۱۴۰۲/۰۱/۰۴

اسلامي مبارز ته پيغام:(۲)

مبارزه وروره! ستا اساسي هدف بايد د اسلام، مذهب او نظام څخه دفاع وي او هيڅ ځای ددې هدف څخه تر شا نسې او ددغه درو واړو څخه په دفاع کي ميدان خالي نکړې.
اسلام ستا دين دی او ستا د ژوند چوکاټ او قانون دی ځکه نو دفاع يې ستا ايماني دنده ده او پر اسلام باندي د شبهاتو جوابول ستا مسئوليت دی.
په دې باندي بايد ته خپل سر خلاص کړې چي الله تعالی ته اسلام تر ټولو غوره دين دی او بېله اسلام څخه بل هيڅ دين الله تعالی ته د منلو نه دی الله تعالی فرمايي: إِنَّ الدِّينَ عِنْدَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ.[آل عمران۱۹] ژباړه: يقينا الله تعالی ته غوره دين اسلام دی. همداسي فرمايي: وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ.[آل عمران۸۵] ژباړه: څوک چي بېله اسلام څخه بل دين وغواړي ګرسره  به ورڅخه قبول نسي.
د اسلام دين الله تعالی زموږ لپاره انتخاب کړی او موږ يې د هغه په پيروۍ باندي امر کړي يو الله تعالی خپل پيغمبر ته فرمايي: فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا.[الروم۳۰] ژباړه: خپل مخ پر دين باندي ثابت کړه پداسي حال کي چي د نورو ټولو اديانو څخه و دين ته د اسلام مائل وسې.
يعني ته او ستا پلويان بايد پر دين د اسلام ټينګ ولاړ وي او د دين په ساتنه کي استقامت ولري.
ځکه نو مسلمان ته تر هر شي دين لومړيتوب لري او د دين په ساتنه او غځولو کي بايد خپل ټول توان په کار واچوي.
مذهب ستا د دين لپاره ډېره ښه تشريح ده او داسي اصولي چوکاټ دی چي ته  يې په منلو سره د هر ډول نفسي غوښتنو او ديني انحراف څخه ساتل کېدلای سې ځکه نو دا ستا مسئوليت دی چي د خپل حنفي مذهب دفاع په خپلو لومړيتوبونو کي وګرځوې او د هر ډول افراط او تفريط څخه په ډډي کولو سره خپل مذهب د تشدد او خرافاتو څخه وساتې.
د افغانانو د بريا او يووالي راز د پاک حنفي مذهب په منلو او ساتلو کي دی ځکه نو ته بايد دغه راز د ځانه سره وساتې او هيڅ وخت چا ته اجازه ور نکړې چي ستا د مذهب خلاف شبهات وارد کړي او يا ستا د مذهب خلاف بل فکر ته ترويج ورکړي.
اسلامي نظام ستا د سياست او اقتدار سمبول او کور دی ځکه نو ته يې په سمبالولو او ساتلو کي ډېر لوی مسئوليت لرې او ددې لپاره چي اسلامي ټولنه د سياسي انحراف څخه وساتل سي ته يې بايد د نظام څخه دفاع وکړې او پر نظام باندي هر ډول شبهات په مسلکي ډول په علمي ژبه او پوره استدلال جواب کړې.
موږ مسلمانان د اسلام په ساتلو او غځولو مأمور يو خو د اسلام ساتل او غځول د اسلامي نظام په شتون کي ممکن وي ځکه نو د اسلامي نظام اقامه زموږ دنده ده او د اقامې وروسته يې سمبالول او ساتل په هره طريقه چي وي زموږ فريضه ده.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: