۱۴۰۱/۱۱/۱۸

پر پلرونو باندي د اولادونو ځيني حقوق:

اولادونه د الله تعالی هبه او ډالۍ ده چي انسان ته يې ورکوي ځکه نو هر انسان د خپلو اولادونو په وړاندي ځيني مسئوليتونه هم لري او لکه پلرونه چي پر اولادنو حق لري اولادونه هم پر پلرونو حق لري د عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دی:
عن ابن عمر قال: إنما سماهم الله أبراراً لأنهم بروا الآباء والأبناء كما أن لوالدك عليك حقا كذلك لولدك عليك حقا.[الأدب المفرد94]
ژباړه: د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي ده وويل: الله تعالی مؤمنانو ته ابرابر وويل، ځکه چي دوی د پلرونو او اولادونو سره نيکي کړېوي نو لکه ستا پلار چي پر تا باندي حق لري همداسي ستا اولاد هم پر تا باندي حق لري.
پر پلرونو باندي د اولادونو ځيني حقوق په لاندي ډول دي:
1 – پلرونه بايد پر خپلو اولادونو ښه نومونه کښيږدي؛ په حديث شريف کي راځي:
إِنَّكُمْ تُدْعَوْنَ بِأَسْمَائِكُمْ وَأَسْمَاءِ آبَائِكُمْ، فَأَحْسِنُوا أَسْمَاءَكُمْ". [رَوَاهُ أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: د قيامت په ورځ تاسي ستاسي او ستاسي د پلرونو په نومونو رابلل کېږی نو پر ځانونو ښه نومونه کښېږدئ.
ښه نومونه هغه وي چي ښه معنی ولري او يا هم پر پخوانيو ښو خلګو  ايښودل سوي وي.
2 – کله چي يې اولاد پيدا سي د توان په صورت کي پر خپل اولاد باندي عقيقه وکړي؛ په حديث شريف کي راځي:
عَنِ الْغُلاَمِ شَاتَانِ مُتَكَافِئَتَانِ -أَيْ مُتَسَاوِيَتَانِ سِنًّا وَشَبَهًا- وَعَنِ الْجَارِيَةِ شَاةٌ". [رَوَاهُ أَحْمَدُ، وَالتِّرْمِذِيُّ وَصَحَّحَهُ].
ژباړه: د هلګ له ځايه دي دوه سره ورته پسونه حلال کړي او د نجلۍ له ځايه دي يو پسه حلال کړي.
3 – که ماشوم هلک وو بايد يې سنت کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
الْفِطْرَةُ خَمْسٌ: الْخِتَانُ...... الحديث
ژباړه: فطرتي سنتونه پنځه دانې دي: يو د هغو څخه سنت کول دي.
4 – هر پلار او مور بايد خپلو اولادونو ته ښه عقيده ور زده کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
مَا مِنْ مَوْلُودٍ إِلاَّ يُولَدُ عَلَى الْفِطْرَةِ، فَأَبَوَاهُ يُهَوِّدَانِهِ وَيُنَصِّرَانِهِ.[صحيح البخاري 1358]
ژباړه: هيڅ ماشوم نه پيدا کيږي مګر پر فطرتي ايمان باندي بيا يې مور او پلار يهودان او نصرانيان کوي.
ياد حديث ته په کتلو سره هر مور او پلار بايد د خپلو اولادونو فطرتي عقيده وساتي او هغوی ته اسلامي عقيده ور زده کړي.
5 – هر مور او پلار بايد خپلو فقيرو اولادونو ته نفقه ورکړي؛ په حديث شريف کي راځي: وَلِقَوْلِهِ -صلى الله عليه وسلم-: "خُذِي مِنْ مَالِهِ مَا يَكْفِيكِ وَوَلَدَكِ بِالْمَعْرُوفِ". [رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ]. 
ژباړه: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د خپل خاوند د مال څخه دومره واخله چي ستا او ستا د اولادونو لپاره بسنه کوي.
6 -  هر پلار او مور بايد خپل اولادونه ښه وروزي، هغوی ته ښه ادب ورکړي، شرعي تکاليف او مسئوليتونه ور وپېژني او په ټولو فردي او ټولنيزو حقوقو يې پوه کړي؛ په حديث شريف کي راځي:
لأَنْ يُؤَدِّبَ الرَّجُلُ وَلَدَهُ خَيْرٌ مِنْ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِصَاعٍ. [التِّرْمِذِيُّ]
ژباړه: دا چي انسان خپل اولاد ته ادب ور زده کړي ده ته ډېر ښه دی تر خيرات کولو د يوې پيمانې.
7 - امربالمعروف او نهي عن المنكر ورباندي عملي کړي؛ پدې معنی سره چي خپل اولادونه پر ښه کارونو باندي امر کړي او د بدو کارونو څخه يې را وګرځوي؛ په آيت شريف کي راځي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.[التَّحْرِيمِ: 6]
ژباړه: ای مؤمنانو خپل ځپل ځانونه او خپله کورنې د اور څخه وساتئ.
ددې آيت په تفسير کي علماؤ  ليکلي دي: خپلو اولادونو ته ښه تعليم ورکړئ، ښه کارونه ور زده کړئ او په آدب يې پوه کړئ.
معلومه خبره ده چي په ښه تعليم، زده کړي او آدب ورکولو کي امر بالمعروف او نهي عن المنکر ته اړتيا سته ځکه بېله امر بالمعروف او نهي عن المنکر د اولادونو ښه روزل امکان نلري.
لقمان حکيم خپل زوی ته په توصيه کي فرمايي:
وَإِذْ قَالَ لُقْمَانُ لابْنِهِ وَهُوَ يَعِظُهُ يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ.[لقمان 13]
ژباړه: کله چي لقمان خپل زوی ته وويل: ای زويه! د الله سره شريک مه نيسه يقينا چي شرک ډېر لوی ظلم دی.
په حديث شريف کي راځي:
مُرُوا أَوْلاَدَكُمْ بِالصَّلاَةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعٍ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ.[أَبُو دَاوُدَ]
ژباړه: خپل اولادونه پر لمانځه باندي امر کړئ کله چي اوه کلونو ته رسيږي، پر لمانځه يې ووهئ کله چي لسو کلونو ته رسيږي او ددوی ترمينځ په بستر کي جدايي راولئ.
8 – کله چي څوک تر يوه ډېر اولادونه ولري بايد يې تر مينځ عدالت وکړي او يو اولاد ته پر بل اولاد ترجيح ورنکړي.
د نعمان بن بشير رضي الله عنه مشهوره قيصه ده چي زما پلار ما ته کوم شي ډالۍ راکړی وو بيا يې زما د مور په غوښتنه خبره د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا خپلو ټولو اولادونو ته دي داسي ډالۍ  ورکړې؟ زما پلار ورته وويل: يا. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د الله تعالی څخه و وېرېږئ او د خپلو اولادونو تر مينځ عدالت وکړئ.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: