ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
علي بن محمد الجرجاني په خپل کتاب التعريفات کې د ادب په تعريف کې ليکي: الأدب عبارة عن معرفة ما يحترز به عن جميع أنواع الخطأ.(التعريفات:1/29) ژباړه: ادب د پېژندلو څخه د هغو شيانو عبارت دی چې انسان په هغه باندي د ټولو اقسامو څخه د خطا ساتل کېدلای شي.
زموږ هدف هم د آدابو څخه هغه شيان دي چې بيان کوونکی د بيان په برخه کې د خطاګانو او نيمګړتياوو څخه ورباندي ساتل کېدلای شي چې په لاندي ډول بيانيږي:
1 – اخلاص: تبلیغ کوونکی باید تر ټولو مخکې خپل نیت سم کړي او په پوره اخلاص بیان وکړي؛ په بیان کې اخلاص کول دوې مهمي ګټي لري: لومړی ګټه یې دا ده چې پر تبلیغ یې ثواب مرتب کیږي ځکه چې د اخلاص په درلودلو یې بیان د الله تعالی لپاره ګرځي چې طبعا الله تعالی ثواب ورته ورکوي، دویمه ګټه یې دا ده چې پر حاضرینو او مخاطبینو تأثیر کوي ځکه په بیان کې اخلاص د معنوي تأثیر پیدا کېدلو سبب جوړیږي چې ارومرو پر حاضرینو مثبته اغېزه کوي.
الله تعالی فرمایي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ...(قرآن، البینة: 5) ژباړه: دوی نه دي امر شوي مګر په دې باندي چې د الله تعالی عبادت وکړي په داسي حال کې چې خپل عبادت یواځي د الله لپاره وګرځوي، د باطل څخه حق ته مایل وشي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: إنما الأعمال بالنیات و إنما لکل امرئ ما نوی.(صحیح البخاری1:1/2) ژباړه: یقینا چې عملونه په نیتونو پوري اړه لري او د هر انسان لپاره هغه څه شته چې نیت یې کړی وي.
دا چې د الله لپاره اخلاص او نصیحت څه شی دی په لاندي اثر کې یې ښه بیان کیږي:
عَنْ أَبِي ثُمَامَةَ ، قَالَ : قَالَ الْحَوَارِيُّونَ : يَا عِيسَى ، مَا الإِخْلاَصُ لِلَّهِ ؟ قَالَ : أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ الْعَمَلَ لاَ يُحِبُّ أَنْ يَحْمَدَهُ عَلَيْهِ أَحَدٌ مِنَ النَّاسِ ، وَالْمُنَاصِحُ لِلَّهِ الَّذِي يَبْدَأُ بِحَقِّ اللهِ قَبْلَ حَقِّ النَّاسِ ، يُؤْثِرُ حَقَّ اللهِ عَلَى حَقِّ النَّاسِ ، وَإِذَا عُرِضَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلدُّنْيَا ، وَالآخَرُ لِلآخِرَةِ ، بَدَأَ بِأَمْرِ الآخِرَةِ قَبْلَ أَمْرِ الدُّنْيَا.(مصنف إبن أبي شيبة35375 :13/194)
ژباړه: د ابي ثمامه څخه روايت دی چې حواريونو عيسی عليه السلام ته وويل: د الله لپاره اخلاص څشی دی؟ عيسی عليه السلام ورته وويل: د الله لپاره اخلاص دا دی چې يو څوک(ښه) کار کوي خو دا يې نه خوښيږي چې خلک یې ستاينه ورباندي وکړي او د الله لپاره نصيحت کوونکی هغه څوک دی چې د الله حق د خلکو د حق څخه مخکي شروع کوي، د الله حق ته د خلکو پر حق ترجيح ورکوي او چې کله دوه کارونه ورته پيدا شي چې يو د دنيا کار وي او بل د آخرت کار وي دی د آخرت کار د دنيا تر کار مخکي شروع کوي.
2 - د ريا، فسق او حسد څخه ځان ساتل: تبليغ کوونکی بايد د ريا، فسق او حسد څخه پاک وي، همداسي د ځان ښووني او تکبر څخه بېزاره وي او د انسانانو لپاره د خيرخواهۍ غوښتونکی وي.
د دې صفاتو درلودل ځکه مهم دې چې د دې صفاتو په درلودلو سره نه تنها دا چې د انسان تبليغ مؤثر تماميږي بلکې انسان د ښه مبلغ بېلګه جوړيږي او تبليغ ته يې خلک د غمخوارۍ او خيرخواهۍ په سترګه ګوري چې په نتيجه کې يې هره خبره د نورو انسانانو زړونو ته تېريږي او الله تعالی ډېر معنويات ورباندي مرتب کوي.
نوح عليه السلام خپل قوم ته فرمايي: أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ.(قرآن، الأعراف62) ژباړه: زه تاسي ته د الله تعالی پيغامونه رسوم، نصيحت درته کوم او زه د الله تعالی له لوري په داسي شيانو پوهېږم چې تاسي نه په پوهېږی.
دا د الله تعالی اراده وه چې د نوح عليه السلام د قوم څخه ډېرو کسانو د ده تبليغ و نه منی کنه نو نوح عليه السلام خو په ډېر اخلاص او خيرخواهۍ سره تبليغ ورته کوی؛ چې د مبلغ مسئوليت هم دغه دی چې دی ځان ورته جوړ کړي که يې خلک خبره مني او که يې نه مني او که خلک ښه راغلاست ورته وايي او که يې نه ورته وايي ځکه د انسانانو هدايت د الله تعالی په قدرت کې دی انسان تنها په ښه طريقه د الله تعالی د پيغام په رسولو مکلف دی.
په حديث شريف کې راځي: الدين النصيحة.(صحيح مسلم 205: 1/53) يعني دين خيرخواهي ده؛ موږ هغه وخت خلکو ته دين د خيرخواهۍ تر عنوان لاندي رسولای شو چې د دين رسولو او تبليغ کولو مهمي لاري چاري او آداب زده کړو او بيا په چوکاټ کې خلکو ته سالم او اړين بيانونه وکړو.
3 – تأثير کوونکی بيان: بيان کوونکی بايد داسي بيان وکړي چې خلک ورڅخه متأثر شي او د دې کوښښ به کوي چې د ناستو کسانو تر زړونو پوري خپل وعظ او تبليغ ورسوي نه يواځي تر غوږونو پوري؛ لکه په حديث کې د ترمذي چې راځي: عرباض بن ساريه رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار د لمانځه وروسته موږ ته داسي جامع تبليغ وکړ چې په سبب يې د ناستو کسانو سترګي و بهېدلې او زړونه يې و وېرېدل.
د ناستو کسانو د سترګو څخه اوښکي ځکه بهېدلي او زړونه يې ځکه وېرېدلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جامع او هراړخيز مؤثر بيان کړی دی او داسي بيان ارومرو پر ناستو کسانو تأثير کوي لکه په قرآن شريف کې چې الله تعالی فرمايي: وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ.[الذاريات55] ژباړه: وعظ وکړه يقينا چې وعظ مؤمنانو ته ګټه کوي؛ ابن جرير طبري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکي: يعني ای محمده هغو کسانو ته چې ته رالېږل شوی يې تبليغ وکړه يقينا چې تبليغ مؤمنانو ته ګټه کوي.
د تبليغ د ښه تأثير کولو لپاره يو سبب دا هم دی چې مبلغ د تبليغ په وخت کې په خپلو خبرو او ظاهري حرکاتو خلک داسي ځان ته متوجه کړي چې د ده د تبليغ تر تأثير لاندي راسي لکه جابر بن عبدالله رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبليغ کولو حالت داسي بيانوي:
ژباړه: کله چې به رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويل نو سترګي به يې سرې شوې، ږغ به يې لوړ شو او قهر به يې ډېر شو او داسي به ښکارېده لکه خلک چې د لښکر څخه وېروي او وايي: سهار پر تاسي حمله کوي او ماښام پر تاسي حمله کوي.(صحيح مسلم 2042: 3/11)
هدف د دې څخه دا دی چې د خبرو د ډول سره د مبلغ او بيان کوونکې ږغ بايد تغيير وکړي تر څو يې بيان د ناستو کسانو په ذائقه ښه ولګيږي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر