۱۴۰۱/۱۲/۲۹

اسلامي مبارز ته پيغام:(۱)

که ته پر شريعت برابر وې په دې مه خوابدی کېږه چي خلګ په تا بسې خبري کوي ځکه خلګو په پيغمبرانو او امامانو پسې هم خبري کولې او ممکن د خلګو خبري ستا د خدمت او تقوی په سبب را پورته سوي وي ځکه مشهور متل دی چي ميوه لرونکې ونه په ډبرو ويشتل کيږي.
او که تا د باطل په وړاندي مبارزه کول نو پوه سه چي د خلګو خبري ستا په وړاندي د باطل عکس العمل او غبرګون دی ځکه کله چي د حق آواز پورته سي باطل خپله چيغي وهي او رش جوړوي نو ددې پر ځای چي ته خوابدی وسې بايد خوشحاله وسې ځکه د حق لپاره د خدمت نتيجه هغه وخت ښکاره کیږي چي اهل باطل ستا په وړاندي په چیغو سي او تبليغات درپسې شروع کړي.
اهل باطل تل د اهل حق د خدمت په وړاندي غبرګون ښکاره کوي ځکه تر هغه وخته چي رسول الله صلی الله د دین لپاره دعوت شروع کوی هیچا بد ورباندي نه ويل بلکي په امین يې یادوی خو کله چي په پيغمبرۍ مبعوث سو او د دین لپاره یې دعوت پیل کړ بيا یې هماغه خلګ ټول دښمنان سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په ساحر، کاذب، مجنون او نورو بدو نومونو متهم کړ.
اهل باطل د اهل حق چوپ کولو او ناهيلی کولو لپاره ډېر تاکتيکونه په کار اچوي چي يو تاکتيک یې منفي تبليغات او بدي خبري کول دي.
په دې باندي هم باید ته خوشحاله وسې چي اهل باطل هيڅوخت ستا سره ځان نه مخامخ کوي او که کله در سره مخامخ کیږي نو تا ته هيڅ نه وايي ځکه پر تا باندي دليل نلري، ځيني وختونه خو ستا مخ ته د شرم احساس کوي او په چاپلوسۍ دي تر ځان تېروي.
خو په دې باندي پوه چي باطل هر څومره رش جوړ کړي او چي هر څومره زورور وي يوه ورځ به ستا په وړاندي ماتي خوري ځکه د حق د بريالیتوب وعده الله تعالی کړېده او ددې لپاره لويه بېلګه د ا.ا.ا مجاهدين دي چي تقريبا ټولي نړۍ تبليغات او منفي خبري پسې کولې خو الله تعالی د ټولو چلينجونو سره سره برياليتوب ته ورسول او ټول مخالفين یې وشرمول.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: