۱۴۰۱/۰۹/۲۶

ځان وپېژنه او تکبر مکوه!

ګرانه وروره او ګراني خوري! تکبر او غرور هغه باطني ناروغي ده چي د انسان ظاهر او باطن دواړه بربادوي او ددې تر څنګ چي د مسلمان لپاره قطعي حرام کار دی ډېر زيانونه هم ورباندي مرتب دي له همدې امله په احاديثو کي راځي: لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِى قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ.[صحيح مسلم275] ژباړه: جنت ته به داخل نسي هغه څوک چي په زړه کي يې يوه ذره لويي/تکبر وي.
تکبر هغه ناروغي ده چي د انسان شخصيت او حيثيت دواړه وژني ځکه د تکبر نتيجه رسوايي او خواري ده لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ تَكَبَّرَ تَعَظُّمًا وَضَعَهُ اللهُ، وَمَنْ تَوَاضَعَ لِلَّهِ تَخَشُّعًا رَفَعَهُ اللهُ.[شعب الايمان7794] ژباړه: څوک چي د لويي له امله تکبر وکړي الله تعالی به يې کښته/خوار کړي او څوک چي د ويري له کبله عاجزي وکړي الله تعالی به يې لوړ/پورته کړي.
وروره او خوري! کله چي دي په زړه کي د تکبر اراده هم راځي دستي الله تعالی ته رجوع وکړه، توبه وباسه او استغفار وکړه؛ په استغفار او توبې باندي مه شرمېږه ځکه چي په استغفار او توبې باندي شرمېدل د منافقينو خصلت دی په قرآن عظيم الشأن کي د منافقينو په باره کي راځي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ.[سورة المنافقين5] ژباړه: كله چي دوی ته وويل سي راسئ چي د الله رسول ستاسو لپاره بخښه وغواړي دوی خپل سرونه وپيچي او ته به دوی ووينې چي ددين/ استغفار څخه ممانعت کوي او دوی تکبر کوونکي دي.
نو هيڅ وخت په بښنه او توبه باندي مه شرمېږه، که دي خپل او الله تر مينځ ګناه کړېوي الله تعالی ته راجع سه او بخښه وغواړه، که دي د نورو مسلمانانو حق ضائع کړی وي او يا دي هم د کوم مسلمان پسې بدي خبري کړيوي نو بيا د هغه مسلمان څخه بښنه وغواړه او توبه وباسه.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: