۱۴۰۱/۱۰/۰۵

هوښيار څوک دی؟(فقهي اصل)

ژباړه: سفيان ويلي دي: عمر بن العاص فرمايلي دي: هوښيار هغه ندی چي خير د شر څخه پېژني بلکي هوښيار هغه دی چي په دوو شرو کي غوره پېژني. 
يعني کله چي انسان د دوو تاوانونو او ضررونو تر مينځ راځي هوښيار هغه څوک دی چي هغه لږ ضرر و پېژني او په ګاللو يې ځان د لوی شر څخه خلاص کړي؛ هغه څوک هوښيار ندی چي خير د شر څخه جلا کولای سي ځکه ددې کار توان خو ډېری خلګ لري.
په عمومي ډول خير او شر سره بېل دي او د خير جلا کول د شر څخه دومره سخت کار هم ندی خو په دوو تاوانونو کي د آسانه او سپک پېژندل او بيا يې په ګاللو کي د سخت او غټ تاوان څخه د ځان ساتل ګران کار دی ځکه نو عمرو بن العاص رضي الله عنه دغه انسان هوښيار او عاقل بولي.
دا خبره زموږ په فقه کي هم يو اصل دی چي: کله د دوو تاوانونو تقابل سره راسي نو د ډېر تاوان د دفع کولو لپاره دي لږ تاوان وګالل سي.
په تبيين الحقائق کتاب کي راځي: کله چي د دواړو تاوانونو دفع کول ممکن نه وي نو ارومرو به د ډېر تاوان د دفع کولو لپاره لږ تاوان ګالل کيږي.
په شرح کي د سيرالکبير راځي: کله چي ځينو خلګو ته د ضرر رسولو څخه موږ هيڅ چاره ونلرو نو هغه لږ ضرر ته پر ډېر ضرر ترجيح ورکول کيږي.
ددغه اصل او قانون څخه موږ د ژوند په ټولو چارو کي استفاده کولای سو او په ټولو غير منصوصي مسائلو کي يې کارولای سو.
قال سفيان:قَالَ عَمْرُو بْنُ الْعَاصِ: لَيْسَ الْعَاقِلُ الَّذِي يَعْرِفُ الْخَيْرَ مِنَ الشَّرِّ، وَلَكِنِ الْعَاقِلُ الَّذِي يَعْرِفُ خَيْرَ الشَّرَّيْنِ.[المجالسة وجواهرالعلم670]
لَمَّا لَمْ يُمْكِنْ دَفْعُ الضَّرَرَيْنِ جَمِيعًا لَا بُدَّ مِنْ أَنْ يَتَحَمَّلَ أَدْنَى الضَّرَرَيْنِ لِدَفْعِ الضَّرَرِ الْأَعْلَى.[تبيين الحقائق باب الوصي]
وَإِذَا لَمْ نَجِدْ بُدًّا مِنْ إيصَالِ الضَّرَرِ إلَى بَعْضِ النَّاسِ ، تَرَجَّحَ أَهْوَنُ الضَّرَرَيْنِ عَلَى أَعْظَمِهِمَا.[شرح السيرالکبير]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: