۱۴۰۱/۰۹/۲۲

کينه او کرکه مکوئ کنه نو اعمال مو نه قبليږي!

ژباړه: د جابر رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د دوشنبه او پنجشنبه په ورځ عملونه الله تعالی ته وړاندي کيږي نو ځيني خلګ چي استغفار کوي هغوی ته بخښه کيږي او ځيني چي توبه کوي د هغوی توبه قبليږي او د کينې والا خلګو اعمال ددوی د کينې له کبله رديږي تر څو چي دوی توبه باسي.
يعني د دوشنبه او پنجشبنه په ورځ د هر انسان د اعمالو د قبلېدلو احتمال سته خو د هغه چا اعمال نه قبليږي چي د بل مسلمان سره په زړه کي کينه او کرکه ولري تر څو چي د خپل دغه عمل څخه توبه باسي.
ددې لپاره چي اعمال مو د الله تعالی په دربار کي قبول سي او رد نسي بايد د هيڅ مسلمان سره په زړه کي کينه او نه ساتو او کوښښ وکړو چي هر مسلمان ته د خپل ورور په سترګه وګورو.
عن جابر أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال تعرض الأعمال يوم الاثنين والخميس فمن مستغفر فيغفر له ومن تائب فيتاب عليه ويرد أهل الضغائن لضغائنهم حتى يتوبوا.[المعجم الاوسط7419]
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: