۱۴۰۱/۱۲/۲۶

زموږ او د پخوانیو توپیر:

ژباړه: عون بن عبدالله رحمه الله فرمايي: ستاسو مخکي خلګو به د دنيا لپاره هغه شی ځانګړی کوی چي تر آخرت به يې اضافه سو او تاسو نن د آخرت لپاره هغه شی ځانګړی کوی چي تر دنيا مو اضافه سي.
يعني پخوانيو خلګو خپل کار او مال ټول د آخرت لپاره مصرفوی؛ کوم شی چي به د آخرت د مصرف څخه اضافه سو هغه به يې د دنيا لپاره مصرفوی ځکه آخرت د هغوی هدف وو او دنيا ته يې د ضرورت په سترګه کتل، خو تاسو بيا د هغوی پر عکس ياست خپل ټوله کار او مال د دنيا لپاره مصرفوی؛ کوم شی چي د دنيا څخه اضافه سي هغه بيا د آخرت لپاره مصرفوی ځکه ستاسو هدف او ټوله غم د دنيا ژوند ګرځېدلی دی نو له همدې امله مو د آخرت لپاره مصرف ضمني وي که تر دنيا کوم شی اضافه سو هغه د آخرت لپاره مصرفوی که اضافه نسو خو هيڅ شی د آخرت لپاره نه مصرفوی.

ښه وضاحت:
1 - د پخوا خلګو به لمانځه او عبادت ته پر دنيوي کار ترجيح ورکوله خو د اوس خلګ بيا کار ته تر لمانځه ترجيح ورکوي له همدې امله که د ځان سره د وخت محاسبه وکړو او هر لمونځ 15 دقيقې حساب کړو نو د 24 ساعته څخه موږ 1 ساعت او 15 دقيقې عبادت ته ورکوو نور 22 ساعته او 45 دقيقې کارونو، خوب او خوراک ته ورکوو دا يې زموږ انصاف او مسلماني؟!
2 - د پخوا خلګو به د الله په لاره کي دومره مال مصرفوی چي د خپل کار او کور تر مصرف به يې د الله په لاره کي ډېر لګښت کوی خو زموږ د زمانې خلګ د 100 څخه يو فيصد مال د الله په لاره کي بېله چندو، مرکو او ويلو نه مصرفوي دا يې هم د الله لپاره زموږ قرباني؟!
3 - د پخوا خلګو به د خپل فکر ډېره برخه د الله پاک په ذکر او د مسلمانانو د مصلحت لپاره کارول خو زموږ د زمانې خلګ بيا تل تنها د ځان په فکر کي وي نه يې الله هر وخت په ياد وي او نه يې د مسلمانانو په مصلحتونو باندي ځان ستړی کړی وي.
4 - د پخوا خلګو به د خپل هر مسلمان ورور سره د اړتيا په صورت کي فزيکي کومک هم کوی خو زموږ د زمانې خلګ بيا ددې پر ځای چي د مظلوم او لوېدلي انسان لاس ونيسي او اړتيا يې پوره کړي د هغه څخه د يادګارۍ فيلمونه او عکسونه اخلي.
5 - د پخوا خلګو به هر مسلمان د ځان دوست بلی او هر کافر به يې د ځان دښمن بلی خو زموږ د زمانې ځيني خلګ بيا کافر ته دوست او مسلمان ته دښمن وايي.
6 - د پخوا د خلګو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار اسلام او تقوی وه خو زموږ د زمانې د خلګو د دوستۍ او انډيوالۍ معيار قدرت، پيسې، قوم، وطن، ژبه او واسطه ده.
7 - د پخوا خلګو به پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي ډېر مصرف کوی خو زموږ د زمانې خلګ بيا پر مسجد، مدرسې او ديني علم باندي تر بل هر شي لږ مصرف کوي..
8 - د پخوا خلګو به د ځانونو لپاره علماء او پوهان خلګ مشران ټاکل خو زموږ د زمانې ځيني خلګ بيا د ځانونو لپاره ناپوهان او ددين څخه ناخبره خلګ مشران ټاکي.
او داسي نور........
عون بن عَبْد الله ان من كان قبلكم كانوا يجعلون للدنيا ما فضل عن آخرتهم وانكم اليوم تجعلون لآخرتكم ما فضل عن دنياكم.[حلية الأولياء]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: