدې کړو.
۷ – په نظامي، سياسي، اقتصادي، تعليمي او اصلاحي برخو کي د داسي ميکانيزم له مخي کار وکړو چې په پنځه واړو کې د خپلواکۍ تر څنګ نوي نوښتونه ولرو او په يادو برخو کي د نړۍ په کچه پوره تکامل ته ورسيږو.
۸ – پر رجال جوړوني او ملت جوړوني داسي تمرکز وکړو چې هري برخي ته مسلکي کسان وروزو او د نظام او ملت تر منځ د واټن پيدا کېدلو مخه ونيول شي. 
۹ – د سالمي حکومتولۍ په جوړولو سره ټولو هيوادوالو ته د اړتيا سره سم په هر اړخيز ډول اړين خدمتونه عرضه کړو.

هیچ نظری موجود نیست: