۱۴۰۲/۱۱/۰۲

د انسانانو څخه د منني ارزښت:

په دنيا کي انساني ژوند داسي جوړ دی چي د ټولو انسانانو استعدادونه سره برابر ندي او نه هم انسان جامع الکمالات جوړېدلای سي ځکه نو ځيني کارونه ځينو انسانانو زده وي او ځيني نور بيا ځينو نورو زده وي داسي نسي کېدلای چي ټول کارونه دي يوه نفر زده وي له همدې امله د انسانانو تر مينځ په کارونو کي همږغي او مرسته ډېره ضروري ده.
 
کومو انسانانو چي کار زده وي هغوی بايد د خپل توان سره سم په اخلاص او صداقت کار وکړي او کومو کسانو چي کار زده نه وي ددې تر څنګ چي کار به زده کوي د هغو کسانو څخه به مننه او شکر ګذاري کوي چي دوی ته کار زده کوي يا ددوی په اداره کي مسلکي کار سر ته رسوي ځکه له يوې خوا دا د انسانانو څخه مننه او ستاينه ده کوم چي د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېره خوښيږي او بله خبره دا ده چي ترڅو انسان د الله تعالی د بندګانو شکر آداء نکړي تر هغه وخته د الله تعالی شکر نسي آداء کولای؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ يَشْكُرُ اللَّهَ مَنْ لاَ يَشْكُرُ النَّاسَ.[سنن ابي داود4813]
ژباړه: هغه څوک د الله تعالی شکر نسي آداء کولای کوم چي د خلګو شکر نسي آداء کولای.
 
په بل حديث کي راځي: عَنِ الأَشْعَثِ بْنِ قَيْسٍ قَالَ قَالَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم: أَشْكَرُ النَّاسِ لِلَّهِ أَشْكَرْهُمْ لِلنَّاسِ.[السنن الکبري للبيهقي12391]
ژباړه: اشعث بن قيس وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: په خلګو کي د الله تعالی ډېر شکر هغه چا آداء کړی دی چي د خلګو شکر يې ډېر آداء کړی وي.
 
په دې خاطر چي د نورو انسانانو سره موږ په څنګ کي ژوند کوو او د نورو انسانانو لخوا احسان په اصل کي د الله تعالی لخوا احسان دی نو ځکه موږ چي کله د نورو انسانانو څخه ښيګڼه او پېرزوينه وينو مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره کوم څوک په مال، ځان، مشوره او بل شي مرسته کوي موږ يې بايد مننه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره کوم څوک په يوه اداره کي کار کوي او په خپل کار کي ډېر رسېدلی او تکړه وي موږ بايد مننه ورڅخه  وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که زموږ سره په اداره يا ټولنه کي داسي څوک وي چي په کارونو کي نوښتونه او ابتکارات رامينځ ته کوي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که کوم څوک موږ ته حقه لار بيانوي او د ګمراهۍ څخه مو راګرځوي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
که کوم څوک موږ ته د ښه ژوند او ښه اقتصاد امکانات برابروي موږ بايد مننه ورڅخه وکړو او شکر يې آداء کړو.
 
د شکر آداء کول د انسانانو سره د مرتبې په لحاظ فرق کوي ذوالنون مصري رحمه الله وايي: د هغه چا شکر چي تر تا لوړ وي دا دی چي طاعت يې وسي، د سيال شکر دا دی چي مکافات ورسره وسي او تر تا د کښته شکر دا دی چي احسان او نيکي ورسره وسي.[تفسير القرطبي ج 1ص398]
کوم څوک چي د انسان سره ښه وکړي هيڅ وخت يې بايد هېر نکړي او د مناسبت په شرط يې په مناسب ځای کي يادونه وکړي په حديث شريف کي راځي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-: مَنْ أُعْطِىَ عَطَاءً فَوَجَدَ فَلْيَجْزِ بِهِ فَإِنْ لَمْ يَجِدْ فَلْيُثْنِ فَمَنْ أَثْنَى بِهِ فَقَدْ شَكَرَهُ وَمَنْ كَتَمَهُ فَقَدْ كَفَرَهُ.[السنن الکبري للبيهقي 12388]
ژباړه: د جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چا ته چي کوم شی ورکړل سي نو دی يو شی ومومي د هغه بدل دي ورکړي، که يې و نه موندی نو ښه دي ووايي که يې ښه وويل نو د هغه شکر يې آداء کړ او که يې خبره پټه کړه نو د هغه ناشکري يې وکړه.

په آخره کي هغه جالبه قيصه درته ليکم چي د هغه چا په اړه راغلې ده چي ډېره ناشکري يې کړې او د هغه چا سره يې ډېر بد کړي دي چي هغه دده سره ډېر ښه کړي وه:
وايي: نعمان بن المنذر يو بنا د سنمار په نوم مزدور کړ چي يوه ماڼۍ ورته جوړه کړي، کله يې چي ماڼۍ جوړه کړه نعمان سنمار د ځانه سره پر ماڼۍ وګرځوی تر څو د نژدې څخه يې وګوري؛ کله يې چي ماڼۍ وکتله ډېره يې خوښه سوه؛ سنمار ته يې وويل: آيا تر دې هم ښکلۍ ماڼۍ جوړولای سې؟ سنمار ورته وويل: هو؛ نعمان خپلو عسکرو ته امر وکړ او سنمار يې د قصر د سر څخه لاندي را وغورځوی او مړ يې کړ د دې لپاره چي بل چا ته د ده تر دغه ماڼۍ ښايسته ماڼۍ جوړه نکړي.[المفصل في تاريخ العرب]
 
موږ هم چي کله څوک مرسته راسره کوي هيڅ وخت د هغه احسان هېر نکړو او چي په کوم انسان کي د خدمت ښه استعداد او لياقت وينو روحيه يې مړه نکړو بلکي نور يې هم تشويق کړو او چي څوک احسان را سره کوي که مو په وسه وه احسان ورسره وکړو که مو په وسه نه وه احسان يې تل په ياد ولرو او ناشکري يې ونکړو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: