۱۴۰۱/۱۱/۰۹

فرهنګي مبارزينو ته نصيحتونه!

فرهنګي مبارز وروره! پدې کي شک نسته چي ستا مبارزه مقدسه او مهمه ده خو ددې لپاره چي مبارزه دي نوره هم مؤثره واقع سي او د فرهنګونو او فکرونو د اصلاح سبب سي لاندي شيان په پام کي ونيسه:

۱ – هیڅ وخت پداسي شیانو کي مه ږغېږه چي په اړه یې پوره معلومات نلرې او د داسي شيانو په اړه تبصرې مکوه چي تا ته يې دقيق معلومات نه وي؛ الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا.[سورة الاسراء ۳۶]
ژباړه: د هغه شي پسې مه ځه كوم چي ته ورباندي علم نلري، يقينا چي غوږونه او سترګي او زړه د هر يوه په هكله د دوی څخه پوښتنه كيږي.
يعني په هغه شي پسې مځه كوم چي ته ورباندي خبر نه يې، او هغه خبره مكوه كومه چي ته يي په ثبوت باندي يقين نلرې.

۲ – د شرعي مصلحت څخه په استثناء هيڅ وخت درواغ مه وايه ځکه د درواغو ويل د انسان ايمان په خطر کي اچوي؛ په اثر کي راځي: عن قيس بن أبي حازم، قال: سمعت أبا بكر الصديق يقول: اتقوا الكذب، فإن الكذب مجانب للإيمان.[مساوئ الأخلاق۱۲۸]
ژباړه: قيص بن ابي حازم وايي: ما د ابوبکر رضي الله عنه څخه واورېدل چي ويل يې: ځانونه د درواغو څخه وساتئ ځکه درواغ د ايمان ليري کوونکي دي.
يعني درواغ ويل د ايمان د زوال سبب جوړيږي.

۳ – د چا سره په مقابله کی ښكنځل او سپکي سپوري خبري مكوه د دې ترڅنګ چي په ښکنځلو باندي د خبري تأثير او خوند له مينځه ځي ناروا او حرام کار هم دی؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: لَيْسَ الْمُؤْمِنُ بِالطَّعَّانِ وَلاَ اللِّعَانِ وَلاَ الْفَاحِشِ وَلاَ الْبَذِي.[مسندالبزار۳۲۰۷]
ژباړه: مسلمان باید طعن ویونکی، لعنت ویونکی، ښکنځل کوونکی او بد ویونکی نه وي.

۴ – د باطل په وړاندي باید تل ثابته پالیسي او ښکاره موقف ولرې په حديث شريف کي راځي: عَنْ حُذَيْفَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً، تَقُولُونَ: إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَسَأْنَا، وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنُوا أَنْ تُحْسِنُوا، وَإِنْ أَسَاؤُوا أَلاَّ تَظْلِمُوا.[مسندالبزار۲۸۰۲]
ژباړه: د حذيفه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: بې موقفه مه جوړېږئ چي تاسي واياست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو، که خلګو بد کول موږ هم بد کوو بلکي ځانونه پر دې باندي مجبور کړئ چي که خلګو ښه کول تاسي هم ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسي ظلم مکوئ.
يعني د ځانه څخه هيڅ وخت بې موقفه او بې رأيي انسان مه جوړوه بلکي هميشه بايد د ځان لپاره ثابته او مثبته پالېسي ولرې، په هر څه کي دي موقف معلوم وي او د هر شي په وړاندي روښانه دريځ ولرې! داسي مکوه چي خلګو ته ګورې او په کړنو کي هغوی د ځان لپاره مقتدا او مشران جوړوې، که هغوی ښه کول ته هم د هغوی په پلوۍ ښه کوې او که هغوی بد کول ته هم بد کوې ځکه د مسلمان سره داسي متزلزله او مبهمه پالېسي مناسبه نده.
قال عبد الله بن مسعود: لا يكونن أحدكم إمعة. قالوا: وما إمعة؟ قال: يجري مع كل ريح. [مساوئ الاخلاق۲۸۷]
عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي: د ځانه څخه بې موفقه مه جوړوئ! چا پوښتنه وکړه چي بې موقفه څنګه شی دی؟ هغه ورته وويل: هغه څوک چي د هر باده سره روان وي. يعني د هر چا په ډول پالېسي او فکر غوره کوي او د ځانه څخه ثابت موقف نلري.

۵ – پر خپل مسلمان ورور هيڅ وخت ناحقه او بې ثبوته خبره مکوه ځکه د دې تر څنګ چي بې ثبوته خبره انفرادي او اجتماعي فساد د ځانه سره لري تاوان یې خپله انسان ته رسيږي؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : مَنْ شَانَ عَلَى مُسْلِمٍ كَلِمَةً يَشِينُهُ بِهَا بِغَيْرِ حَقٍّ أَشَانَهُ اللَّهُ بِهَا فِي النَّارِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.[المستدرک ۷۸۹۳]
ژباړه: د ابوذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي په مسلمان پوري ناحقه خبره وتړي چي دده عيب په ښکاره کوي الله تعالی به دی د همدغه خبري په خاطر د قيامت په ورځ دوږخ ته واچوي.
نو کوښښ وکړه چي په هيڅ مسلمان پسې بې ځايه خبري او تبليغات ونکړې او د هيڅ مسلمان د معيوب ښکاره کولو کوښښ ونكړې چي خدای مکړه په همدې سبب دوږخ ته داخل نسې.

۶ – کوښښ وکړه چي د هر مسلمان په غیاب کي د هغه دفاع وکړې په خاصه توګه د خپلو مشرانو او علماء کرامو؛ په حديث شريف کي راځي: عَنْ أَسْمَاءِ بِنْتِ يَزِيدَ قَالَتْ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ يَقُولُ : مَنْ ذَبَّ عَنْ لَحْمِ أَخِيهِ فِي الْمَغِيبَةِ ، كَانَ حَقًّا عَلَى اللهِ أَنَّ يُعْتِقَهُ مِنَ النَّارِ.[الزهدلإبن مبارک۶۸۷]
ژباړه: اسماء بنت يزيد وايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: هر څوک چي په غياب کي د خپل ورور د غوښو حمايت وکړي الله پاک به يې ارومرو د اور څخه آزادوي.
يعني څوک چي د خپل مسلمان ورور په غياب کي د هغه څخه دفاع وکړي، اتهامات ورڅخه ليري کړي او چاته يې د غيبت کولو اجازه ورنکړي الله پاک به دی د قيامت په ورځ د جنهم د اور څخه وساتي.

۷ – د هر چا سره بايد ستا دوستي او دښمني د الله لپاره او د دين پر اساس وي د قومۍ و وطن پر اساس بايد نه وي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي: وَمَنْ بَطَّأَ بِهِ عَمَلُهُ لَمْ يُسْرِعْ بِهِ نَسَبُهُ.[صحیح مسلم ۷۰۲۸]
ژباړه: څوک چي عمل یې وروسته کړي نسب یې نسي مخت کولای.
یعني د چا چي عمل سم نه وي او په عمل باندي مخ ته ولاړ نسي په نسب باندي مخ ته نسي تللای.

۸ – د خپل دعوت او مبارزې لپاره د مصلحتونو او حکمتونو څخه ډکي طریقې انتخاب کړه او په ښه تګلاره حق د خلګو تر غوږو پوري ورسوه؛ الله جل جلاله فرمايي: ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ.[فصلت ۳۴] ژباړه: په هغه خصلت باندي دفع وکړه چي ډېره ښه وي نو هغه څوک چي ستا او دده تر مينځ دښمني وي ستا سره به داسي سي لکه صميمي دوست.
يعني په ښه طريقه د ځان څخه بدي دفع کړه تر څو ښه تأثير وکړي او دښمنان درته داسي وګرځي لکه صميمي ملګري او دوستان.
 مولوي نورالحق مظهري
دوام لري....

هیچ نظری موجود نیست: