۱۴۰۲/۰۹/۱۸

د نړيوالو جرائمو مور او بچيان يې:

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
ډېر ليري نه ځو د څو لسيزو را پدې خوا د جرمونو مور او اولادونه يې درپېژنم؛ د کومي ورځي څخه چي امريکا په نړۍ کي د يوه قدرتي بلاک په بڼه را ژوندې سوېده د هماغه وخته څخه يې  بيا تر اوسه پوري د بشريت پر ضد نه هېرېدونکي او نه بښونکي جرمونه کړيدي او تر څنګ يې ځيني بچوڼي هم د نړۍ په مختلفو هيوادونو کي د انسانانو پر ضد خپل جرمونو او تېريو ته دوام ورکوي.
دوه لسيزي مخکي يې چي  پر افغانستان او عراق د ټولو بين المللي او عقلي اصولو خلاف بريد وکړ په لکونو بې ګناه انسانان يې ووژل او په ميليونونو مظلوم انسانان يې ژوبل او بې کوره کړه، د هغه وروسته يې په ځينو عربي هيوادونو کي خلګ د نظامونو پر ضد را وپارول چي ډېری انسانان پکښې له مينځه ولاړه او په سوريې هيواد کي خو تر اوسه هماغه اور بل دی.
دا ټول جرمونه يې په خپله او د خپلو لاسپوځو غلامانو په ذريعه سر ته رسولي دي او ددې کوښښ يې کړی دی چي په ټولي نړۍ کي په خاصه توګه  اسلامي هيوادونو کي او بيا په هغو هيوادونو کي چي په جغرافيايي او سياسي لحاظ ډېر مهم دي خپل د شيطنت او منافقت جالونه وغوړوي او آزاد انسانان خپل غلامان جوړ کړي.
د امريکا او پلويانو د لويو جرمونو څخه يو جرم د فلسطين په قضيه کي د امريکا يو طرفه او ظالمانه سياست دی چي تل يې د غاصبو اسرائيلو پلوي کړې او د فلسطين مظلوم ولس ته يې ګڼ شمېر مشکلات او ستونزي جوړي کړي دي؛ د اسرائيلي حکومت ايجاد، بيت المقدس د اسرائيلو د پلازميني په صفت پېژندل، د اسرائيلو سره نظامي او مالي مرستي کول او په ملګرو ملتونو کي د اسرائيلو د مدافع رول لوبول هغه لوی جرمونه دي چي امريکا يې د ټولي نړۍ په مخ کي کوي او په دې کار کي د هيچا آن تر دې چي د ملګرو ملتونو هم خيال نه ساتي؛ دا ټول په دې خاطر دي چي د امريکايانو لوی هدف د اسرائيلو ساتل او غښتلي کول دي ځکه د اسرائيلو څخه دفاع د امريکايي کانګرس چي د يهودانو تر حاکميت لاندي دی تر ټولو لومړی او مهم هدف دی.
امريکا اوس په نړۍ کي د دولتي ترهګرۍ او شيطنت داسي محور ګرځېدلی دی چي په هر ځای کي فتنه راپورته کيږي هلته په يوه نه بله طريقه امريکا دخيله وي په خاصه توګه په منځني ختيځ او آسيايي هيوادونو کي چي د ځان لپاره يې درست درست هيوادونه کرايه کړي دي؛ په منځني ختيځ کي يې اسرائيل په وسله او اقتصاد دومره قوي کړه چي نن ټوله عربي نړۍ ورڅخه وېريږي او تر څنګ يې د ډېرو عربي هيوادونو واکمنان هم د ځان داسي غلامان جوړ کړيدي چي نه تنها د امريکا بېله مشورې هيڅ کار نه کوي بلکي خپله ټوله شتمني يې د امريکايانو په واک کي ورکړې وي او د هغوی په اشاره پر خپل ولس ظلمونه کوي؛ په آسيايي نورو هيوادونو کي ځيني داسي هيوادونه سته چي د امريکا هيڅه غوښتنه پر مځکه نه غورځوي، که امريکا ورڅخه وغواړي خپله ټوله مځکه او فضا يې په واک او اختيار کي ورکوي، د امريکا په غوښتنه په خپل نظام کي هر ډول روا او ناروا تغييرات راوړي آن تر دې چي د خپل حکومت رهبرۍ ته د امريکايانو په خاطر بدلون ورکوي؛ بلکي خپل فوځ، قضاء او سياسي ګوندونه يې د امريکايانو په خدمت کي درولي وي او د امريکايانو د غوښتني په مقابل کي تر اسلام، خپلواکۍ، عقلانيت، بشري حقوق، ګاونډيتوب او هر څه تېريږي.
تېرو تاريخونو او پيښو ته او اوسني پېچلو شرائطو ته چي سړی ګوري داسي ښکاري چي امريکايان او پلويان يې لا هم د هر غښتلي، خپلواک او پر مختللي اسلامي هيواد پر ضد خپلو دسيسو او توطئو ته دوام ورکوي او لا هم د با احساسه او ويښو ولسونو فزيکي او فکري تسخير کولو  لپاره کوښښ کوي.
په داسي شرائطو کي د ټولو مسلمانانو لپاره ويښتوب او تفکر ډېر مهم دی او تر بل هر وخت بايد مسلمانان د امريکايانو په شمول د هر بالفعل او بالقوه دښمن دسيسو ته متوجه وي او ددې تر څنګ چي په لاس ورغلي فرصتونه ضايع نکړي او خپلي نيمګړتياوي درک کړي بايد د ډېر اوږد وخت لپاره د دښمنانو د احتمالي خطر په وړاندي ځانونه آماده کړي.
مسلمانانو ډېر ځايونه ميدان ګټلی وي خو د خوشباورۍ، سادګي، جذباتو، بې اعداده توکل، منفي انحصار او خپل مينځي ستونزو له کبله يې نه وي ساتلی ځکه نو مسلمانانو ته لازمه ده چي خپل هيڅ دښمن ناديده و نه نيسي او هيڅ وخت دي ځان د دښمن د فريب او مکر څخه په آمان نه ګڼي.
نن يې موږ وينو چي د مسلمانانو د غفلت او بې اتفاقۍ په سبب په علني ډول اسرائيل پر فلسطيني مسلمانانو ظلمونه کوي او ډېر وحشي بريدونه او بمبارۍ ورباندي کوي او امريکا يې هم په علني ډول هر ډول مرسته او کومک کوي.
په پای کي هغو کسانو ته خطاب کوم چي اوس هم امريکا ته د يوه بشر دوست هيواد په سترګه ګوري او په امريکا کي دېخوا او هغي خوا ته ځغلي تر څو د خپلو مسلمانانو وړونو او اسلامي هوادونو پر ضد د هغوی ناوړه موخي عملي کړي بس دي نور د امريکا د ګرېوان او لمني څخه خپل لاسونه خطا کړئ او که ځانونه مسلمانان او يا پوره انسانان بولی د امريکا غوندي غدار او انسان وژونکي هيواد لپاره د خپلو اسلامي هيوادونو ا وهيوادوالو لپاره ستونزي مه جوړوئ! په خاصه توګه هغو افغانانو ته وايم چي د امارت د راتګ وروسته د امريکا غوندي کفري هيوادونو په غېږه ننوتي او د هغه ځای څخه د مبارزې او مخالفتونو ږغونه پورته کوي.
مولوي نورالحق مظهري  

هیچ نظری موجود نیست: