ليكنه: مولوي نورالحق مظهري.
کله چي عثمان رضي الله عنه د مسلمانانو خليفه وټاکل سو حضرت عثمان رضي الله عنه د حضرت عمر رضي الله د لاري تعقيبول پيل کړه او د هغو ناتمامو پروژو اکمال يې شروع کړ کومي چي د حضرت عمر رضي الله عنه څخه پاتي سوي وې د بېلګي په ډول: د اسلامي حاکميت په داخل کي به د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اصلاح ته کار کوي، د اسلامي نظام حاکميت به نورو سيمو ته غځوي او د الله تعالی دين به ټولي نړۍ ته رسوي دلته د يهودو په زړه کي اورونه بل سوه او د وخت منافقين يې د اسلامي نظام په وړاندي ورانيو ته ودرول.
عبدالله بن سبأ يهودي چي په ابن السوداء باندي مشهور وو د حضرت عثمان رضي الله عنه په زمانه کي يې د اسلام اظهار وکړ تر څو په مسلمانانو کي د مسلمان په نوم نفوذ وکړي او د يهوادنو پلانونه عملي کړي.
ابن سبأ يهودي د اسلامي نظام په حاکميت کي خپل شيطنت پيل کړ او د خپلو شخصي منافقو ملګرو په ذريعه يې ډېر منافقين او ساده فکره مسلمانان پر ځان باندي راټول کړه او په عراق، شام او مصر کي يې د اسلامي نظام او حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد تبليغات شروع کړه البته تبليغات يې د ښکاره منفي خبرو په شکل نه کول بلکي په ډېري چاپلوسۍ سره يې د نصيحت او خير خواهۍ په بڼه تبليغات کول او د نظام او خليفه پر ضد يې د خلګو په ذهنونو کي شبهات پيدا کول.
عبدالله بن سبأ منافق د حضرت عثمان رضي الله عنه پر ضد خلګ را وپارول او ډېره لويه فتنه يې پيل کړه آن تردې چي د حضرت عثمان رضي الله عنه د عزل او ګوښه کېدلو غوښتنه يې وکړه چي په سبب يې حضرت عثمان رضي الله عنه شهيد سو او د مسلمانانو په مينځ کي ډېرو لويو فتنو ځای ونيوی او همدغه عبدالله بن سبأ وو چي حضرت علي رضي الله عنه ته يې د خدای نسبت وکړ چي وروسته يې پر همدغه عقيده لويه ډله جوړه سوه.
ابن سبأ يهودي د مسلمانانو په مينځ کي خپل منافقين داسي پاشلي وه چي مؤرخين وايي: د جمل او صفين لوی جنګونه چي د عثمان رضي الله عنه د شهادت وروسته وسوه سبب يې هغه منافقين وه د مسلمانانو په صفونو کي يې ځای نيولی وو او په خاصو دسيسو باندي به يې مسلمانان يو د بل په وړاندي تحريکول.
د همدغه ابن سبأ د منافقت په سبب په مسلمانانو کي د هغه وخت څخه دوې لويي فتنه ګري ډلي روافض او خوارج پيدا سوه.
نو منافقين تل ددې کوښښ کوي چي په مسلمانانو کي بې اتفاقي پيدا کړي، د مسلمانانو پر اسلامي نظام د خلګو باورونه له مينځه يوسي، د مسلمانانو پر خليفه يا اميرالمؤمنين شبهات واردوي او تبليغات پسې کوي تر څو مسلمانان يې په وړاندي را وپاريږي، د مسلمانانو په مينځ کي د يو بل په وړاندي مخالفتونه پيدا کوي او بالآخره کوښښ کوي چي مسلمانان په ګڼو ډلو او حزبونو سره وويشي.
په دويمه صدۍ کي د ابوالخطاب ابن الاجدع په نوم يو منافق چي د جعفر الصادق رضي الله عنه څخه يې په دې پلمه چي ګويا زه ستا خدمت کوم بده استفاده کول او د مسلمانانو تر مينځ يې نفاق خپروي تر څو همدغه منافق د خطابيه په نوم ډله جوړه کړه او دده يو شاګرد وو چي ميمون القداح نومېدی او په اصل کي يهودي وو د إباحيه په نوم ډله جوړه کړه چي بيا دده يوه لمسي چي سعيد نومېدی ددې دعوه يې وکړه چي زه د اسماعيل بن جعفر د هغو زامنو څخه يم چي ځانونه يې پټ کړيدي؛ بيا يې پر ځان د عبيدالله نوم کښېښودی او ملګرو يې په نوم تبليغات شروع کړه چي ګويا دی د فاطمې رضي الله عنها د اولادې څخه دی چي په سبب يې په المغرب، بحرين او يمن کي ډېر پلويان پيدا کړه او د عبيديينو په نوم يې ځان ته حکومت جوړ کړ چي په المغرب کي د 297هـ ق څخه بيا تر 363 هـ ق پوري د دوی حکومت دوام وکړ.
د عبيديينو عادت دا وو چي ځانونه به يې يهودو او نصاراوو ته ډېر نژدې کول، د هغوی سره به يې د نکاح دوستۍ کولې، هغوی ته به يې په خپل دولت کي وظيفې ورکولې تر څو آخر د دوی حکومت د يهودو لاس ته ولوېدی او ددوی مشران د شام څخه چي د دوی په لاس کي وو وتښتېدل چي د هغه وروسته يهودانو په سيمه کي ډېر نفوذ وکړ او د اقصي مسجد يې اشغال کړ.
مسلمانان بايد تل هوښيار وي او د منافقينو په وړاندي ځانونه ډېر ځيرک ونيسي تر څو خدای مکړه دوکه يې نکړي، اسلامي نظام يې بدنام او ړنګ نکړي او د دوی دښمنان ورباندي واکمن نکړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر