۱۴۰۲/۰۹/۱۸
د نړيوالو جرائمو مور او بچيان يې:
۱۴۰۲/۰۹/۱۷
د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(پنځمه شبهه)
۱۴۰۲/۰۹/۱۲
د افغانستان څخه تښتېدلو انسانانو ته!
۱۴۰۲/۰۹/۱۰
مبارزه وروره!
۲ ـ که په مبارزه کي اصول او اخلاق مراعات کړې هيڅ وخت به پر خپلي مبارزې پښېمانه نسې.
۳ ـ که په مبارزه کي د چا سره سليقوي چلند او حسد ونکړې ورځ تر بلي به دي مبارزه چټکه او مؤثره کيږي.
۴ ـ که په مبارزه کي مسلکي او تخصصي کار وکړې هيڅ وخت به د پوهانو د عار او پېغور سره مخامخ نسې.
۵ ـ که په مبارزه کي د تخاطب او خبرو آداب عملي کړې هيڅ کله به ملامت نسې.
۶ ـ که په مبارزه کي په افواهاتو پسې ولاړ نسې تل به دي اعتبار او آبرو خوندي وي.
۷ ـ که په مبارزه کي د فکري جمود، سياسي ساده ګۍ او فرهنګي انحطاط څخه ځان وساتې ارومرو به په خپلي مبارزې کي د شخص د حيثيت څخه د فکر او ليدلوري حيثيت ته ارتقاء کوې.
۸ ـ که په مبارزه کي اطاعت او سلسله مراتب مراعات کړې ارومرو به يې برکتونه او معنويات په خپل ژوند کي ووينې.
۹ ـ که په مبارزه کي زغم/صبر، استقامت، جديت، درايت، زراکت او تدبير د ځان عادت جوړ کړې نو په هيڅ ډګر کي به دوامداره ماتي و نه خورې.
۱۰ ـ که په مبارزه کي د هدف په ټاکلو کي غور وکړې او هدف ته په رسېدلو کي د ناهيلۍ څخه ځان وساتې حتما به يوه ورځ هدف ته رسيږې او مخالفين به دي ورځ تر بلي ضعيفه کيږي.
مولوي نورالحق مظهري
د فرهنګي مبارزې ډولونه:
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
بسم الله
الرحمن الرحیم
لنډيز:
که د دين اصولو او فرهنګي
مبارزي ارزښت او تأثيراتو ته و ګورو دا به راته ثابته سي چي فرهنګي مبارزه د اسلام
څخه د دفاع په برخه کي، په انساني ټولنه کي د اصلاح برخه کي، د اسلامي نظام د
راوستلو او سمبالولو په برخه کي، په مسلمانانو کي د فکري او سياسي انحراف څخه د
مخنيوي په برخه کي تر خپل توانه د هر مسلمان دنده او وظيفه ده په خاصه توګه بيا
هغه کسان چي په اسلامي ټولنه کي د علم او تخصص په درلودلو سره په دي برخه کي
ځانګړی فعاليت کوي البته دا ډېره مهمه خبره ده چي هري برخي ته بايد ځانګړې توجه او
پاملرنه وسي.
کليدي کلمې:
فرهنګي، مبارزه، دفاع، اصلاح،
اسلامي نظام، ترنم او شاعري
مقدمه:
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم؛
اما بعد!
د فرهنګي مبارزې ارزښت ته په
کتو داسي ويلای سو چي فرهنګي مبارزه د يو ملت لپاره د خپل هويت ساتني او غځوني ډېره
غوره او اساسي لار ده ځکه په فرهنګي مبارزه کي فکرونه او فرهنګو نه هدف ګرځول کيږي
چي په ذريعه يې غټ غټ ملتونه تسخير کيږي او نظامي واک ته لار ورباندي آماده کيږي.
که مسلمانان په فرهنګي مبارزه کي
تل ويښ وي او د دين په چوکاټ کي د ننه يې لومړيتوبونو ته په پام پر مخ يوسي زه
مطمئن يم چي خپل دين، وطن او مقدسات به په تمامه معنی په هر ځای او هر وخت کي په
پوره توګه وساتي او نه تنها دا چي و به يې ساتي بلکي نورو ملتونو ته به يې هم وغځوي
او ورځ تر بلي به ډېر کسان د اسلام په مبارک دين کي داخليږي او تر ټولو مهمه لا دا
چي په اسلامي هيوادونو کي د ننه به خلګ د فکري او سياسي انحراف څخه وژغورل سي چي
په نتيجه کي به حاکم اسلامي نظامونه د سقوط او زوال څخه خوندي وي او په کومو ځايونو
کي چي اسلامي نظامونه نسته هلته به يې حاکميت ته لاره آواره سي.
فرهنګي مبارزه د کيفيت له مخي
ډېر ډولونه لري چي موږ يې هغه مهم اقسام د فرعي څانګو سره په لاندي ډول ذکر کوو:
1 – د اسلام څخه دفاع:
په دې خاطر چي مسلمان د خپل دين د ساتني او غځولو په
وړاندي ډېر دروند مسئوليت لري د مسلمان لپاره د فرهنګي مبارزې لومړی هدف بايد د
اسلام څخه دفاع وي ځکه د دين په ساتني سره دده ټوله ژوند او د ژوند ټولي برخي خوندي
کېدلای سي او چي دين يې څومره ډېره جغرافيه تر پوښښ لاندي نيسي په هماغه کچه يې په
ټوليز ډول په ژوند کي مثبت بدلون راځي او د بله پلوه هر ډول دښمن يې په هر ډګر کي
د ناکامۍ او سرټيټۍ سره مخامخ کيږي چي په نتيجه کي به مسلمانان او اسلامي هيوادونه
د هر ډول يرغل او بريد څخه خوندي کيږي.
د فرهنګي مبارزې په ډګر کي
د اسلام ساتنه په لاندي طريقو کولای سو:
الف: د دين لپاره دعوت؛ د دين
لپاره دعوت کول هغه مهم او اساسي کار دی چي په عملي کولو سره يې نه تنها دا چي دين
خوندي کيږي بلکي دين غځيږي هم او په مسلمانانو کي د تقوی او په کفارو کي د ايمان
راوړلو احساس پيدا کيږي ځکه نو که وګورو د اسلام د راتګ څخه بيا تر اوسه پوري يو د
هغو څلورو شيانو څخه چي د اسلام په ساتنه او غځولو کي يې فعال رول لوبولی دی دعوت
دی.
دين ته دعوت په حضوري او شفاهي
ډول هم کيږي او د ميډيا له لاري هم کيږي؛ په حضوري ډول يې انسان په جوماتونو،
مدرسو، ښوونځايونو او هر هغه ځای کي کولای سي چي انسانان پکښې راټوليږي او د ميډيا
له لاري يې په کتبي شکل او ټولنيزو شبکو په واسطه کولای سي.
ب: د شبهاتو جوابول؛ د اسلام د
راتګ څخه بيا تر اوسه پوري بلکي تر قيامته پوري داسي کسان سته چي په اسلام کي خلګو
ته شبهات او شکونه پيدا کوي تر څو د مسلمانانو عقيدې او باورونه خراب کړي او د دين
څخه يې واړوي ځکه نو دې ته سخت ضرورت دی چي مسلمانان بايد داسي کسان ولري چي ددوی
شبهاتو ته جوابونه ورکړي او د عامو مسلمانانو عقيده وساتي چي همدغه فرهنګي مبارزين
دا کار کولای سي؛ البته د شبهاتو جوابول بايد په ډېري آمادګي او پوره حکمت سره وي
کنه نو بيا نتيجه نه ورکوي.
ددې لپاره چي فرهنګي مبارزين د
شبهاتو جوابولو ته آمادګي ولري لومړی بايد دوی ځانونه په خپل دين کي د عقيدې او
اعمالو په برخه کي ښه ورسوي او داسي ذهني حضور پيدا کړي چي هري شبهې ته جوړ کړی
جواب د ځانه سره ولري او بيا د شبهاتو په جوابولو کي د تحقيق او پلټني څخه کار
واخلي چي ددې لپاره مهمه لار د پوهانو سره ملګرتيا او ډېره سالمه مطالعه ده.
ج: تعليم او تدريس کول؛ د اسلام
په ساتنه او توسعه کي تعليم او تدريس ډېر رول لري ځکه نو د اسلام په دفاع کي د پيل
څخه بيا تر اوسه پوري ډېر مؤثر تمام سوی دی.
ددې لپاره چي موږ د اسلام د
دفاع لپاره خاص بشري ځواک وروزو يوه مهمه لاره يې تعليم او تعلم دی چي په عموم کي
د مدرسو، مکاتبو او پوهنتونونو په چاپيريال کي ترسره کيږي او که انسانان وغواړي په
هرځای کي يې عملي کولای سي چي ښه خبره هم د عمومي فرصتونو او عامو ځايونو برابرول
دي البته طرزالعمل او ميکانيزم د هر کار لپاره شرط دی.
تعليم او تعلم کڅه هم خپله فرهنګي خدمت دی خو په ذريعه يې په هره برخه کي کسان روزل کېدلای سي او د اسلام څخه د دفاع لپاره ډېره ښه استفاده ورڅخه کيږي ځکه نو زموږ مبارزين وړونه بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي او تل د افادې او استفادې په ډګرونو کي ځانونه وځلوي.
2 - په مسلمانانو کي اصلاح راوستل:
د فرهنګي مبارزې دويم ډول په مسلمانانو
کي د اصلاح راوستلو کوښښ دی ځکه چي څومره په مسلمانانو کي اصلاح راځي په هماغه کچه
انحرافات، جرمونه او سرغړوني کميږي او انسانان پر مستقيم مسير باندي برابريږي؛ په
مسلمانانو کي د اصلاحي کوښښونو لپاره څو لاندي طريقو ته اشاره کولای سو:
الف: په جماتونو، ښوونيزو او
ټولنيزو ځايونو کي د اصلاحي بيانونو او خاصو پروګراونو له لاري په نصابي او غير
نصابي شکلونو د خلګو پر اصلاح ښه کار کېدلای سي.
ب: د مطبوعاتو له لاري په چاپي،
ږغيز او تصويري بڼه د خلګو پر اصلاح کار کېدلای سي چي په مجلو يا ورځپاڼو کي
اصلاحي مطالب چاپ سي،په ويب پاڼو او ويبلاګونو کي اصلاحي مقالې او لنډ مطالب نشر
سي، په راډيو ګانو کي مهمي او ارزښتناکي خپروني خپرې سي او په ټلويزيونونو کي
اصلاحي تصويري ټوټې نشر ته وسپارل سي البته دا ټوله د يو خاص طرزالعمل له مخي.
ج: د ټولنيزو شبکو له لاري لکه
فيسبوک، تويتر، واټساپ، تلګرام، انستاګرام، ټيک ټاک، ګوګل پلس او نورو له لاري د
خلګو د اصلاح لپاره کار کېدلای سي البته د ټولنيزو شبکو په اړه زما نظر دا دی چي
په کومو ځايونو کي خلګ لاسرسي ورته ونه لري دا مناسبه نده چي موږ يې هلته ترويج
کړو او په کومو ځايونو کي چي خلګ لاسرسي ورته ولري هلته نو بيا دا مهمه ده چي موږ
يې خلګو ته د استفادې سمه طريقه ورته زده کړو او له لاري يې په ليکلي، ږغيزه او
تصويري بڼه د خلګو د اصلاح لپاره کار وکړو ځکه ټولنيزي شبکې لکه يو آزاد مارکيټ داسي دی ښه او بد ټوله پکښې سته
نو چي بندولای يې نسو بديله لاره يې دا ده چي د سمون لپاره يې لاس په کار سو او د
همدې لاري د خلګو پر ذهنونو او فکرونو لازم کار وکړو.
نن په نړۍ کي ټولنيزي شبکې ځکه د خلګو د ژوند برخه کرځېدلې ده چي خلګ خپل ډېری
کارونه د همدې لاري کوي مثلا: د ملګرو او کورنيو تر مينځ روابط، سوداګريزي
خبرتياوي، تجارت او معاملات، درس او تدريس، سياسي او فرهنګي تبليغات، عامه پوهاوی
او داسي نور کارونه چي نن د همدغه شبکو له لاري کيږي نو داسي ويلای سو چي ټولنيزي
شبکې داسي شر دی چي موږ چاره ورڅخه نه لرو له همدې امله يې بايد د اصلاح لپاره
کوټلي ګامونه واخيستل سي او په ذريعه يې په خلګو کي د هراړخيز سمون لپاره کار وسي
چي فرهنګي مبارزين دا کار ډېر ښه کولای سي البته د کار ښه اغيزمنتيا لپاره دا مهمه
ده چي لومړی يې دوی خپله د ښه استفاده کولو طريقه زده کړي او بيا يې په ټولنه کي د
مثبتو بدلونونو لپاره وکاروي.
د پورته درو واړو برخو په ذريعه
د مسلمانانو د اصلاح لپاره کوښښ کول د فرهنګي مبارزې مهم ډول دی چي هر فرهنګي
مبارز بايد ورته متوجه وي او د مربوطه رسمي ارګانونو سره په همږغۍ، د پوهانو سره
په مشوره او په پوره اخلاص يې پر مخ يوسي.
په مسلمانانو کي اصلاحي هلي ځلي
ځکه ډېري مهمي دي چي د مسلمانانو د اصلاح سره د ډېرو فسادونو مخه نيول کيږي او په
هره برخه کي د جرمونو ګراف کښته راځي چي طبعا د نظام او ټولني په وړاندي د ننګونو
او چالشونو کچه هم ورسره ټيټيږي او د پرمختګ لپاره ښه فرصتونه په لاس راځي.
3 – د اسلامي نظام څخه
دفاع:
په دې خاطر چي اسلامي نظام د
اسلام سياسي څېره او د مسلمانانو لپاره د ساتني او اتحاد محور دی ځکه نو بايد ټول
مسلمانان په خاصه توګه فرهنګي مبارزين د هغه په واکمن کېدلو کي پوره زيار وباسي خو
اوس چي الحمدلله حاکم سوی دی ټول يې بايد په سمبالولو او ساتلو کي خپل زيار او
کوښښ وکړي؛ د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه په لاندي طريقو باندي کيږي:
الف – فزيکي فرهنګي فعاليت؛
فرهنګي مبارزين بايد د هغو رسمي اداراتو سره مرسته وکړي چي په خپلو وظايفو کي
فرهنګي فعاليتونه لري لکه د اطلاعاتو او کلتور رياست، د حج او ارشاد رياست او د
امربالمعروف او نهي عن المنکر رياست.
د يادو رياستونو سره ددوی د
غوښتني سره سم د فرهنګي مبارزينو هغه همکاري ډېره ضروري ده چي په مټ يې په خلګو کي
اصلاح او فرهنګ جوړونه راځي او ټول هغه فعاليتونه تر سره کيږي چي عملي کول يې د
هيواد، خلګو او نظام په ګټه تماميږي او په يو ډول د نظام پر ځواکمنتيا او بقاء
دلالت کوي.
ب: د خلګو پوهاوی؛ فرهنګي
مبارزين بايد د اسلامي نظام د تعريف، ارزښت، اړتيا، ځانګړتياوو او لاس ته راوړنو
څخه خلګ خبر کړي او ددې کار سم کېدل هغه وخت ممکن دي چي خپله مبارزين ځانونه په دې
برخو کي ښه پوه کړي ځکه د ناخبر انسان دفاع ددې ترڅنګ چي چنداني ګټه نه لري بلکي
ځيني وختونه تاوان هم کوي.
د اسلامي نظام پېژندل هغه وخت
پوره ممکن دي چي خلګ يې د تعريف څخه خبر سي او په ګټو يې هغه وخت خلګ خبريږي چي په
ارزښت يې پوه سي او د اړتيا حس يې وکړي او د نظام سره د خلګو مينه هغه وخت پيدا
کيږي چي لاس ته راوړني يې وويني له همدې امله دا ډېره مهمه ده چي فرهنګي مبارزين
په پورته شيانو د خلګو د پوهاوي لپاره کار وکړي.
ج: پر نظام د شبهاتو جواب؛ دا
معلومه خبره ده چي ځيني خلګ به د ناپوهۍ له وجهي پر نظام منفي اعتراضونه کوي، ځيني
نور به يې ممکن د پوهي سره سره د بې دينۍ له وجهي کوي او ځيني نور به شايد د
شايعاتو تر تأثير لاندي راغلي وي خو د هر چا لخوا چي پر اسلامي نظام بې ځايه شبهه
وارديږي فرهنګي مبارز يې بايد قاطع جواب د ځانه سره ولري البته د شبهاتو په
جوابولو کي درې شيان ډېر ضروري دي: يو دا چي هر مبارز به د نظام په نماينده ګۍ او
وياندويۍ خبري نه کوي بلکي په عمومي ډول به په دلائلو باندي شبهه جوابوي، دويمه
خبره دا ده چي د شبهې جواب به په شعوري ډول کوي تر څو مقابل لوري ته قناعت حاصل سي
او دريمه خبره دا ده چي د شبهې په جوابولو کي به ټول بُعدونه او جوانب په پام کي
نيسي او په ښه حکمتي لهجه او مصلحتي ژبه به يې جوابوي.
د شبهاتو په جوابولو کي بايد د
شبهې وزن او اعتبار ته هم وکتل سي ځکه ځيني وختونه داسي شبهات وارديږي چي هغه په
جواب ورکولو باندي نه ارزي بلکي ددې تر څنګ چي وخت ورباندي ضايع کيږي يو ډول شهرت او غټوالی هم پيدا کوي له همدې
امله د مناظرو پوهان وايي: پر هره خبره سړی د چا سره مناظره نه کوي ځکه ځيني خلګ د
مناظرې له لاري غواړي ځانونه مشهور کړي او خپل ځان په خلګو کي مطرح کړي.
البته که په راډيوګانو،
ټلويزيونونو او نورو رسنيو کي د يوه خاص مهالويش سره سم د يوه پلان له مخي ځيني
وختونه پوهان رسمي خلګ ميلمانه سي او د نظام په نماينده ګۍ شبهات جواب کړي او د
مربوطه اداراتو لاس ته راوړني د خلګو سره شريکي کړي دا به فرهنګي مبارزه نوره هم
چټکه کړي او د نظام په دفاع کي به ډېر ښه مؤثر تمام سي.
د: مشرانو ته مشوره ورکول؛ کوم
کسان چي په لوړه سطحه علمي فرهنګي مبارزه کوي دا به ډېره ښه وي چي ځانونه د نظام
په سيستم ښه پوه کړي او بيا مربوطه اداراتو ته ځيني وختونه ورسي او مسئولينو ته په
کار کي د ښه پرمختګ په نيت نيکي مشورې ورکړي تر څو د ښې حکومتولۍ فرهنګ ترويج پيدا
کړي او په اداراتو کي په هر اړخيز ډول اسلامي فرهنګ عملي سي.
هـ: د نظام مربوط مثبت خبرونه تکثير کول؛ د نظام په اړه د مثبتو خبرونو نشر کول او تکثير کول هم ددې لامل جوړيږي چي د نظام په لاس ته راوړنو دي خلګ خبر سي او د نظام په وړاندي د ډېرو ننګونو مخه دي ونيول سي له همدې امله که فرهنګي مبارزين په دې برخه کي هم د رسمي اداراتو سره مرسته وکړي دا به په فرهنګي برخه کي د نظام د دفاع لپاره ډېر ښه مؤثر تمام سي.
4– ترنم او شاعري:
که تاريخ ته وګورو د فرهنګي
مبارزې په ډګر کي مسلمان شاعران په شعرونو او نظمونو باندي ډېر ځلېدلي او په هره
برخه کي يې د خپلو اشعارو په ذريعه ډېر مثبت بدلونونه راوستلي په خاصه توګه د
حماسو په ډګر کي چي تل يې ځانونو او اورېدونکو ته د خپل شعر په واسطه د داسي مبارزې
روحيه ورکړې چي تر ډېرو ځايونو او ډېرو وختونو پوري يې د مثبتو بدلونونو تأثيرات
رسېدلي دي.
د شعر او شاعرۍ په ډګر کي
اسلامي تاريخ په خپله غېږه کي ډېر نامتو او زړور شاعران لري چي تل يې د دين، وطن
او انسانيت په ساتلو کي ډېر فعال رول لوبولی دی د بېلګي په ډول د رسول الله صلی
الله عليه وسلم په زمانه کي حسان بن ثابت، عبدالله بن رواحة، زياد التميمي او کعب
بن مالک رضي الله عنهم هغه تکړه شاعران وه چي تل يې په خپل شعر د اسلام او پيغمبر
څخه دفاع کول او د شعرونو په ويلو يې مسلمانان د دين لپاره خدمت او جهاد ته تشويق
کول.
که په عموم کي تاريخ ته ځير سو
دا به راته ثابته سي چي په هره زمانه کي ځينو شاعرانو د خپل عصر د شرايطو سره سم د
شعر په ژبه د ټولني د اصلاح لپاره کار کړی دی او په اخلاقي، ديني، ټولنيزو او
تصوفي برخو کي يې لوی لوی کتابونه ليکلي دي چي يوه بېلګه يې علام اقبال لاهوري،
خوشحال خټک او عبدالرحمان بابا دي چي د شعرونو په مطالعه کولو سره يې انسان ته د
عباداتو، عقائدو او نورو مهمو موضوعاتو په برخه کي پوره معلومات حاصليږي.
مبارزو شاعرانو تل خپل چاپيريال
او حالاتو ته په کتو په ټولنه کي د مثبتو بدلونونو لپاره کار کړی دی؛ د جهاد لپاره
دعوت، د ظالمانو او جاهلانو څخه شکايت، د پوهي او روښن فکرۍ ترويج، د مظلومانو
دفاع، د فکرونو ويښتوب، د فرهنګونو سمون، د انسانيت ارزښت، د بشريت مقام، د تقوی
فضيلت او نور... هغه موضوګاني دي چي په هره زمانه کي شاعرانو شعرونه ورباندي جوړ کړي
او ويلي دي چي نژدې بېلګه يې زموږ په
افغانستان کي د جهادي حرکتونو پيل کېدل دي چي د انګريزانو، روسانو او امريکايانو
په وړاندي په جهادي بهير کي شاعرانو ډېره لويه ونډه واخيستل او د مجاهدينو په
تشويق او تحريک کي يې ډېر کار وکړ بلکي د کفري اشغال په ختم او کفري فکر په وژلو
کي يې نه ستړي کېدونکي هڅي وکړې په خاصه توګه بيا ترنم ويونکو ډېر ستر خدمت وکړ چي
په خپلو ترانو او زمزمو يې تل جهادي شعار چالانه او اوچت وساتي.
حماسي او انقلابي شاعرانو په
خپلو جذباتي شعرونو او ترانو د کفري ميډيا ملا ماته کړه او ډېر خلګ يې ددوس د
شيطاني موسيقۍ څخه را وګرځول
همدا راز دغسي شعرونو او ترانو په هر وګړي کي د مثبت پاڅون
جذبه راپوته کړه او هر با احساسه انسان يې په يوه نه بله طريقه د دين او اسلام
دفاع ته وهڅوي.
ددې لپاره چي موږ په شعرونو او
ترانو د فرهنګي مبارزې ميدان نور هم تود وساتو لاندي موارد بايد په پام کي ونيسو:
الف: شاعران او ترانه ويونکي
نور هم تشويق کړو چي په ګڼو اصلاحي او فرهنګي برخو کي شعرونه او ترانې ووايي.
ب: د شاعرانو د خدمتونو د ښکاره
کولو او ددوی د تشويق کولو لپاره د هغوی د شعرونو په چاپلولو او نشر کولو کي مرسته
ورسره وکړو.
ج: ددې زمينه برابره کړو چي منل
سوي او تکړه شاعران ځوانو شاعرانو ته ورکشاپونه او سيمينارونه جوړ کړي تر څو ددوی
شعري قوت نور هم قوي سي او شعرونه يې معياري سي.
د: کوښښ وکړو چي د شعري شهرت
معيار استعداد او پوهه وګرځوو نه زور او واسطه.
هـ: په ټولنيزو مراسمو او ناستو
کي شاعرانو ته دعوت ورکړو تر څو د شعر په ژه د ولس، هيواد او نظام ږغ تر خلګو پوري
ورسوي او په شعري ذوق حقائقو ته خوند ورکړي.
پايله:
پورته وېش ته په کتو ويلای سو چي فرهنګي مبارزه د کيفيت له مخي پر څلور ډوله ده؛ د اسلام څخه د دفاع لپاره چي بايد تر ټولو مخکي په لومړيتوب کي وي، د اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره چي د اسلامي نظام حاکميت، سمبالښت او تداوم ته شامليږي پدې معنی سره چي اسلامي مبارز بايد د اړتيا سره سم د وخت په تناسب د يادو درو کتګوريو لپاره خپله چټکه مبارزه په ډېري لېوالتيا سره پر مخ يوسي، په مسلمانانو کي د اصلاح او سمون لپاره چي هر وخت د اسلامي ټولني لويه اړتيا ده په دې معنی سره چي اسلامي مبارز بايد تل په اصلاحي برخه کي د مسلمانانو د فکري او سياسي انحراف د مخنيوي په نيت خپله فرهنګي مبارزه تل توده او ګرمه وساتي او د يادو درو موخو لپاره شاعران او ترانه ويونکي هم دا مسئوليت لري چي د ترنم، شعر او نظم په ژبه په فرهنګي مبارزه کي پوره ونډه واخلي.د دې مقالې د PDF فايل ډانلوډ کولو لپاره لاندي لينک کلک کړئ.
۱۴۰۲/۰۹/۰۹
د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(څلورمه شبهه)
۱۴۰۲/۰۹/۰۶
د حجاب اړوند د شبهاتو ځوابونه:(درېيمه شبهه)
۱۴۰۲/۰۹/۰۴
د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(دويمه شبهه)
۱۴۰۲/۰۹/۰۳
د حسد کوونکي اصل او حقيقت:
د دې لپاره چي حسد او حسد کوونکی ښه وپېژنی او ځانونه د حسد څخه وساتی لاندي څو کرښي ښه په غور ولولئ:
۱ – حسد کوونکی انسان د شيطان د لښکر غړی بلل کيږي ځکه چي لومړی هغه کس چي حسد يې وکړ شيطان وو چي د آدم عليه السلام سره يې حسد وکړ؛ ابن قيم رحمه الله فرمايي: فالحاسد من جند إبليس.[بدائع الفوائد] يعني حسد کوونکی د شيطان د لښکر څخه دی.
همداسي بل ځای وايي: لأن الحاسد شبيه بإبليس وهو في الحقيقة من أتباعه.[بدائع الفوائد] يعني حسد کوونکی د شيطان سره مشابه دی بلکي د هغه د پلويانو څخه دی.
۲ – حسد کوونکی انسان ځان د اهل کتابو سره مشابه کوي چي هغوی د مسلمانانو سره حسد کوی؛ الله تعالی فرمايي: وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ.[ سورة البقرة ۱۰۹]
ژباړه: خوښ لري ډېری د اهل کتابوڅخه دا چي تاسي واړوي (کفر ته) وروسته تر دې چي تاسي ايمان راوړی دی، په خاطر د حسد د دوی (ستاسي سره) وروسته تر دې چي دوی ته حق په وضاحت معلوم سوی دی.
۳ – د حسد کوونکي زړه ناروغ وي او نفس يې په فاسدو افکارو لړلی وي.
۴ – حسد کوونکی تل دښمني او غضب پالي.
۵ – حسد کوونکی تل تکبر کوي.
۶ – حسد کوونکی هيڅ وخت ستا لپاره خير نه غواړي بلکي ستا لپاره غم غواړي او ستا په مصيبت ډېر خوشحاله کيږي؛ الله تعالی د اهل کتابو په اړه فرمايي چي د مسلمانانو سره يې حسد کوی: إِنْ تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا.[آل عمران ۱۲۰] ژباړه: که تاسي ته نيکي ورسيږي ددوی بد راځي او که تاسي ته بدي ورسيږي نو دوی په خوشحاله کيږي.
۷ – حسد کوونکی تل ستا څخه شکايت کوي
۸ – حسد کوونکی ډېر بخيل وي.
۹ – د حسد کوونکي روح تل نا آرامه وي او زړه يې سکون نلري ځکه دی د نورو انسانانو په نعمتونو غمګين وي.
۱۰ حسد کوونکی د الله تعالی په قضاء نه وي خوشحاله او د الله تعالی پر حکمت نيوکي کوي؛ الله تعالي د يهودو په باره کي فرمايي چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې حسد کوی: أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَى مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ.[النساء۵۴] بلکي دوی د خلګو سره د الله له لوري پر ورکول سوي نعمت حسد کوي.
۱۱ – حسد کوونکی تل د نورو خلګو مخ ته ستا عيبونه بيانوي، په بدو کارونو باندي تا مشهور کوي او ستا پر آبرو او عزت باندي بريد کوي.
۱۲ – حسد کوونکی د دې تر څنګ چي تا په بدو يادوي تا په داسي کارونو متهم کوي چي تا نه وي کړي دا ځکه چي دده زړه تور وي.
۱۳ – حسد کوونکی ستا نيمګړتياوي افشاء کوي تر څو خلګ درباندي وخندوي.
۱۴ – حسد کوونکی ستا په برياليتوب خوابدی کيږي او په ناکامۍ دي خوشحاله کيږي.
۱۵ – حسد کوونکی هيڅ وخت پر تا باندي باور نه کوي بلکي ستا هر کار ته د شک په سترګه ګوري.
۱۶ – حسد کوونکي ستا سره د الله تعالی پر نعمتونو بخالت کوي ځکه نو هيڅ وخت ستا څخه نه خوشحاله کيږي.
۱۷ – حسد کوونکی د نورو انسانانو تېروتني شميري خو خپل تېروتنو ته يې هيڅ پام نه وي.
۱۸ – د حسد کوونکي سره چي هر څومره ښه وکړې نه ورباندي معلوميږي ځکه نو هيڅ ځای ستا ښه يادونه نه کوي.
۱۹ – حسد کوونکی ځان د خلګو مابين ته ور اچوي او د خلګو په مينځ کي نفرت پيدا کوي تر څو خلګ سره وجنګوي او په ټولني کي کرکه پيدا کړي.
۲۰ – حسد کوونکی د مظلوم په لباس کي ظالم دی او د دوست په لباس کي دښمن دی.
منبع: قصص القرآن الکريم والسنة النبوية.
ژباړه: مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۹/۰۲
متعصبينو ته د حال په ژبه د مبارزينو پيغام:
۱ ـ تاسي خپل شيطنت کوئ موږ به خپل خدمت کوو.
۲ ـ تاسي خپل د درواغو ډُولونه او سورناګاني ږغوئ موږ به په نورمال ډول په خپل طبيعت مخ ته ځو.
۳ ـ تاسي خپله چاپلوسي او بوټ پاکي کوئ موږ به په هڅکه غاړه د خپل ولس او اسلامي نظام لپاره اصلاحي، فکري او فرهنګي کارونه پر مخ وړو.
۴ ـ تاسي په ټولنيزو رسنيو کي خپل پروپاګنډونه، تبليغات، انځورونه او پرتي نشر کوئ موږ به د خپلو تکړه علماؤ، ليکوالانو، استاذانو او زده کوونکو علمي مقالې او مطالب نشر کوو.
۵ ـ تاسي ځانونه د شيطانانو غوندي په درواغو، غيبتونو، تهمتونو او چغلګريو ستړي کړئ موږ به نه تنها دا چي ځانونه او ټولنه د داسي منفي کړنو څخه ساتو بلکي په وړاندي به يې د انبياؤ، مجاهدينو او داعيانو په څېر علني مبارزه کوو.
۶ ـ تاسي د شيطان، نفس، حربي کافر او داخلي منافق په څېر د ټولني فساد ته لېڅي را ونغاړئ موږ به د الله تعالی په مرسته د توحيد، تقوی، اخلاص او زغم په توره ستاسي تور لاسونه پرې کوو او ناوړه پلانونه به مو په نطفه کي خنثی کوو.
۷ ـ تاسي په ښو خلګو کي نفوذ وکړئ، هغوی دوکه کړئ او د انسي شيطانانو په څېر په هغوی ګناه او تېروتني وکړئ موږ به هغوی ته نېکي مشورې ورکوو او چي کوم شی د ځان لپاره غواړو هغه به د هغوی لپاره هم غواړو او په وړاندي به يې د خپل انساني او ايماني احساس له مخي د نصيحت، خير خواهۍ، ايثار او مهربانۍ پاليسی غوره کوو.
۸ ـ که تاسي د ژوند په هره برخه کي زموږ مشرانو، اسلامي نظام، خلګو، علماؤ او ټولنو ته ستونزي جوړوی موږ به د تېر پېر په شان په حکيمانه ډول ستاسي منفوري او دوه مخي څهرې بربنډي کوو او ټولي موخي به مو د خاورو سره خاوري کوو.
۹ ـ که تاسي زموږ په ټولنه کي مأيوسي، منفي ګرايي، انحرافات، خرافات او ګډوډي خپروی په دې باندي پوه سئ چي داسي به ناکامه کېږی لکه تر اوسه چي ناکامه سوي يی.
۱۰ ـ که تاسي هر څومره د خلګو د عنعناتو، احساساتو او کلچرونو څخه ناوړه استفاده وکړی هيڅ شی مو په لاس نه درځي او خپل ټول ارمانونه به د ځانه سره ګور ته وړی.
۱۱ ـ تاسي حضرت معاويه رضي الله عنه ښه پېژندلي يی چي فرمايي: كُلُّ النَّاسِ أَسْتَطِيعُ أَنْ أُرْضِيَهُ؛ إِلَّا حَاسِدَ نِعْمَةٍ؛ فَإِنَّهُ لَا يُرْضِيهِ إِلَّا زَوَالُهَا.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۷]
ژباړه: ټوله خلګ زه خوشحاله کولای سم مګر هغه څوک چي د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه بېله دې چي هغه نعمت زوال سي په بل شي باندي نه خوشحاله کيږي.
تاسي نه خوشحاله کېږی ځکه نو موږ ستاسي د خوشحالۍ لپاره هڅي نه کوو بلکي ستاسي د شر څخه د مسلمانانو د ساتلو هڅي او کوښښونه کوو.
۱۲ ـ دا د مبارزينو د ښه توب او کمال نښه ده چي ستاسي غوندي سپک خلګ يې مخالف دي لکه شاعر چي وايي: لقد زادني حبا لنفسي أنني ـ بغيض إلى كل امرئ غير طائل.
ژباړه: یقينا چي د ځانه سره مي په دې خاطر مينه ډېريږي چي هر سپک او بې اعتبار انسان زما سره بغض او زما څخه کرکه کوي.
خير خواهي:
البته تر اوسه لا د توبې دروازه نده تړل سوې هر ګناهکار که د خپلي ګناه څخه په اخلاص توبه وکړي اميد سته چي الله تعالی به يې توبه قبوله کړي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۹/۰۱
د دين لپاره مبارزه ارومرو يوه ورځ نتيجه ورکوي:
د تاريخ په اوږدو کي په نړۍ کي ډېرو لويو متکبرينو داسي خبري کړي دي لکه فرعون چي په خپل وخت کي موسی علیه السلام او دده قوم ته ويل: سنقتل أبنائهم و نستحيي نسآئهم و انا فوقهم قاهرون.[الاعراف۱۲۷] ژباړه موږ به د دوی اولادونو وژنو ښځي به يې ژوندۍ پريږدو او موږ پر دوی غښتلي يو.
خو د الله تعالی تصميم بيا بېل دی او هغه څه کوي چي خوښه يې وي هيڅوک يې مخه نسي نيولای ځکه نو امريکا يې هم ماته کړه او اسرائيل يې هم ماتي ته نژدې کړه او ددوی لومړنۍ سره کرښه يې په ماته کړه چي دا دی د حماس سره پر څلور ورځني اوربند او د بنديانو پر تبادله هوکړي ته ورسېدل.
موږ مسلمانان بايد تل پر خپل خالق الله تعالی باندي باور ولرو او هره کړنه دده د رضا لپاره سر ته ورسوو.
که فکري او فرهنګي مبارزه کوو او که نظامي مبارزه کوو په هري يوې کي بايد خپل نيت يواځي د الله تعالی رضا وګرځوو، استقامت وکړو، د ننګونو په وړاندي زغم ولرو او په هيڅ صورت کي ناهيلي نسو چي یقينا به مو مبارزه يوه ورځ نتيجه ورکوي.
مولوي نورالحق مظهري
۱۴۰۲/۰۸/۳۰
د غزې په جګړه کي مسلمانانو ته د یهودو پيغورونه:
يواځي په يمن کي حوثيانو او په لبنان کي حزب الله د اسرائيلو لوري ته يو څو توغندي وار کړي دي نوره اسلامي نړۍ لاس تر زني په ننداره ورته ناسته ده.
د ترکيې ولس مشر يو څو لاپي وويشتلې، د ايران حکومت هم يو څو بغاري ووهلې او په ځينو اسلامي هيوادونو کي يو څه لاريونونه وسوه نوره خبره د اسرائيلو او فلسطيني مسلمانانو تر مينځ پرېښودل سوه.
دا چي اسلامي نړۍ د فلسطين په وړاندي کوم مسئوليت لري هر څوک په پوهيږي او د هر اسلامي هيواد نظام او ولس په خبر دی خو خبره د ضعف الايمان، بې غيرتۍ او غفلت ده؛ که ددې وړاندي مسلمانانو دېته ورته پېښو کي د خپلو مسلمانانو وړونو ننګه کړېوای نن به اسرائيلو د امريکا په ملاتړ په غزه کي نسل وژنه او صليبي جګړه نه کولای، که دوې لسيزي مخکي اسلامي نړۍ پر افغانستان او عراق ننګه کړېوای او د امريکا په وړاندي درېدلې وای نن به ټولي کفري نړۍ په داسي جرئت د مظلومو فلسطينيانو پر ضد د غاصبو اسرائيلو مرسته نه کولای، که عربي هيوادونو د امريکا له لوري د اسرائيلو د پلازميني په صفت د بيت المقدس پېژندنه په غيرت رد کړې وای او خپلي مالي او ديپلوماتيکي اړيکي يې د امريکا او اسرائيلو سره پرې کړي وای او که ترکيې، اردن، لبنان او نورو اسلامي هيوادونو هغه وخت د اسرائيلو سفيران د خپلو هيوادونو څخه شړلي وای نن به اسرائيلو داسي تېره ښکر نه کولای!
څومره چي اسلامي نړۍ بې غيرته کيږي او چي څومره د اسلامي هيوادونو واکمنان د کفارو لپاره د غلامۍ تناوونه خپلي غاړي ته ور اچوي په هماغه کچه کفار جرئت پيدا کوي او پر مسلمانانو خپلو تېريو او بريدونو ته دوام ورکوي.
نن په عموم کي کفارو او بيا په خاصه توګه يهودانو دومره جرئت پيدا کړی دی چي پر ډېرو اسلامي هيوادونو خپل سياست او دبدبه په زوره تپي، د هغوی څخه په زوره تېل او پيسې اخلي او په خپله ګټه يې په زوره مځکه او فضاء په خپل واک کي اخلي چي د دې لپاره ډېري ښکاره بېلګي پر افغانستان او عراق د امريکا بريد وو او اوس پر غزې د اسرائيلو بريد دی؛ پر افغانستان او عراق د بريد لپاره ډېرو په نامه اسلامي هيوادونو خپله مځکه او فضاء د امريکايانو په اختيار کي ورکړه او اوس د فلسطين ډېرو ګاونډيو هيوادونو خپله مځکه او فضاء د امريکا په اخيتار کي ورکړېده ترڅو د دوی له لاري اسرائيلو ته مرسته ورسوي.
د اسلامي هيوادونو د بې غيرتۍ له کبله اسرائيلو دومره جرئت پيدا کړی دی چي نن په ټولنيزو رسنيو کي مسلمانانو ته پېغورونه ورکوي: ځيني يې مسلمانانو ته په خطاب کي وايي: موږ اوس د منځني ختيځ مشران يو او هيڅ داسي څوک نه وينو چي زموږ مخي ته دي ودريږي، ځيني يې عربو مسلمانانو ته په خطاب کي وايي: تاسي څو ميليونه ياست او موږ څو ميليونه يو ستاسي ډېري پيسې او ډېر بشري ځواک چېري دی؟، ځيني يې د غزې د ورانۍ انځورونه نشر کوي او د پوسخنده ورسره ليکي: مسلمانان بريالي دي، ځيني يې په غزه کي د منسوخ تورات د وېش او لوستلو ويډيوګاني نشر کوي چي ګويا موږ يهودان داسي بريالي يو او ځيني يې په خپل يهوديت افتخار کوي او حماس ته د داعش، خوارجو او تروريستيانو خطاب کوي.
په هر حال؛ نن اسلامي نړۍ لوی خوځښت او انقلاب ته اړتيا لري تر څو په ټولو اسلامي هيوادونو کي د افغانستان غوندي اسلامي نظام حاکم سي او مسلمانان خپل پخواني زور او برم ته بيرته را وګرځي کنه نو دغه بې غيرته ولس مشران، لومړي وزيران او باچاهان به مسلمانان نور هم د هلاکت او بربادۍ کندي ته ور ټېل وهي او د ځانونو غوندي اسلامي امت به ټوله د کفري نړۍ په غلامۍ کي را حصار کړي.
دا چي د هر اسلامي هيواد حکومت د هماغه هيواد د خلګو څخه جوړ دی ځکه نو د هر اسلامي هيواد خلګ په خپل هيواد کي د اسلامي نظام د پلي کولو مسئوليت لري او دا د هر مسلمان دنده ده چي لومړی په خپل هيواد کي په هر ډول چي کيږي اسلامي نظام حاکم کړي وروسته بيا په نړۍ کي د مسلمانانو تر مينځ يووالي او اتفاق ته کار وکړي.
که مسلمانان پر اسلام او اسلامي نظام سره راټول نسي او په خپلو هيوادونو کي سيکولاريزم او عياشۍ ته د پای ټکي کښې نږدي دا وخت يې نښه چي الله مکړه تر دې به لا د سخت او ستونزمن حالت سره مخامخ کيږي.
مولوي نورالحق مظهري