۱۴۰۲/۰۶/۱۹

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(دريمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
۳ – د اسلامي نظام څخه دفاع:
په دې خاطر چي اسلامي نظام د اسلام سياسي څېره او د مسلمانانو لپاره د ساتني او اتحاد محور دی ځکه نو بايد ټول مسلمانان په خاصه توګه فرهنګي مبارزين د هغه په واکمن کېدلو کي پوره زيار وباسي خو اوس چي الحمدلله حاکم سوی دی ټول يې بايد په سمبالولو او ساتلو کي خپل زيار او کوښښ وکړي؛ د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه په لاندي طريقو باندي کيږي:
الف: فزيکي فرهنګي فعاليت؛ فرهنګي مبارزين بايد د هغو رسمي اداراتو سره مرسته وکړي چي په خپلو وظايفو کي فرهنګي فعاليتونه لري لکه د اطلاعاتو او کلتور رياست، د حج او ارشاد رياست او د امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست.
د يادو رياستونو سره ددوی د غوښتني سره سم د فرهنګي مبارزينو هغه همکاري ډېره ضروري ده چي په مټ يې په خلګو کي اصلاح او فرهنګ جوړونه راځي او ټول هغه فعاليتونه تر سره کيږي چي عملي کول يې د هيواد، خلګو او نظام په ګټه تماميږي او په يو ډول د نظام پر ځواکمنتيا او بقاء دلالت کوي.

ب: د خلګو پوهاوی؛ فرهنګي مبارزين بايد د اسلامي نظام د تعريف، ارزښت، اړتيا، ځانګړتياوو او لاس ته راوړنو څخه خلګ خبر کړي او ددې کار سم کېدل هغه وخت ممکن دي چي خپله مبارزين ځانونه په دې برخو کي ښه پوه کړي ځکه د ناخبر انسان دفاع ددې ترڅنګ چي چنداني ګټه نه لري بلکي ځيني وختونه تاوان هم کوي.
د اسلامي نظام پېژندل هغه وخت پوره ممکن دي چي خلګ يې د تعريف څخه خبر سي او په ګټو يې هغه وخت خلګ خبريږي چي په ارزښت يې پوه سي او د اړتيا حس يې وکړي او د نظام سره د خلګو مينه هغه وخت پيدا کيږي چي لاس ته راوړني يې وويني له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي فرهنګي مبارزين په پورته شيانو د خلګو د پوهاوي لپاره کار وکړي.

ج: پر نظام د شبهاتو جواب؛ دا معلومه خبره ده چي ځيني خلګ به د ناپوهۍ له وجهي پر نظام منفي اعتراضونه کوي، ځيني نور به يې ممکن د پوهي سره سره د بې دينۍ له وجهي کوي او ځيني نور به شايد د شايعاتو تر تأثير لاندي راغلي وي خو د هر چا لخوا چي پر اسلامي نظام بې ځايه شبهه وارديږي فرهنګي مبارز يې بايد قاطع جواب د ځانه سره ولري البته د شبهاتو په جوابولو کي درې شيان ډېر ضروري دي: يو دا چي هر مبارز به د نظام په نماينده ګۍ او وياندويۍ خبري نه کوي بلکي په عمومي ډول به په دلائلو باندي شبهه جوابوي، دويمه خبره دا ده چي د شبهې جواب به په شعوري ډول کوي تر څو مقابل لوري ته قناعت حاصل سي او دريمه خبره دا ده چي د شبهې په جوابولو کي به ټول بُعدونه او جوانب په پام کي نيسي او په ښه حکمتي لهجه او مصلحتي ژبه به يې جوابوي.
د شبهاتو په جوابولو کي بايد د شبهې وزن او اعتبار ته هم وکتل سي ځکه ځيني وختونه داسي شبهات وارديږي چي هغه په جواب ورکولو باندي نه ارزي بلکي ددې تر څنګ چي وخت ورباندي ضايع کيږي يو ډول شهرت او غټوالی هم پيدا کوي له همدې امله د مناظرو پوهان وايي: پر هره خبره سړی د چا سره مناظره نه کوي ځکه ځيني خلګ د مناظرې له لاري غواړي ځانونه مشهور کړي او خپل ځان په خلګو کي مطرح کړي.
البته که په راډيوګانو، ټلويزيونونو او نورو رسنيو کي د يوه خاص مهالويش سره سم د يوه پلان له مخي ځيني وختونه پوهان رسمي خلګ ميلمانه سي او د نظام په نماينده ګۍ شبهات جواب کړي او د مربوطه اداراتو لاس ته راوړني د خلګو سره شريکي کړي دا به فرهنګي مبارزه نوره هم چټکه کړي او د نظام په دفاع کي به ډېر ښه مؤثر تمام سي.

د: مشرانو ته مشوره ورکول؛ کوم کسان چي په لوړه سطحه علمي فرهنګي مبارزه کوي دا به ډېره ښه وي چي ځانونه د نظام په سيستم ښه پوه کړي او بيا مربوطه اداراتو ته ځيني وختونه ورسي او مسئولينو ته په کار کي د ښه پرمختګ په نيت نيکي مشورې ورکړي تر څو د ښې حکومتولۍ فرهنګ ترويج پيدا کړي او په اداراتو کي په هر اړخيز ډول اسلامي فرهنګ عملي سي.

هـ: د نظام مربوط مثبت خبرونه تکثير کول؛ د نظام په اړه د مثبتو خبرونو نشر کول او تکثير کول هم ددې لامل جوړيږي چي د نظام په لاس ته راوړنو دي خلګ خبر سي او د نظام په وړاندي د ډېرو ننګونو مخه دي ونيول سي له همدې امله که فرهنګي مبارزين په دې برخه کي هم د رسمي اداراتو سره مرسته وکړي دا به په فرهنګي برخه کي د نظام د دفاع لپاره ډېر ښه مؤثر تمام سي.
دوام لري...

هیچ نظری موجود نیست: