۱۴۰۳/۰۴/۲۶

د بيان او تبليغ آداب:

لومړی ادب: د بیان او تبلیغ لپاره لومړی ادب اخلاص دی؛ په دې معنی سره چې تبلیغ کوونکی باید تر ټولو مخکې خپل نیت سم کړي او په پوره اخلاص بیان وکړي.
په بیان کې اخلاص کول دوې مهمي ګټي لري: لومړی ګټه یې دا ده چې پر تبلیغ یې ثواب مرتب کیږي ځکه چې د اخلاص په درلودلو یې بیان د الله تعالی لپاره ګرځي چې طبعا الله تعالی ثواب ورته ورکوي، دویمه ګټه یې دا ده چې پر حاضرینو او مخاطبینو تأثیر کوي ځکه په بیان کې اخلاص د معنوي تأثیر پیدا کېدلو سبب جوړیږي چې ارومرو پر حاضرینو مثبته اغېزه کوي.
الله تعالی فرمایي:  وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ....[البینة5] ژباړه: دوی نه دي امر سوي مګر په دې باندي چې د الله تعالی عبادت وکړي په داسي حال کې چې خپل عبادت یواځي د الله لپاره وګرځوي، د باطل څخه حق ته مایل وسي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: إنما الأعمال بالنیات و إنما لکل امرئ ما نوی...[متفق علیه] ژباړه: یقینا چې عملونه په نیتونو پوري اړه لري او د هر انسان لپاره هغه څه سته چې نیت یې کړی وي.
دا چې د الله  لپاره اخلاص او نصیحت څه شی دی په لاندي اثر کې یې ښه بیان کیږي:
ژباړه: د ابي ثمامه څخه روايت دی چې حواريونو عيسی عليه السلام ته وويل: د الله لپاره اخلاص څشی دی؟ عيسی عليه السلام ورته وويل: د الله لپاره اخلاص دا دی چې يو څوک(ښه کار) کار کوي خو دا يې نه خوښيږي چې خلک یې ستاينه ورباندي وکړي.
او د الله لپاره نصيحت کوونکی هغه څوک دی چې د الله حق د خلکو د حق څخه مخکي شروع کوي، د الله حق ته د خلکو پر حق ترجيح ورکوي او چې کله دوه کارونه ورته پيدا سي چې يو د دنيا کار وي او بل د آخرت کار وي دی د آخرت کار د دنيا تر کار مخکي شروع کوي.
عَنْ أَبِي ثُمَامَةَ ، قَالَ : قَالَ الْحَوَارِيُّونَ : يَا عِيسَى ، مَا الإِخْلاَصُ لِلَّهِ ؟ قَالَ : أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ الْعَمَلَ لاَ يُحِبُّ أَنْ يَحْمَدَهُ عَلَيْهِ أَحَدٌ مِنَ النَّاسِ ، وَالْمُنَاصِحُ لِلَّهِ الَّذِي يَبْدَأُ بِحَقِّ اللهِ قَبْلَ حَقِّ النَّاسِ ، يُؤْثِرُ حَقَّ اللهِ عَلَى حَقِّ النَّاسِ ، وَإِذَا عُرِضَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلدُّنْيَا ، وَالآخَرُ لِلآخِرَةِ ، بَدَأَ بِأَمْرِ الآخِرَةِ قَبْلَ أَمْرِ الدُّنْيَا.[مصنف إبن أبي شيبة35375]
دوام لري......
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: