۱۴۰۱/۱۱/۱۸

د نکاح کولو فضيلت د احاديثو په رڼا کي:

نکاح هغه نيک عمل دی چي په احاديثو کي يې په اړه ډېر فضائل راغلي دي چي دادی د بېلګي په ډول څو دانې موږ ذکر کوو.
۱ - يَامَعْشَرَالشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنكُمُ البَآءَ ةَ فَاليَتَزَوَّجَ فَاِنَّهُ اَغَضَّ لِلْبَصَرِوَاَحْسَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَّمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَاِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ.[ صحيح البخاري حديث ۱۷۷۲]
ژباړه:ای ټوليه د ځوانانو هر څوك ستاسو څخه چي قدرت او توان ولري نو نكاح دي وكړي ځكه نكاح ښه پټونكې ده د سترګو او ښه ساتونكې ده د فرج (يعني سترګي د حرام كتلو څخه ساتي او فرج د زنا او لواطت څخه ساتي ) او كه د چا نكاح په طاقت نه وي نو هغه دي روژه ونيسي ځكه روژه قطعه كونكې او ضعيفه كونكې د شهوت ده.
پدې حديث کي پر نکاح کولو باندي امر سوی دی او د نکاح فايده او ګټه بيان سوېده چي په نکاح باندي د انسان سترګي او فرج د ګناه کولو څخه ساتل کیږي.

۲ - اَتَزَوَّجُ النِّسَآءَ فَمَنْ رَّغِبَ عَنْ سُنَّتِيْ فَلَيْسَ مِنِّيْ.[ صحيح مسلم حديث ۲۴۸۷]
ژباړه:زه د ښځو سره نكاح كوم نو هر څوك چي زما د طريقې څخه سرغړونه وكړي هغه زما څخه ندی.
ددې حديث څخه معلومه سوه چي نکاح کول د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دی څوک چي يې بېله کوم شرعي عذره نه کوي دغه به يې عذاب وي چي رسول الله صليږی الله عليه وسلم يې د خپل ټولۍ څخه نه بولي.

۳ - اَلدُّنْيَامَتَاعٌ وَخَيْرُمَتَاعِهَااَلْمَرْأةُ الصَّالِحَة.[ مسند عبدابن حميد حديث۳۲۹]
ژباړه: دنيا ټوله ګټه او سامان دی او بهترينه ګټه يې ښه صالحه ښځه ده.
ددې حديث څخه له ورايه ښکاري چي ښځه د دنيا په ټوله سامانونو او خوندونو کي ښه شی دی، انسان يې بايد د لاسته راوړلو په هڅه کي وي.

۴ - اِنْكِحُوا فَاِنِّيْ مُكَاثِربِكُمُ.[سنن ابن ماجه حديث ۱۸۵۳]
 ژباړه: نكاح وكړئ! ځكه زه ستاسو په ډېروالی افتخار كوم.
پدې حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د نکاح کولو امر کوي او يو حکمت يې ذکر کوي چي د اولاد يپدا کېدل دي او بيا فرمايي زه ستاسو په ډېرېدلو باندي فخر کوم.

۵ - تَزَوَّجُوا النِّسَآءَ فَاِنَّهُنَّ يَأتِيْنَ بِالْمَالِ.[معجم ابن المقري 244]
ژباړه: د ښځو سره نکاح وكړئ! ځكه دوی تاسو لره مال راوړي.
پدې حديث کي پر نکاح باندي د امر کولو تر څنګ د نکاح يو برکت هم ذکر سوی دی چي د نکاح کولو سره د انسان کورته مال راځي.
يعني د ښځي د راتګه سره به ستاسو پر كور دروازې د رزق او روزۍ خلاصي سي.

۶ - مَنْ اَحَبَّ فِطْرَتِيْ فَلْيَسْتَنَّ بِسُنَّتِيْ وَاِنَّ مِنْ سُنَّتِيْ اَلنِّكَاحُ.[ شعب الإيمان336]
ژباړه: څوك چي زما د فطرت سره مينه ولري نو زما پر سنت طريقه دي ولاړ سي او نكاح هم زما د سنتونو څخه ده.
پدې حديث کي رسول الله  صلی الله عليه وسلم نکاح خپل سنت بولي او پر عملي کولو یې ټینګار کوي.

۷ - مَنْ اَعْطي ِللهِ وَاَحَبَّ ِللهِ وَاَبْغَضَ ِللهِ وَاَنْكَحَ ِللهِ فَقَدِاسْتَكْمَلَ اِيْمَانَهُ.[ سنن ترمذي2521]
ژباړه: څوك چي د خدای لپاره چاته شی وركړي، د خدای لپاره د چا سره محبت وكړي، د خدای لپاره د چا سره بغض وكړي، د خدای لپاره نكاح وكړي نو په رښتيا چي خپل ايمان يې كامل كړ.
پدې حديث کي نکاح کول د هغو شيانو په کتار کي  ذکر سوېده چي په کولو يې د انسان ايمان کامل کيږي نو لکه نور کارونه چي موږ يې د خپل ايمان د کامل کېدلو لپاره کوو نکاح هم بايد وکړو.
البته تردې هم نور ډېر احاديث او د علماؤ اقوال په فضيلت كي د نكاح سته خو موږ د اختصار لپاره په دغه اندازې بسنه كوو.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: