۱۴۰۳/۰۶/۲۴

د بيان کولو آداب:(څلورمه برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
7 – په بيان کې آرامي او اطمينان:  بيان بايد په ښه آرامۍ او اطمينان سره وشي په دې معنی سره چې د بيان په کولو کې د چټکۍ او تيزۍ څخه کار وانخيستل شي، ځکه تيز بيان د خلکو په ذهنونو کې ځای نه نيسي او هيڅ نشي ورڅخه زده کولای لکه عائشه رضي الله عنها چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان په اړه فرمايي:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لاَ يَسْرُدُ الْكَلاَمَ كَسَرْدِكُمْ هَذَا وَلَكِنْ كَانَ إِذَا تَكَلَّمَ تَكَلَّمَ فَصْلاً يُبَيِّنُهُ يَحْفَظُهُ كُلُّ مَنْ سَمِعَهُ.(السنن الکبري للبيهقي5547: 3/207)
ژباړه: عايشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به خبري په ډېر تلوار نه کولې لکه تاسي يې چې کوی بلکې هغه به چې کله خبري کولې نو جدا جدا به يې کولې او هر اورېدونکې به يادولې. 
انس رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان په اړه فرمايي:
عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُ كَانَ إِذَا تَكَلَّمَ بِكَلِمَةٍ أَعَادَهَا ثَلاَثًا حَتَّى تُفْهَمَ عَنْهُ.(صحیح البخاری95: 1/35)
ژباړه: انس رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به کله کومه خبره کول نو درې ځلي به يې کوله تر څو چې خبره ورڅخه زده کېدل.
په تيز بيان باندي نه تنها دا چې خلک سم نه پوهيږي بلکې د تبليغ کوونکي څخه هم ډېري خبري پاتيږي او ممکن ډېري داسي خبري چې دی يې د کولو اراده ولري ورڅخه پاتي شي چي په نتيجه کې به د ځان او خلکو وخت هم ضايع کړي او د ښه بيان څخه به هم خلک محروم کړي ځکه که دی سم بيان وکړي خلک به ورڅخه استفاده وکړي او که سم بيان نشي کولای بل څوک به يې وکړي. 

8 – د ډېر بيان څخه ډډه: بيان بايد په ډېره کچه ونشي بلکې د اړتيا سره سم او د خلکو د غوښتني په اندازه وشي؛ د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: حَدِّثِ النَّاسَ كُلَّ جُمُعَةٍ مَرَّةً فَإِنْ أَبَيْتَ فَمَرَّتَيْنِ فَإِنَّ أَكْثَرْتَ فَثَلاَثَ مِرَارٍ ، وَلاَ تُمِلَّ النَّاسَ هَذَا الْقُرْآنَ.(صحيح البخاري 6337: 9/91)
ژباړه: خلکو ته هره جمعه خبري وکړه که دې ډډه کول نو دوه ځلي يې وکړه، که دي ډېري کولې نو درې ځلي يې وکړه او خلک د قرآن څخه مه ستړي کوه.
عبدالله ابن مسعود رضي الله خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی د دې لپاره چې خلک ستړي نشي لکه په حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي وَائِلٍ قَالَ كَانَ عَبْدُ اللهِ يُذَكِّرُ النَّاسَ فِي كُلِّ خَمِيسٍ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ لَوَدِدْتُ أَنَّكَ ذَكَّرْتَنَا كُلَّ يَوْمٍ قَالَ أَمَا إِنَّهُ يَمْنَعُنِي مِنْ ذَلِكَ أَنِّي أَكْرَهُ أَنْ أُمِلَّكُمْ وَإِنِّي أَتَخَوَّلُكُمْ بِالْمَوْعِظَةِ كَمَا كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَتَخَوَّلُنَا بِهَا مَخَافَةَ السَّآمَةِ عَلَيْنَا.(صحيح البخاري70: 1/27)
ژباړه: د ابي وائل څخه روايت دی چې عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی، يو کس ورته وويل: ای ابو عبدالله کاشکې دې هره ورځ موږ ته بيان کولای! عبدالله ابن مسعود ورته وويل: ما نه منعه کوي مګر دا چې زه وېرېږم چې تاسي به ستړي شی او زه په بيان کې داسي ستاسي مراعات کوم لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې زموږ مراعات کوی له دې وېري چې موږ ستړي نه شو.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د اصحابو عادت ته په کتو هر بيان کوونکی بايد خلکو ته ډېر بيان ونکړي تر څو خلک ستړي نشي او د بيان څخه يې زړه بد نشي.
د ډېر بيان کولو بل تاوان دا دی چې خبري په خلکو کې بې تأثيره کيږي ځکه د ستړيا سره دا لازمه ده چې خبري دي په خلکو کې عادي شي او خپل ارزښت دې له لاسه ورکړي او د دې پر عکس که خبري لږ وي خلک به ارومرو خبرو ته تږي وي او په ډېري لېوالتيا سره به يې اوري.

9 – د بې ځايه حرکاتو څخه ډډه: بیان کوونکی به د خبرو کولو په وخت کې بې ځایه حرکات نه کوی او دې خوا هغی خوا ته به بې اړتیا اشارې نه کوی مګر دا چې د خلکو د پوهنی لپاره په لاسونو او سر اشاره وکړی چې داسی اشارې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم کړی دی لکه په احادیثو کې چې راځی:
عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : الْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا ثُمَّ شَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ.(صحیح البخاری6026: 8/14)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان د مسلمان لپاره داسی دی لکه ودانۍ چې ځینی یې ځینی نوره ټینګوی بیا یې خپلی ګوتی سره جار کړلې.
دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د ښه پوهنی لپاره ګوتی سره جار کړی او دوی ته یې عملا د مسلمانانو تر منځ د نسبت بیان کړی دی.
د بخاری شریف په حدیث کې راځی: عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د لوی اختر په ورځ خطبه وویل؛ بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری را اخیستی او فرمایی: وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سر آسمان ته پورته کړ او ویې فرمایل: ای الله آیا ما ستا پیغام ورسوی؟(صحیح البخاری1739: 2/215)
بیان کوونکی کولای شی چې د خلکو د پوهنی لپاره او یا د دې لپاره چې د خلکو پام ورته واوړی په خپلی ګوتی اشاره وکړی خو د ډېرو اشارو څخه به ډډه کوی لکه چې د سیخ او سیده درېدلو څخه باید ډډه وکړی.

هیچ نظری موجود نیست: