۱۴۰۱/۱۲/۲۳

په اسلامي نظام کي مجاهده وروره!

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د اقتدار او مسئوليت وروسته د درو شيانو سره ډېر پام کوه:
۱ - د چوکۍ او قدرت سره؛ پام چي د چوکۍ او قدرت په فتنه کي واقع نسې او د غرور، تکبر او غفلت په سبب خيانت درڅخه ونسي!
چوکې خپله يو ډول نشه او باد لري چي ډېری خلګ يې نسي زغملای ځکه نو پر چوکۍ باندي د کښېناستلو وروسته يې اخلاق تغيير کوي، د ملګرو، دوستانو او عامو خلګو سره يې په چلند کي بدلون راځي چي په نتيجه کي د خيانت او درغلۍ ښکار سي.
د مسئوليت اخيستلو وروسته بايد ستا ټوله پام د الله تعالی په رضايت او د خلګو په خدمت کي وي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَا مِنْ أَمِيرٍ يَلِى أَمْرَ الْمُسْلِمِينَ ثُمَّ لاَ يَجْهَدُ لَهُمْ وَيَنْصَحُ إِلاَّ لَمْ يَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّةَ.[صحيح مسلم۴۸۴۶]
ژباړه: نه دی يو امير چي د مسلمانانو د کار مشر سي بيا د دوی لپاره کوښښ او نصيحت نه کوي مګر دا چي د دوی سره به جنت ته نه داخليږي.
يعني هر څوک چي په يوه چاره کي د مسلمانانو امير سي بيا د دوی لپاره په خدمت کي کوښښ او د اصلاح لپاره يې نصيحت نه کوي دغه امير به د مسلمانانو سره جنت ته داخل نسي يعني مسلمانان به جنت ته داخل سي خو دی به د جنت څخه محروم وي.
په بل حديث کي فرمايي: مَا مِنْ وَالٍ يَلِي رَعِيَّةً مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَيَمُوتُ وَهْوَ غَاشٌّ لَهُمْ إِلاَّ حَرَّمَ اللَّهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ.[صحيح البخاري ۷۱۵۱]
ژباړه: نه دی يو مشر چي د مسلمانانو د يوې ټولۍ مشرتوب ورته وسپارل سي نو دی په داسي حالت کي مړ کيږي چي د هغوی سره يې خيانت کړی وي مګر دا چي الله تعالی به پر ده باندي جنت حرام کړي.
وروره! د اقتدار لپاره هيڅ وخت خپلو اخلاقو ته تغيير مه ورکوه ځکه ديني اخلاق ستا دوامداره پاليسي ده او اقتدار لنډمهالي نشه او د مسلمان لپاره د خدمت کولو يوه وړوکې کړکۍ ده، ديني اخلاق د نورو انسانانو سره د تعامل ثابت چوکاټ دی خو چوکۍ لنډمهالي صلاحيتونه او د رعيت لپاره ستړيا ده او ديني اخلاق ستا شخصيت دی خو چوکۍ لنډمهالي مسئوليت دی.
۲ – د مال او پيسو سره ډېر اختياط کوه؛ ممکن په مسئوليت کي تا ته د پيسو د ساتني او توزيع صلاحيتونه درکړل سي چي ته يې بايد خطر ته ډېر متوجه وسې تر څو خدای مکړه د مال او پيسو په فتنه کي واقع نسې.
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي: فَوَاللَّهِ مَا الْفَقْرَ أَخَافُ عَلَيْكُمْ، وَلَكِنْ أَخْشَى عَلَيْكُمْ أَنْ تُبْسَطَ الدُّنْيَا عَلَيْكُمْ كَمَا بُسِطَتْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَتَنَافَسُوا فِيهَا كَمَا تَنَافَسُوهَا وَتُهْلِكَكُمْ كَمَا أَهْلَكَتْهُمْ.[المعجم الکبيرللطبراني ۱۳۵۱۸] ژباړه: زما دي په الله قسم وي چي زه پر تاسي باندي د فقر څخه نه وېرېږم بلکي زه پر تاسي باندي د دنيا د پراخۍ څخه وېرېږم لکه پر هغه امتونو باندي چي پراخه سوه چي ستاسو مخکي تېر سوي دي نو تاسي به داسي شوق پکښې وکړی لکه هغوی چي کړی وو او تاسي به داسي هلاک کړي لکه هغوی چي يې هلاک کړيوه.
او په حجة الوداع خطبې کي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: فاتقوا الدنيا. ددنيا څخه ځانونه وساتئ.
تل په الله جل جلاله باندي پناه وغواړه چي د مال د فتنې څخه دي وساتي او د پيسو په عيش او عشرت کي راګير نسې.
۳ – د ښځو سره ډېر احتياط وکړه؛ ممکن په مسئوليت کي د ښځو سره مخامخ سې يا دي د کار په ساحه کي ښځي راسي نو کوښښ وکړه چي د ښځو د مکر، فريب او جاذبې څخه ځان وساتې تر څو ددوی په فتنه کي واقع نسې.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: مَا تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أَضَرَّ عَلَى الرِّجَالِ مِنَ النِّسَاءِ.[صحيح البخاري ۵۰۹۶] ژباړه: ما د ځان وروسته داسي ازمايښت ندی پرې ايښی چي د نارينه وو لپاره دي ډېر تاواني وي تر ازمايښت د ښځو. 
همداسي په حجة الوداع کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: واتقوالنساء فإن اول فتنة بني اسرائيل کانت في النساء. يعني ځانونه د ښځو د فتنې څخه وساتئ، په بني اسرائيلو کي لومړی فتنه د ښځو وه.
د ښځو فتنه داسي لويه او خطرناکه ده چي په تاريخ کي يې ډېر غټ غټ خلګ او لوی علماء ښکار سويدي ځکه نو بايد د ډېر عمق څخه په دقت ورته وکتل سي او په لوی الله باندي ددوی د فتنې څخه پناه وغوښتل سي.
دا هم په ياد ولره چي ځيني وختونه د اسلام دښمنان د مال او ښځو څخه په استفاده غواړي اسلامي نظام او په اسلامي نظام کي پاک خلګ بدنام کړي چي ددې لپاره په تاريخ کي ډېري بېلګي او نمونې شتون لري ځکه نو بايد موږ په هر ځای او هر ګړی ورته هوښيار او زيرک وسو.

هیچ نظری موجود نیست: