۱۴۰۲/۰۷/۰۸

۲۱ نبوي ملغلري:

ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: تر عقل ښه مال نسته، تر تکبر ناوړه يواځي والی نسته، د تدبير غوندي عقل نسته، د تقوی غوندي سخاوت نسته، د ښو اخلاقو غوندي ملګری نسته، د ادب غوندي ميراث نسته، د توفيق غوندي فايده نسته، د نيک عمل په څېر تجارت نسته، د الله تعالی د ثواب په څېر ګټه نسته، د شبهې سره د درېدلو په څېر پرهيزګاري نسته، د حرام څخه د ځان ساتني په څېر زهد نسته، د فکر کولو په څېر علم نسته، د فرائضو د آداء کولو په څېر عبادت نسته، د حياء او صبر په څېر ايمان نسته، د عاجزۍ په څېر لويي او اعتبار نسته، د علم په څېر شرف نسته، تر مشورې کاميابه همږغي نسته نو سر او هغه غړي چي په سر پوري نښتي دي وساته، نس او هغه شيان چي د نس سره متصل دي وساته او مرګ په ياد کړه او په قبر کي خپل خرابېدل په ياد کړه. [البصائر والذخائر ج۱ص۳]

تشريح:
رسول الله صلی الله عليه وسلم په پورته حديث کي ۲۱ مهمي خبري ذکر کړيدي چي تشريح يې په لاندي ډول ده:
۱ – هيڅ مال تر عقل غوره ندی بلکي عقل تر هر ډول مال ښه دی.
۲ – يواځي والی د انسان لپاره بد دی خو تر ټولو ناوړه يواځي والی تکبر او غرور دی.
۳ – عقل د انسان لپاره کمال دی خو هيڅ عقل د تدبير او پلان مرتبې ته نسي رسېدلای.
۴ – سخاوت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو د تقوی غوندي سخاوت نسي پيدا کېدلای؛ يعني د سخاوت په ټولو اقسامو کي تقوی ډېر ښه سخاوت دی.
۵ – انسان بايد تل د ښه ملګري پسې وګرځي خو تر تقوی د انسان لپاره ښه ملګری نسي پيدا کېدلای.
۶ – په ميراث باندي د هر ښه شي پاته کېدل د انسان لپاره ګټه ده خو ادب تر ټولو ښه ميراث دی.
۷ – که څوک د فايدو پسې ګرځي نو تر توفيق ښه فايده نسي موندلای؛ توفيق پر نيکو کارونو د توان اوقدرت پيدا کېدلو ته وايي.
۹ – دا معلومه خبره ده چي په تجارت کي د انسان لپاره ګټه ده خو نيک عمل تر ټولو ښه تجارت دی.
۱۰ – که څوک د ګټي پسې ګرځي نو د الله تعالی له لوري ثواب ورکول ډېره لويه ګټه ده ځکه نو انسان يې بايد په لاس ته راوړلو کي زيار وباسي.
۱۱ – پرهيزګاري د هر انسان دنده ده خو تر ټولو ښه پرهيزګاري د هغه شيانو څخه د ځان ساتل دي چي شبهه پکښې وي.
۱۲ – انسان په دې باندي مأمور دی چي د دنيا سره محبت ونکړي خو د دنيا څخه لويه مخ اړونه د حرامو شيانو څخه د ځان ساتل دي.
۱۳ – هر مثبت علم د انسان لپاره پرمختګ دی خو فکر کول تر ټولو ښه علم دی.
۱۴ – هر عبادت د انسان لپاره ثواب لري خو تر ټولو  ښه عبادت د فرائضو آداء کول دي.
۱۵ – ايمان ډېري برخي لري خو حياء  او صبر يې ډېري لويي برخي دي.
۱۶ – په ښه توب کي اعتبار او عزت د انسان لپاره ډېر ښه دی خو عاجزي تر ټولو ښه عزت او اعتبار دی.
۱۷ – په علم کي الله تعالی د انسان لپاره دومره شرف ايښی دی چي د هغه په څېر بل شرف نسي پيدا کېدلای.
۱۸ – د دوستانو او خپلوانو سره همږغي او خواخوږي ډېره ښه ده خو مشوره تر ټولو شيانو ښه همږغي ده.
۱۹ – انسان په دې باندي مکلف دی چي خپل سر او هغه اعضاء د ګناه څخه وساتي چي په سر پوري نښتي دي لکه سترګي، غوږونه، پزه او خوله.
۲۰ – انسان په دې باندي مکلف دی چي خپل نس او هغه اندامونه چي نس ته نژدې دي د حرامو څخه وساتي لکه عورت.
۲۱ – ددې لپاره چي انسان هيڅ وخت د ګناه کولو ته زړه ښه نکړي بايد تل مرګ او د قبر حالات په ياد ولري.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: