۱۴۰۳/۰۴/۱۹

د امير د فرمان څخه د مخالفت ځيني تاوانونه:

۱ – د شرعي امير د فرمان څخه مخالفت شرعا حرام دی ځکه نو څوک چي يې کوي الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځان څخه خوابدي کوي.
۲ – د امير د فرمان په منلو کې د ظاهري تسليم تر څنګ ډېر معنويات هم پراته دي ځکه نو کوم کسان چې د امير اطاعت کوي کړه وړه به يې د مثبتو معنوياتو څخه ډک وي خو کوم کسان چې د امير د فرمان مخالفت کوي کړه وړه به يې د معنوياتو څخه خالي وي ځکه نو په کار کې به يې اخلاص نه وي، کار به يې د برکت څخه خالي وي او د پرمختګ پر ځای به ورځ تر بلي د انحاط لوري ته روان وي.
۳ – کوم کسان چې د خپل امير اطاعت نه کوي دا په تجربه ثابته سوې ده چې د دوی تر لاس لاندي خلک بيا د دوی اطاعت نه کوي.
۴ – کوم کسان چې د امير د فرمان څخه مخالفت کوي ارومرو به په خپل سريو اخته کيږي او داسي کارونه به ورڅخه کيږي چې ممکن آبرو يې پکښې ولاړه سي.
۵ – د امير د فرمان څخه مخالفت د شبهاتو او تهمتونو د پيدا کېدلو سبب جوړيږي او خلکو ته د خبرو کولو زمينه برابروي.
۶ – د امير د فرمان څخه مخالفت نورو مخالفتونو او سرغړونو ته لاره آواره وي او په ځينو مواردو کې ممکن خبره تر بغاوت پوري ورسوي.
۷ – د امير د فرمان څخه مخالفت انسان ته پر ناوړه کارونو او ضياع الحقوق جرأت ورکوي او د منفي تساهل مريضي ورته پيدا کوي.
۸ – د امير د فرمان څخه مخالفت بې اعتمادي او بې باوري پيدا کوي او د خدمت روحيه وژني.
۹ – د امير د فرمان څخه مخالفت د امير او مأمور تر منځ منفي تقابل پيدا کوي چې امير عکس العمل ته مجبوروي.
۱۰ – د امير د فرمان څخه مخالفت د تداوم په صورت کې د ډېرو ټکريو او ناخوالو سبب جوړيږي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: