۱۴۰۱/۱۱/۱۰

فرهنګي مبارزينو ته نصيحت:(دويمه برخه)

۹ – نيک اخلاق غوره کړئ او د هر چا سره د نبوي اخلاقو پر اساس مقابله وکړئ ځکه د نيکو اخلاقو غوره کول ددې تر څنګ چي خپل ډېر مثبت تأثيرات لري د انسان پر ښه توب او غوراوي باندي هم دلالت کوي په حديث شريف کي راځي:
إِنَّ مِنْ أَخْيَرِكُمْ أَحْسَنَكُمْ خُلُقًا.[صحيح البخاري۶۰۲۹]
ژباړه: يقينا بهترينه ستاسي هغه څوک دی چي ښه اخلاق ولري.
۱۰ – د چاپلوسۍ او دوه مخي سياست څخه ځان وساتئ ځکه دوه مخی سياست او چاپلوسي د منافقينو عادت دی مسلمان بايد ځان ورڅخه وساتي؛ امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسير کي وايي: إنما كان ذو الوجهين شر الناس، لأن حاله حال المنافق، إذ هو متملق با لباطل وبا لكذب.[حاشيه صحيح ابن حبان]
ژباړه: دا چي دوه مخی انسان د ټولو خلګو شرير وبلل سو پدې خاطر چي دوه مخی انسان داسي دی لکه منافق؛ ځکه دوه مخی انسان په باطل او درواغو باندي چاپلوسي کوي.

۱۱ – د خپل اسلامي نظام څخه دفاع وکړئ ځکه دا نظام په ډېرو قربانيو باندي راغلی دی او د اسلامپالو لپاره يواځنې ځاله ده، که خدای مکړه ددې نظام په سمبالولو او ساتلو کي ناکام راځو دا به موږ ته د ټول وخت لپاره د محروميت معنی ولري او د نورو منحرفو انسانانو خبري به راباندي جوړي سي چي دين د حکومتولۍ څخه بېل بولي او اسلام د نظام چلولو لپاره کافي نه بولي.
د اسلامي نظام او مسلمان باچا په ارزښت باندي بايد موږ خپل سر خلاص کړو او خپل ټوله توان د اسلامي نظام ساتلو او مسلمان باچا پلوۍ لپاره وکاروو؛ په اثر کي راځي:
عن عثمان بن عفان رضي الله عنه أنه قال: إن الله ليزع بالسلطان ما لا يزع بالقرآن.[شرح سنن أبي داود لعبدالمحسن العباد]
ژباړه: حضرت عثمان رضي الله عنه فرمايي: الله پاک په باچا باندي داسي شيان دفع کوي چي په قرآن باندي يې نه دفع کوي.
يعني مسلمان باچا دومره مهم دی چي ډېری جرائم او تخلفات دده په ذريعه باندي د ټولني څخه ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.
نو اوس چي الله تعالی موږ ته اسلامي نظام راکړی دی بايد دفاع يې وکړو او ترڅنګ يې ودريږو ترڅو مو نظام سمبال او ټينګ سي.
۱۲ – تقوی غوره کړئ! تقوی د هر مسلمان لپاره لازمه ده خو د مبارز لپاره تقوی ځکه په نسبي ډول ډېره اړينه ده چي په تقوی باندي د مبارز په ګړنو کي برکت او معنويات پيدا کيږي چي په نتيجه کي به يې استقامت په برخه سي او په مبارزه کي به يې الله تعالی خاص او ځانګړی چټک تأثير کښيږدي.
په آخره کي  درته وایم: دا نظام هم د خدمت دی هم غيرت بناء چي څومره مو په هره برخه کي خدمت په طاقت وي ويې کړئ او چي څومره مو توان وي ځانونه غيرتمند ونيسئ.
په اسلامي نظام کي د هرچا مثبت ليدلوري ته په درنه سترګه کتل کيږي نو ځکه د هر مسلمان مبارز ليکنه، وينا او مشوره ارزښتناکه بلل کيږي او اعتبار ورکول کيږي.
په اسلامي نظام کي فعال شخصيتونه ځکه ډېر مهم دي چي نظام په خپل سمبالښت او پرمختګ کي هغوی ته اړتيا لري او د نظام په اداري تشکيلاتو کي ددوی شتون د قوت سبب او د بقاء علت جوړېدلای سي.
له همدې امله هر مسلمان مبارز چي مخکي د ټولني د اصلاح لپاره څومره مبارزه کوله اوس يې بايد د نظام سره په همږغۍ څو برابره وکړي او چي هر با غيرته وګړي په کومو ځايونو کي شرعي غيرت کوی اوس يې بايد د مسئولينو سره په مشوره نور هم غښتلی کړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: