۱۴۰۱/۱۰/۰۶

هغه څوک هوښيار دی چي وقايه کوي:

سفيان رحمه الله فرمايي: زياد وويل: هوښيار هغه ندی چي په کوم کار کي چي لوېدلي وي د هغه لپاره حيله جوړوي بلکي هوښيار هغه دی چي حيله جوړوي تر څو کار ته و نه لويږي.
يعني د مشکلاتو څخه د خلاصون په نسبت د مشکلاتو په وړاندي د وقايې جوړول ډېر مهم دی ځکه نو هغه څوک ډېر هوښيار دی چي مخکي تر دې چي په ستونزو کي واقع سي د ځان لپاره وقايه جوړوي او په ستونزوه کي د ځان لوېدلو مخنيوی کوي.
که شرعي اصولو او اساساتو ته مراجعه وکړو له ورايه به راته ثابته سي چي د ټولو مشکلاتو په وړاندي وقايه څومره مهمه ده؟
د بېلګي په ډول په حديث کي راځي: مَنْ بَاتَ فَوْقَ بَيْتٍ لَيْسَتْ لَهُ إِجَّارٌ فَوَقَعَ فَمَاتَ ، فَبَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ ، وَمَنْ رَكِبَ الْبَحْرَ عِنْدَ ارْتِجَاجِهِ فَمَاتَ ، فَقَدْ بَرِئَتْ مِنْهُ الذِّمَّةُ.[مسند احمد ۲۱۰۲۸]
ژباړه: څوک چي د داسي کور پر سر ويده سي چي بام ونلري نو دی ولوېږي دی د الله د حفاظت څخه خلاص دی -يعني تاوان يې خپل پر غاړه دی– او څوک چي د سند موجونو ته ځان واچوي نو غرق سي دی د الله د حفاظت څخه خلاص د –يعني تاوان يې خپل پر غاړه د-.
هدف ددې څخه دا دی چي مخکي تر دې چي د بام څخه ولويږي يا يې سند غرق کړي انسان بايد خپل تدابير ونيسي که يې نه نيسي نو مسئوليت يې خپل پر غاړه دی.
په بل حديث کي راځي: إذا قام أحدكم من الليل عن فراشه، ثُمَّ رجع إليه فإنه لا يدري ما خلف فيه بعده فلينفضه بإزاره...[ مسند البزار ۸۵۰۶]
ژباړه: کله چي يو څوک ستاسو څخه په شپه کي د خپل بستر څخه ولاړ سي چي بيرته راسي نو دی ندی خبر چي دده وروسته بستر ته څشی راغلی دی ځکه نو خپل بستر دي په خپلو کالو باندي وڅنډي.
يعني مخکي تردې چي په بستر کي يې مار، لړم او يا بل شي وچيچي دی بايد خپل بستر وګوري چي دغه شيانو ځای پکښې نه وي نيولی.
په بل حديث کي راځي: إِنَّ هَذِهِ النَّارَ إِنَّمَا هِيَ عَدُوٌّ لَكُمْ فَإِذَا نِمْتُمْ فَأَطْفِئُوهَا عَنْكُمْ.[صحيح البخاري ۶۲۹۴]
ژباړه: دغه اور ستاسي دښمن دی نو کله چي ويده کېږی د ځانونو څخه يې مړ کړئ.
يعني مخکي تردې چي اور تاسو او يا ستاسو کور وسوځوي مړ يې کړئ بيا په آرامه ورته ويده سئ.
همداسي په حديث کي د ناروغيو په وړاندي د وقايې اړوند راځي: إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا.[صحيح البخاري ۵۷۲۸]
ژباړه: کله چي مو په يوځای کي د وبا واورېدل نو هلته مه ورځئ او چي کله په کوم چي ځای کي چي تاسي ياست هلته راسي نو د هغه ځای څخه مه وځئ.
همداسي نور ډېر احاديث او آيتونه سته چي انسان ته د وقايې او ځان ساتني سپارښتنه کوي.
نو بايد موږ د خپل توان سره سم د هري پيښي او ننګوني په وړاندي له مخکي څخه آمادګي ولرو تر څو خپله هوښياري هم په اثبات ورسوو او ځانونه هم د ستونزو څخه وساتو.
قَالَ سُفْيَانُ: قَالَ زِيَادٌ: لَيْسَ الْعَاقِلُ الذي يحتال للأمر إِذَا وَقَعَ فِيهِ، وَلَكِنِ الْعَاقِلُ الَّذِي يَحْتَالُ لِلْأَمْرِ أَنْ لَا يَقَعَ فِيهِ[المجالسة وجواهرالعلم۶۷۰]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: