۱۴۰۳/۰۶/۲۲

د بيان کولو آداب:(درېيمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
4 – د بيان لپاره د ښه موضوع انتخاب:  د بيان لپاره بايد داسي موضوع انتخاب شي چې د وخت او ګډونوالو د حالت سره مناسبه وي ځکه که مناسبه نه وي بيا نو ممکن يا ګټه ونکړي او يا يې هم تاوان تر ګټي ډېر وي په اثر کې راځي: عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ قَالَ مَا أَنْتَ بِمُحَدِّثٍ قَوْمًا حَدِيثًا لاَ تَبْلُغُهُ عُقُولُهُمْ إِلاَّ كَانَ لِبَعْضِهِمْ فِتْنَةً.(صحيح مسلم 14: 1/9)
ژباړه: عبيدالله بن عبدالله بن عتبه روايت کوي چې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وفرمايل: ته د خلکو سره داسي خبري نه کوې چې د هغوی عقلونه نه ورته رسيږي مګر دا چې د ځينو لپاره به فتنه شي.
يعني خلکو ته داسي خبري کوئ چې د هغوی د عقلونو او درک سره برابري خبري وي؛ داسي خبري مکوئ چې خلک ورباندي نه پوهيږي او يا هم غلط برداشت ورڅخه کوي چې خدای مکړه بيا فتنه ورڅخه پيدا نشي او خلک يې په شعوري يا غير شعوري ډول انکار ونکړي.
په بل اثر کې راځي: وَقَالَ عَلِيٌّ حَدِّثُوا النَّاسَ بِمَا يَعْرِفُونَ أَتُحِبُّونَ أَنْ يُكَذَّبَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ.(صحيح البخاري 50: 1/44)
ژباړه: علي رضي الله عنه وفرمايل: د خلکو سره داسي خبري وکړئ چې هغوی په پوهيږي آيا تاسي خوښ لری چې د الله او پيغمبر تکذيب دې وشي؟.
يعني خلکو ته داسي خبري وکړئ چې د خلکو سر په خلاصيږي داسي خبري مکوئ چې خلکو ته بېګانه او ناشنا ښکاري تر څو خدای مکړه خلک د الله تعالی او پيغبمر د خبرو څخه انکار ونکړي.
په بل اثر کې راځي: عن الْحَسَنُ قَالَ : حَدِّثُوا النَّاسَ مَا أَقْبَلُوا عَلَيْكُمْ بِوُجُوهِهِمْ ، فَإِذَا الْتَفَتُوا فَاعْلَمُوا أَنَّ لَهُمْ حَاجَاتٍ.(مصنف ابن أبي شيبة 27045: 9/69)
ژباړه: خلکو ته تر هغه وخته خبري وکړئ چې هغوی تاسي ته مخ اړولی وي که يې مخ درڅخه واړوی نو پوه شی چې د دوی لپاره اړتياوې شته.
يعني په خبرو کولو کې د خلکو اړتيا او توان په پام کې ونيسئ تر څو ستاسي خبري پر هغوی و نه غميږي او ستړي نشي.
د دې ټولو اثارو څخه داسي ښکاري چې د خبرو لپاره بايد موضوع هم ډېره خوندوره وي او په خبرو کولو کې د خلکو ذوق ته هم پاملرنه وشي تر څو خبري هم جالبي وي او هم د خلکو د منلو وړ وګرځي.

5 – د موضوع لپاره ښه آماده ګي: د موضوع لپاره بايد تبليغ کوونکی ښه آماده ګي ونيسي؛ د اماده ګۍ نيول دوه ډوله دي: يو دا دی چې خپله موضوع ښه زده کړي او بيا يې نورو ته ورسوي ځکه تر څو چې انسان د خپلي موضوع په اړه مطمئن نه وي نورو ته يې په ډاډه زړه نشي رسولای چې شرعا هم انسان په دې باندي مکلف دی؛ يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.(المجالسة وجواهرالعلم1526: 4/153)
ژباړه: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.
يعني د ليکلو په وخت کي ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل شي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي؛ لکه په ليکلو کې چې دقت مهم او اړين دی په لوستلو کې هم اړين دی ځکه نو مخکې تر وړاندي کولو د موضوع بايد په اړه يې پوره تياری ونيول شي.
لقمان حکيم صاحب خپل زوی ته وايي: يَا بُنَيَّ، كُنْ سَرِيعًا تَفَهُّمًا، بَطِيئًا تَكَلُّمًا، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تَكَلَّمَ فَتُفْهَمَ.(الجامع في الحديث لإبن وهب339: 1/297)
ژباړه: ای زوی جانه! ډېر تيزفهمه وسه او وروسته خبري كوونكی، او مخكي تر دې چې خبري شروع كړې ځان پوه كړه.
يعني په خبره باندي خپل سر ژر خلاصوه او وروسته خبري كوه كله چې دې په خبره سر خلاص كړ بيا نو په خبرو شروع وكړه ، مخكي تر سرخلاصېدلو خبري مكوه، او چې كله دې غوښتل په يوې موضوع كې خبري وكړې نو مخكي خپل سر په خلاص كړه وروسته بيا ورباندي وږغېږه.
دويم ډول آماده ګي دا ده چې د سند او اعتبار په لحاظ د خپلي موضوع څخه ځان ډاډه کړي په دې معنی سره چې په موضوع کې يې ضعيفي او موضوعي خبري نه وي تر څو خدای مکړه پر الله او پيغمبر درواغ ورڅخه و نه ويل شي چې دنيوي او اخروي نتيجه به يې ډېره خطرناکه وي په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ.(صحيح مسلم 4: 1/7)
ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې پر ما قصدا درواغ ووايي نو د ځان لپاره دي په اور کې ځای وټاکي.
که څوک په خپل تبليغ کې غور ونکړي، احکام، اخبار او قيصې بې سنده بيان کړي ارومرو د واقع خلاف خبره ورڅخه کيږي او د پورته حديث مصداق ګرځي.

6 – بيان بايد منځنی وي: بيان بايد نه ډېر اوږد وي او نه هم ډېر لنډ وي بلکې منځنی او متوسط وي لکه صحابه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان قيصه همداسي کوي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ كُنْتُ أُصَلِّى مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكَانَتْ صَلاَتُهُ قَصْدًا وَخُطْبَتُهُ قَصْدًا.( صحيح مسلم 2040: 3/11)
ژباړه: جابر بن سمره رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه نو لمونځ به يې هم منځنی وو او خطبه به يې هم منځنۍ وه.
همدغه روايت په ابوداود کې راغلی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به څو آيتونه تلاوت کړه او خلکو ته به يې بيان وکړ.(سنن ابي داود 1103: 1/430) يعني د څو محدودو آيتونو په لوستلو سره به يې بسنه کوله.
د متوسط بيان ګټه دا وي چې خلک نه ستړي کيږي او په تفهيم کې يې پر خلکو بوج نه راځي بلکې په ښه آرامۍ سره يې هر څوک اوري او ښه يې زده کوي.
عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه فرمايي: تر هغه وخته خلکو ته خبري کوه چې سترګي يې تا ته متوجه وي او په زړونو يې ستا خبرو ته غوږ نيولی وي، چې کله يې خپله پاملرنه ستا څخه واړول نوري خبري مه ورته کوه؛ يو چا پوښتنه وکړه: نښه يې کومه ده؟ هغه ورته وويل: نښه يې دا ده چې دوی شا او خوا يو بل ته ګوري او ارږمۍ کاږي.(شرح السنة146: 1/312)

هیچ نظری موجود نیست: